بغداد: شيعه لاريونيان پارلمان ته ننوتلي

بغداد: شيعه لاريونيان پارلمان ته ننوتلي

  • 3 ساعتونه مخکېBBC
Image copyright Reuters

په سلګونو لاريون کوونکو د عراق پلازمېنې بغداد کې پر پارلمان بريد کړی او غوښتنه يې کړې چې نوې کابينه دې وټاکل شي.

 

په بغداد کې د شيعه روحاني مشر مقتدا الصدر پلويانو په زرغونه سيمه کې امنیتي دروازې ماتې کړې او پارلمان ته ننوتلي دي.

بي بي سي ته يوې امنیتي سرچينې ويلي چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.

 

د يوه پلان له مخې مقتدا الصدر غواړي چې پر لومړي وزير حيدر العبادي فشار راوړي چې د کابينې ځينې غړي بدل او پر ځای يې نوي کسان وټاکي.

سياستوال په دې کې پاتې راغلي چې نوو وزيرانو ته د باور رايه ورکړي.

بل خوا د پارلمان يو شمېر قوي ګوندونه د دغو بدلونونو مخالف دي او له څو اوونيو راهيسې دغه پروسه له ځنډ سره مخامخ ده.

د وزيرانو د ګومارلو د ځنډ له امله په سلګونو زرو کسانو د بغداد په زرغونه سيمه کې لاريون کړی و. زرغونه سيمه هغه ځای دی چې سفارتونو، مهم دفترونه او ودانۍ په کې دي او کلک امنيتي تدابير په کې نيول کېږي.

Image copyright Reuters

د شنبې په ورځ کله چې په دې تړاو په پارلمان کې رايه اچوونه ترسره نه شوه، مقتدا الصدر پر تلويزون راڅرګند شو، چې وروسته دغه بلواګانې رامنځ ته شوې. نوموړي په خپلو خبرو کې د پارلمان ودانۍ ته د ننوتو په اړه څه نه وو ويلي.

د بريتانيا د رويټرز خبري اژانس په وينا لاريون کوونکو د پارلمان په ودانۍ کې لوټمار پيل کړی، په عيني حال کې د ملګرو ملتونو او نورو سفارتونو کارکوونکو د خپلو ودانيو دروازې له بهره بندې کړې دي.

حيدر العبادي په ۲۰۱۴ کې واک ته له رسېدو وروسته په هېواد کې د درغليو او مذهبي کړکېچ د ختمولو ژمنې کړې وې، خو تراوسه داسې ښکاري چې د خپلو ژمنو په پوره کولو نه دی کامياب شوی.

مقتدا الصدر په عراق کې د “مهدي پوځ” په نامه د ملېشې مشر دی چې دغه هېواد ته د امريکا له ننوتلو وروسته مشهور شو.

د نوموړي پر پوځي ډله، د زرګونو سني مسلمانانو د وژلو او زور زياتي تور دی، هغه مهال نوموړی ايران ته تښتېدلی و چې په ۲۰۱۱ کې بېرته عراق ته ستون شو.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news