د سړې جګړې پیښې

ebrahim__nahimi

د سړې جګړې پیښې

29.5.2016SPION SYMBOL
پیښې تقلید او یا د تیرو وختونو د مسایلو تکرار ته ویل کیږي.
د سړې جګړې په دوران کې د لویدیزو نظریاتو خوښوونکو ته د CIA جاسوس خو بل لورې د شوروي ایډیالوژي خوښوونکو ته د KGB جاسوس ویل کیدل. ټاپې د هرې ډلې سره وي پرته له دي چې ژوره شننه وشي او یا لږ تر لږه معلومات یې د موثقو سرچینو پر بنسټ وي، دغه ټاپې کاریدلي.
د سړې جګړې په دی مرحله کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نوي راپیدا کیدونکي حوادث د شوروي او امریکا تر جدي فوکس لاندي وو. دواړو خواوو د دریمې لاري انتخاب محکوماوه. د شوروي اتحاد او یا چین په طرف لږتمایل لویدیزو سیاستمدارانو «کمونیسم» ګاڼه. همدا راز د امریکا متحده ایالاتو او یا بل غربي دوست لوري ته د دوستۍ په کوچنی اشاره شوروي اتحاد د امریکا د امپریالیسم لاسپوڅی اعلاناوه او هر چا پسي د CIA او KGB مهرونه او ټاپې را اخیستل شوی وي. غرب او شرق کله کله په ډیره بی مسولیتی دغه مهرونه وهل. د سړې جګړې په دوران کې ډیر پر هیواد او د هیواد پر عالي ګټو مین سیاسي شخصیتونه د دغو نارواو تورونو په وجه یا ګوښې ته شوه او یا هم په مرګ محکوم شول. ډیرې بیلګې شته چې زما د ادعا ثبوت کیدلای شي. د ثور د پوځي پاڅون وروسته ډیر لوړ سیاسي شخصیتونه د CIA سره د تړاوپه تور محکوم شول آن دا چې د هیواد ولسمشر، حفیظ الله امین د پخواني شوروي اتحاد په اشاره د CIA د جاسوس په نوم په بیرحمي ووژل شو خو تر همدا شیبې هیچا دا اثبات نه کړای شوه چې هغه د سیا سره اړیکې درلودي.
لنډه دا چې په وروسته پاتي هیوادونو کې د ختیز او لویدیز د شخصیت وژنې تیره چاړه همدغه تورونه وو خو زموږ روڼ اندو درک کولای نه شوو چې د لویو قدرتونو په لومه کې راګیر شوی یوو.
تر سړې جګړې وروسته نن بیا د تکراریدونکو پیښو سره مخامخ یوو. دا ځل د جاسوس ټاپه په بل ډول کارول کیږي. پر سیاسي اشخاصو سربیره، ټولنیز رسنۍ، ګوندونه او په ټولیزه توګه د چړې تیره څوکه میډیا ته متوجه ده.
د معلوماتي تکنالوژي د پرمختګ په مټ ډیرو روڼ اندو دا توان پیدا کړي چې د بریښنایي پاڼو په جوړولو بریالي شي. د هیواد د عالي ګټو د تأمین په خاطر د لیکنو، شعرونو، فلمونو او یا ورته چارو په مټ خپل اوازونه تر ولس ورسوي. داسې ښکاري چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې په ډیره چټکي د توپک د استعمال په بدل کې د قلم استعمال رواج پیدا کوي. شک نه شته چې ټولنیزې رسنۍ، د فیسبوک او ټویټر پر پاڼو به د غلطیو څخه ډکې لیکنې کیږي، هغومره چې اړینه ده د همدغو پراخو امکاناتو څخه به افغان روڼ اندې درسته ګټه نه پورته کوي خو بیا هم دا هڅې د ټولو نیګړتیاو سره سره د افغاني ټولنې د ولسونو په ویښولو کې رغنده رول لوبولای شي. زموږ ځوانان د مطبوعاتي ازادیو سره ډیر روږد نه دي نو طبعي خبره ده چې د کار په پیل کې به ډیرې نیمګړتیاوي شتون ولري خو د وخت په تیریدو سره موږ حتماً پخوالي ته رسیږو.
د سړې جګړې پیښې
د دي سرلیک څخه مې موخه دا وه چې زموږ په دغه دوران کې د هر چا سره د جاسوس ټاپه په جیب کې شته پرته د کوم مسولیت څخه یې پر اشخاصو او په ځانګړی توګه د رسنیو د بدنامولو له پاره کاروي.
زه د دغه کرښو لیکونکي د څو کالو راهیسي د nahimi.dk بریښنایي ویبپاڼه چلوم. یوه ورځ یو ډیر هوښیار او د لوړو زدکړو درلوونکي دوست مې راته وویل چې دا ټولې پاڼې د بهرنیانو څخه پیسي اخلي. کیدلای شي مطلب یې دا و چې ته هم د خدای د پاره کار نه کوي حتماً به پیسي لاسته درځي. د دغه تبصرې په اوریدلو سره حیران شوم او د سړې جګړې دوران مې را یاد شو چې د کیڼ اړخو او ښۍ اړخو ګوندونو ډیرو عادي غړو ته به د مشهورو څارګرو ادارو د اجنټ خطاب کیدلو. دومره هم ساده خبره نه ده چې لویدیزې څارګرې ادارې پر سړکونو پیسي تیت کړي دي او هر چاته یې ورکوي. ما څلور کتابونه لیکلي دي چې دوه کتابونه مې په خپل لګښت چاپ کړل او دوه نور هم زما په لګښت د چاپولو په جریان کې دي. خو یو کتاب مې په ډنمارکي هم ولیکي. زما په آند د لویدیزوالو په اشتهاء هم برابر وو. (د افغانستان د ښځو د ژوند په تړاو). ما ډیره هڅه وکړه چې د ډنمارکي مطبعې په مرسته یي چاپ کړم ډیرو مهمو ډنمارکي دوستانو هم یو ځای راسره هڅې وکړي خو بریالی نه شوم تر څو په لږه تیراژ مې په خپل لګښت چاپ کړي. هغو ډنمارکیانو چې کتاب یې لوستي دي، ډیر یي خوښ کړي دي.
د کیسې څخه مې مطلب دا دی چې د لویدیزوالو څخه د پیسو اخیستنه اسانه چاره نه ده. کتاب چې دوي ګټه ورباندې کولای شوای چاپ یي نه کړي نو څنګه به په مفت ډول یوې رسنۍ ته پیسي ورکړي.

زه کلونه کیږي چې پاڼه چلوم، هر کال یي لګښت ورکوم، د ورځي څو ساعتونه کار ورباندې کوم تر اوس پورې خو یوه افغانې، کرون، ډالر، پونډ چا ماته راکړي نه دي که ستاسو سره دا پته وي چې مادي مرسته راسره وکړي ماته یي ولیکې دا خو ښه خبره ده. د کتابو پر لیکلو او چاپولو مې په زرګونو کرونونه لګولي دي خو د مرستې له پاره مې نه بهرنۍ او نه افغان تر اوسه پورې پیدا کړي دي. پر هیڅ افغان منت نه اچوم زما خپله علاقه ده چې خپل ولس ته تر خپل وس پورې د همدغې لارې چوپړ وکړم.
باید هیره نه وي چې په تیر دوران او اوس کې یوه اضافه ټاپه هم شته او هغه د خولې په وازولو سره د کفر ټاپه وهل بل لوي ناورین دي.
ګرانو دوستانو! په هیواد کې د پردیو غلامان او جاسوسان ښکاره دي. هر افغان، ژورنالیست، د رسنیو کارکوونکي او یا ستاسو د نظریانو مخالف ته د جاسوس نوم مه ورکوي. په خپل لاس د هیواد سیاسي شخصیتونه او اګاه ځوانان مه تخریبوي، شخیت وژنه مه کوي. دښمنان غواړي زموږ په لاسونو زموږ هیوادوال وټکوي، شخصیت یي ور زیانمن کړي تر څو د سر سړي و نه لرو. حتی د خپل هیواد بنسټپال ځوان د پردیو پر پوه سیاستوال نه بدلوم. په افغان کې د افغان وینه جاري ده که نن وي که سبا په خپلو تیروتنو به وپوهیږي او د هیواد په ابادی کې به برخه واخلي. پای

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news