کابل. باران .باد

داکتر لطیف بهاند-۲
داکتر لطیف بهاند

 
د ۲۰۱۶ کال،‌ د سپتمبر ۱۳مه . د غرمې یوه بجه او لس دقیقې.

کابل (۱)
د ښار، په زياترو کوڅو کې، د وینو او خوشایو بوی دی.
یو نیم ځای غوښې هم پرتې دي.
کابل ـ قرباني

کابل (۲)
د کابل په ښار کې، د چرسو بوی يوه معمولي خبره ده.
خو د تعجب خبره داده، چې دا بوي د پولیسو د ځېنو پوستو تر څنګ څو چنده زیات وي.
دا ولې؟

کابل(۳)
آیا، په کابل میشته ټولنیزو، سیاسي سازمانونو کې به، کوم یو داسې پیدا نه شي، چې لږ تر لږه په میاشت کې یو وار، د خپلو غړو په ډله اییز همت، دا د کابل سیند، پاک کړي. (که نور نه کېږي، له پل ارتنه، نیولې، د مکروریانو تر پله پورې)
البته، د کابل ښاروالۍ سره په مشورې او د هغو په تخنیکي مرستې.
زه خپله به، تر ټولو د مخه روان یم.

 

کابل (۴) 
زه، په کابل کې زېږېدلی، لوی شوی او همدلته میشت یم. هر چېرې چې لاړ شم، بېرته ده ته راستنېږم، کله چې راستون شم، څومره مې، چې ټوان رسي، د هغه په کوڅو کې پلی ګرځم. 
اوس، څه کم درې میاشتې کېږي، چې په کابل کې یم:
یو ځل بیا په دې ډاډه شوم، چې کابل نه ښار دی او نه کلی. که ښار وای، باید کانالیزیوسیون، واټونو ،د واټونو نومونه او شمېرې… او نور، نور یې، درلودای او که کلی وای، باید داسې ناولی نه وای. ویالې، اوبه، باغونه، پټې، مېوې، کر کیلې … او نور…
اوس، دې ته څه ووایو، انجنیران دې، نوم ورته پیدا کړي.

 

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news