افغان کډوالوځورېدل د دواړوهیوادوګډپالیسي ده

afghan-refugees-211

افغان کډوالوځورېدل د دواړوهیوادوګډپالیسي ده

13814053_869755869835654_4659687402655201995_n13882621_869755549835686_4846790212168795733_n13912472_869755703169004_201126881147721849_n13925251_869755583169016_2558765635309581168_n13932791_869755813168993_8307590056880671308_n13935105_869755493169025_7744975498586074801_nپاکستان پښتونخواصوبه کې له څومیاشوراهیسي داسي ستونزي مهاجروته پېښې دي چي هغه نه دزغم دي اونه هم دعزت .

څومیاشتې وړاندې پاکستان اوافغانستان دولتونوپه ګډه یوه پالیسي جوړه کړه چي تاسوافغان مهاجرپه تنګ کړۍ چي دوی خپلوسیموته بیرته راستانه شي دپاکستان له ژوند کولو نورلاس ووینځي.

په همدې تړاوپه پيښورکې دافغانستان قونسلیټ اودکډوالواداري استازو دخپل وطن ګل وطن ترعنوان لاندې یوه تبلیغاتي ټولنه هم جوړه کړه چي افغان مهاجر بیرته خپل وطن ته ستانه کړي دهمدې موخې لپاره پاکستاني پولیسوته اجازه ورکړل شوه چي افغان مهاجروځوروي اودې ته اړباسي چي خپل وطن ته ستانه شي .

خوبل خوابیا د پښتونخوا حکومت پدې صوبې کې د افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره د ټیلیفون یوه نمره خپره کړیده که پولیس د هغوي نه پیسې اخلي او یا یې ځوروي، هغو ي کو لي شي چې په همدې نمبرې زنګ ووهي او خپل شکایت ثبت کړي.

هغه افغانان چې اسناد ولري هغوي په مستقیمه توگه خپل شکایت د پولیسو مشر ته رسولې شي. د پولیسو مشر ژمنه کړیده چې د هغو پولیسو په خلاف به اقدام کوي چې افغانان ځوروي.

په همدې تړاو  په پېښور کې د ژورنالیست او مبصر اسماعیل خان وایي تر څو چې د صوبايي حکومت پالیسي نه وي بدله شوي ، د افغانانو ځورنه به ادامه ولري.  

 ښاغلي اسماعیل خان دپاکستان له ځايي پولیسوسره په دې هکله ځانګړې مرکه کړې چي دوی نه شي کولای د دواړو هیوادونو سیاسي پالیسي ده ،هغوی ورته ویلي چي تاسويي وځوروۍ ،ترڅو خپل هیوادستانه شي.

افغان مهاجرین دخپلوشکایاتوپه یوه لیسټ کې لیکلي دي چي دوی سره پاکستاني پولیس ناوړه چلند کوي د دوی کلتوراوعنعني ته نه ګوري په کورنو اوکوڅوګرځي ،دخلکوجیبونه اوبکسونه لټوي،په یوه بانه ورته دروپواخیستلوچل جوړوي.

هغوی وايي دوی په مسافرخانوکې هم ګرځي چي افغانان ولټوي که هغوی اسناد ورښکاره کړي چي دامې اسناد دي دوی ورته وايي اسناددي بلکل ټیک دي کنا،خودې اسنادکې دانه دي لیکل شوي چي له افغانانوڅخه پيسي مه اخلئ.

افغان مهاجروايي د دوی مشران اخستل شوی دي ،هیڅ واک اوځواک نه لری ،موږ هغوی ته تمه نه لرو ،هغوی وايي نورژوند په الله سپارلی حلت راته ترینګلي ښکاري ،مورپوهیږوچي په ژوند مولوبي کیږي .

هغوی وايي څوځلي دملګروملتونودکډوالواداري ته موهم عرضي کړۍ اوشکایتونه مو ورته کړي هغوی ویلي یوه پروسه روانه ده چي هغه ستاسودولت او پاکستان حکومت په ګډه چلوي دوی غواړي چي تاسوضرور خپل هیواد ته ستانه شي.

خوکارپوهانوپه داسي ناقص سیاست باندې نیوکې کوي اووايي چي کډوالوته په هیوادکې زمېنه اوموقع برابره شوې وای خپله به دوی تللي وو،هیڅ ځورولوته به اړتیانه پېښېدله ،دخپل ورور ځورول به د دوی ترستوني ووځي.

افغان مهاجرومشران وايي،  چي بهرنیان دافغانانوله مجبوریتونوڅخه ناوړه استفاده کول غواړي ،دوی په افغانستان کې هم دسوريي دوګړو برخلیک رامینځ ته کوي خودواړه هیوادونه واک نه لري فقط دبهرنیانو پنډونو اوډالروته ناست دي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news