هلمند: امریکایانو د طالبانو په زندان کې بندي افغان سرتیري بمبار کړي

alishier
afghan army 33

هلمند: امریکایانو د طالبانو په زندان کې بندي افغان سرتیري بمبار کړي

 

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړی چې د افغان ځواکونو بندي سرتیري په کې ساتل کیدل او ۲۲ تنه زنداني عسکر یې وژلي دي.

امریکايي الوتکو دغه افغان عسکر په داسې حال کې ووژل چې ټاکل شوې وه نن د جمعې په ورځ به د طالبانو لخوا خوشې کیږي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په پېښه کې د دوی ۳ تنه د زندان ساتونکي هم وژل شوي دي.

په وژل شوو سرتیرو کې ۱۷ تنه د ملي اردو او او ۶ تنه پولیس شامل وو، دغه سرتیري د هلمند په وروستیو جګړو کې طالبانو ژوندي نیولي وو.

طالبان وايي چې د وژل شوو سرتیرو خپلوان یې سیمې ورغوښتې وو ترڅو د ضمانتونو څخه وروسته یې بندیان ورخوشې شي، خو په خبره یې امریکایان په دې پلان خبر شول او د بمبار په نتیجه کې يې یاده پروسه سبوتاژ کړه.

د طالبانو ویاند وايي چې د وژل شوو سرتیرو خپلوان اوس هم په سیمه کې موجود دي او خپلوان یې د عسکرو د خلاصیدو پرځای د هغوی په جنازو واوښتل.

د هلمند والي حیات الله حیات تاییدوي چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یاده سیمه کې برید کړی، خو د افغان عسکرو د وژل کیدو په اړه ناخبري ښيي.

طالبانو د رسنیو استازو ته بلنه ورکړې چې د واقعیت د ښه څرګندولو په موخه نوموړې سیمې ته ورشي، د وژل شوو عسکرو جسدونه وګوري او له خپلوانو سره یې له نږدې خبرې وکړي.

قاري یوسف احمدي هغو ژورنالیستانو ته چې پېښه له نږدې لیدل غواړي، ډاډ ورکړی چې سیمې ته د ورتګ زمینه ورته برابروي او له هر راز مشکلاتو څخه د ساتنې اطمنان ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له زندان څخه خوشې کیدونکي افغان سرتیري له ګواښونکي برخلیک سره مخ کیږي، د تير میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې طالبانو په کندهار ولایت کې هغه ۲۱ تنه بندي عسکر خوشې کړل چې د دې ولایت په غورک ولسوالۍ کې يې ژوندي نیولي وو، خو نن ټکی اسیا هغه مهال داسې راپورونه ترلاسه کړل چې خوشې شوي عسکر خپلو کورونو ته له تللو وروسته نادرکه شول او د ځايي خلکو په باور د دولت لخوا ونیول شول او نامعلومو ځایونو ته ولیږدول شول.

له بندي عسکرو سره د طالبانو ښه چلند او له ضمانتونو وروسته یې د بیرته خوشې کولو پرېکړې ډیری افغان سرتیري دې ته هڅولي چې خپلې پوستې په ډیرې اسانۍ طالبانو ته تخلیه کړي او وسلې په ځمکه کیږدي، چې دا کار د دولت او امریکایانو لپاره په لوی سرخوږي بدل شوی.

طالبانو تېره اونۍ په کندز کې هغه ۱۴ تنه د پولیسو سرتیري هم خوشي کړل چې په دې وروستیو کې يې د کندز-تخار په لویه لار د کته خیلو په سیمو کې ژوندي نیولي وو.

هلمند کې د څارګرې الوتکې د برید په اړه ‘ضد او نقیض’ رپوټونه

  • 5 ساعتونه مخکې

BBC

Image copyrightAFP
Image captionد دغه برید د مرګژوبلې په اړه د طالبانو او امنیتي مسؤولینو ادعاوې متناقضې دي.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د طالبانو دوه مهم پوځي مرکزونه ویجاړ کړي دي.

طالبانو ویلي چې بې پيلوټه الوتکې د دوی یو زندان په نښه کړی چې په کې د دوی له خوا اسیر شوي ۲۲ افغان پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

امنیتي مسؤولینو بیا لومړی د لسو پولیسو وژل تائيد کړل، خو وروسته یې خپله خبره بېرته واخیسته.

د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو دوه پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

د دغه برید د مرګژوبلې په اړه د طالبانو او امنیتي مسؤولینو ادعاوې متناقضې دي.

د هلمند والي حیات الله حیات بي بي سي ته وویل، په برید کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسئول او ولسوال يې له ۲۴ ملګرو سره وژل شوي دي.

نوموړی وايي “دغه ځایونه چې په نښه شوي دا د نادعلي لپاره د طالبانو د پوځي مسؤول او ولسوال ځایونه وو، دا زندان نه و، دې ځای ته هره ورځ لسګونه وسله وال کسان تلل او راتلل او هلته یې غونډې او پلانونه جوړول”

د نوموړي په وينا “طالبان هېڅکله هم د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې محبسونه نه جوړوي.”

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په نادعلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید تائید کړی، خو ادعا یې کړه چې په دې برید کې د دوی یو زندان په نښه شوی او په کې ۲۲ اسیر شوي افغان سرتېري او درې طالبان وژل شوي دي.

احمدي ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه اسیر شوي ۲۲ تنه پولیس او د ملي اردو سرتېري د جمعې په ورځ د ضمانت په بدل کې خوشې شي.

Image captionد هلمند والي حیات الله حیات بي بي سي ته وویل، په برید کې د نادعلي ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسئول او ولسوال يې له ۲۴ ملګرو سره وژل شوي دي.

پر طالبانو سربېره د نادعلي ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا مشر محمد نبي الفت هم بي بي سي ته وویل، د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د زندان د ننه افغان سرتېري او هغه ملکیان وژل شوي چې له طالبانو سره بندیان وو.

نوموړی وايي”په دې حمله کې له ۳۵ تر ۴۰ کسانو پورې زندانیان وژل شوي، طالبان هم په کې وژل شوي، خو کره شمېر یې نه دی راته معلوم”.

ښاغلی الفت زياتوي”په زندانیانو کې پولیس، د ملي اردو سرتیري او ملکیان هم شامل دي، حمله د نادعلي ولسوالۍ د عبدالله جان اکا په کلي کې د طالبانو پر زندان شوې.”

د هلمند امنیې قومندان اقا نور کینتوز هم نن سهار بي بي سي ته تائيد کړه چې په هلمند کې بې پیلوټه الوتکې پر طالبانو سربېره لس پولیس وژلي، خو وروسته یې خپله خبره واخیسته او د پولیسو وژل کېدل یې رد کړل.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت بیا د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې په نادعلي کې د امریکایي ځواکونو بې پيلوټه الوتکې دوه ځایه په نښه کړي، خو ډاډ یې څرګند کړی چې ملکیان او اسیران نه دي په کې وژل شوي.

Image copyrightGETTY
Image captionد طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په نادعلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید تائید کړی، خو ادعا یې کړه چې په دې برید کې د دوی یو زندان په نښه شوی او په کې ۲۲ اسیر شوي افغان سرتېري او درې طالبان وژل شوي د.
استقلال: هلمند زما دوطن دبچو هدیره شوه.خو دچا لپاره؟ بس دڅو مزدورو ، اشغال روزلو  او اشغال کینولو واکمنو لپاره . داشغال دعمر داوږدیدو لپاره جګړه له ټولو مجبوریتونو سره سره په یوه اشغال طرحه کړي پای ته نه رسیدونکی جنایت کې برخه اخیستنه ده ای دوطن مجبورو بچو ! نور داشغال ددوام لپاره دخپلو سرونو په قربانۍ خپلو کورنیو او ټول وطن ته دغم بستر مه غوړوي. تاسو داشغال او داشغال دګډ پلان له مخې وژل کیږي ددوی طرحه ستاسو وژنه ده ، په جګړو یا دمخالفینو په جیلخانو کې . پردي خو پریږدۍ همدا خپل پردو اخیستی به یو څاڅکی اوښکې په تاسو اوستا سو په ویر ځپلو کورنیو او دوطن په ټول غم  تويي نه کړي

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news