کرزی:دنړۍ ترټولو لوړو عایداتو لاسته راوړونکی سیاستوال

obama+and+karzai-6401

 کرزی:دنړۍ  ترټولو لوړو عایداتو لاسته راوړونکی سیاستوال

 د«پييل ویت مني » په نوم مجلې دافغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی دنړۍ تر ټولو لوړو عایداتو لاسته راوړونکی سیاستوال ښودلی دی.حامد کرزی دهغو لسو تر ټولو لوړو عایداتو درلودونکو سیاستوالو په ډله کې دلومړي مقام درلودونکی ښودل شوی دی.دغه څیړنه د۲۰۱۶ میلادي کال دعایداتو ښودنه کوي چې حامد کرزی دکال په ۸۲ ملیونو ډالروعایداتو سره لومړی ځای لري . دمیدیا مس ويپاڼې لیکلي دي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې داسې بریښیده چې دکرزي په ځانګړو فعالیتونو کې څه کمښت راغلی دی ، خو هغه بیا لوړ ځای ته ور پورته شو.دغې مجلې ښودلي چې کرزی دنړي  ډیرو عایداتو لاسته راوړونکو سیاستوالو په منځ کې د۲۰۱۵ کال له مار[ څخه بیا د۲۰۱۶ کال دمارچ تر میاشتې پورې ۸۲ ملیونه ډالره تر لاسه کړیدي

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news