فریور: انګریزان دا ځل په بله بهانه افغانستان ته راغلي دي

british_force_leaving_afghanistan-620x330
frevar

فریور: انګریزان دا ځل په بله بهانه افغانستان ته راغلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د کابل پوهنتون استاذ محمد موسی فریور وايي چې په افغانستان کې د اوسنیو انګریزانو مفکوره له پخوانیو انګریزانو سره هیڅ توپیر نه لري.

نوموړی وايي چې انګلیس او اولادونه یې امریکایان نن ورځ زمونږ هیواد ته په بدل نامه او نوې پلمه راغلي دي، خو په وینا یې، مفکوره او هدف یې هماغه دی کوم چې يې ۹۷ کاله مخکې درلود..

استاذ فریور وايي چې په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د ازادۍ او استقلال چیغې وهل «سړی بې ارزښته کوي».
نوموړی زیاتوي چې زمونږ اوسنی وضعیت د ۹۷ کلونو پخواني وضعیت سره توپیر نه لري، بلکې زمونږ حالت تر پخوا ډیر بدتر شوی. استاذ فریور وايي چې بهرنیان زمونږ هیواد ته په دې نامه راغلل چې دلته به یو مثالي حکومت جوړوي، خو نن ورځ مونږ د هغو ژمنو برعکس کړنې ګورو.

استاذ محمد موسی فریور له اریانا تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړه:

«افغانستان ته ۱۷۰ ملیارده ډالره راغلي دي، خو د پلازمینې کابل بریښنا لا هم وارداتي ده، د کانالازیسیون سیستم وجود نه لري، څلور نیم ملیونه افغانان په نشه يي توکو مبتلا دي، که د هر معتاد تر شا پنځه کسیزه کورنۍ فرض کړو، د افغانستان نیمايي وګړي د مخدره موادو له لاسه کړیږي».

ښاغلي فریور وویل چې اوسني دوه سری حکومت د مشروعو انتخاباتو په نتیجه کې مینځ ته نه دی راغلی بلکې د جان کیري لخوا جوړ شوی دی او نړیوالو په مونږ ډیر کمزوری اقتصادي او سیاسي حالت تپلی دی.

نوموړی د اوسني نظام داخلي اختلافاتو ته په اشارې وویل چې تېره ورځ په ارګ کې د استقلال د جشن په مراسمو کې اجرائیه رئیس ګډون نه درلود. نوموړي دا د حکومت د داخلي کمزورۍ بېلګه وګڼله.

د هغه په باور، امان الله خان پرته له دې چې د افغانانو ټولنیز ژوند درک کړي، د اصلاحاتو په راوستو کې يې د بهرنیو هیوادونو په تقلید ګامونه اوچت کړل او په لوی لاس یې د ځان لپاره مخالفتونه راوپارول.

ښاغلی فریور له تاریخ څخه د عبرت اخیستنې لپاره د استقلال کلیزه فرصت بولي او زیاتوي چې مونږ باید د ازادۍ کلیزه د دې لپاره ولمانځو چې له تاریخ څخه عبرت واخلو.

نوموړی ټینګار کوي چې د استقلال کلیزه نه لمانځل که یوې خوا له تاریخي درسونو څخه اغفال رامینځته کوي، له بلې خوا د ازادۍ د لارې مجاهدینو په حق کې جفاء ګڼل کیږي.

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news