د بلخ ولایتي شورا: مزار کې پر خلکو وسلې وېشل کېږي

Balkh_in_Afghanistan.svg_-620x330
د جنبش ګوند ځايی اربکيان
د جنبش ګوند ځايی اربکيان

د بلخ ولایتي شورا: مزار کې پر خلکو وسلې وېشل کېږي

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایتي شورا وايي چې په دې ولایت کې پر خلکو زرګونه میله وسلې وېشل شوې دي.

د ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع چې د جنبش غړيتوب هم لري وايي چې عغیر مسوول وسله والو پر خلکو زرګونه میله وسله وېشلې ده.

د هغه اشاره چې د جمعیت د اجراییه شورا غړي او د بلخ سرپرست والي ته وه، خو د عطا محمد نور ویاند بیا وايي چې داسې کومه هڅه نه ده شوې بلکې هغه چې د ولایتي شورا مرستیال يې غیر مسوول وسله وال بولي پخپله په دوی پورې تړلي خلک دي.

د ولايتي شورا مرستیال په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو د استازي فرهاد عظیمي خبرې هم بې بنسټه بللې دي.

فرهاد عظیمي ویلي و، چې دوستم له دولتي امکاناتو ګوندي ګټې پالې او خپلو ګټو ته کار کوي.

د هغه په خبره دوستم په تر لاس لاندې سیمو کې پر ټولو امنیتي پوستو کې خپل کسان مشران ګومارلي دي.

شجاع د نوموړي څرګندونې بې بنسټه بولي او په مقابل کې دعوه کوي چې مزارشریف کې ۹۰ سلنه وسله وال د اربکیانو او « خیزش مردمي » تر نومونو لاندې په یو ګوند پورې تړلي دي.

ياده دې وي شمال کې د جمعیت او جنبش تر منځ مخالفتونه په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلي چې څو پرلپسې نښتې يې هم کړې دي

faryab taliban

طالبانو په فاریاب کې لس کلي نیولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایتي شورا رئیس وايي چې طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په لر او بر کې ۱۰ کلي او ګڼې پوستې نیولي دي.

سید عبد الباقي هاشمي وايي چې طالبانو له تېرې یوې اونۍ راهیسې په دې ولایت کې پراخ بریدونه پیل کړي دي چې په ترڅ کې يې ګڼې پوستې د دولت له واکه وتلي دي.

د نوموړی په وینا دا مهال د فاریاب – هرات لویه لار د سختو جګړو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ښاغلی هاشمي رسنیو ته په خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو په قیصار ولسوالۍ کې لس کلي په بشپړه توګه نیولي دي.

د فاریاب ولایتي شورا رئیس وايي چې ۵۰ نور کلي د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي او که دې ولایت ته تازه دمي ځواکونه راونه لیږل شي ډیر ژر به دغه کلي هم د طالبانو لاس ته ولویږي.

د فاریاب ولایت ویاند کریم یورش په دې ولایت کې د سختو جګړو تایید کوي خو د کليو او پوستو له سقوط څخه چور منکر دی. ښاغلی یورش وايي چې دا مهال په فاریاب ولایت کې سخته جګړه روانه ده، خو مونږ دا خبر په کلکه ردوو چې طالبانو ځینې کلي او پوستې نیولي دي.

طالبانو په فاریاب ولایت کې د خپلو پرمختګونو پخلی کړی او څرګنده کړې يې ده چې په قیصار ولسوالۍ کې یې د خواجه زرخوان، ارکلیک، زعفران او بدکي له سیمو څخه دولتي ځواکونه شړلي او په دغو سیمو یې خپل واک ټینګ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جنرال دوستم د خبریالانو په وړاندې ادعا کړې وه چې ۱۰۰۰ تنه طالب جنګیالي به ډیر ژر وسله پرځمکه کیږدي او د «سولې پروسې» سره یوځای شي.

فاریاب هغه ولایت دی چې د جګړې قومانده یې نېغ په نېغه د مرستیال ولسمشر جنرال دوستم په لاس کې ده.

تېره اونۍ د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې طالبانو د جنرال دوستم ۲۵ تنه نږدې جنګیالي په یو کمین کې په یوځايي توګه ووژل. د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اکبر وايي چې طالبانو د جنرال دوستم دغه جنګیالی لومړی ژوندي نیولي او بیا وژلي دي.

جنرال دوستم اوس مهال سرپل ولایت ته تللی ترڅو په هغه ولایت کې هم جګړه رهبري کړي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news