د ځوانیمرګو آرمانونو په یاد

Asif Sharifi's Profile Photo, Image may contain: 1 person , people sittingAb Rahman Basam's Profile Photo, No automatic alt text available.
Ajmal Hassin and Asif Sharifi shared Ab Rahman Basam‘s post.
Image may contain: 1 personImage may contain: 1 person
 

عظم الدین علیمي
ګرانو ملګرو!
تر هر څه دمخه سلامونه او درناوی وړاندې کوم.
نه مې غوښتل چې د استاد زکریا د انځور په خپرولو سره د هغه
د ملګرو او خواخوږو زړونه له خفګانه  ډک کړم. انځور مې ناڅاپه
د فیسبوک پر پاڼه مخ ته ودرېد، حیران شوم او نه پوهیدم څه وکړم.
ګوتو مې د لیکلو توان نه درلود. په مشکل سره مې څو جملې ولیکلې.
و مې نکړاي شول د نورو شهیدانو ملګرو (آقاګل بائیس،لعل پادشاه عالمي،
عزیز بسام، رسول کهسان، استاد عبدالسلام، عبدالحبیب وطنیار،
ډاکتر محمدعوض جګړن او د وږي تر پنځه ویشتمې مخکې او
وروسته نورو ملکي او نظامي شهیدانو ملګرو) د نومونو د یاد
حق ادا کړم. دا ټول اتلان شهیدان ملګري مې د شهید زکریا په
شان ورونه دي. د دوي ارمان په ګران افغانستان کې د عدالت
او برابرۍ پر بنسټ د یو هوسا او پرمختللې ټولنیز- اقتصادي نظام
رامنځته کول و چې د همدغه ارمان د تحقق لپاره د استبداد پر ضد
د مبارزې له امله په بیرحمۍ سره شهیدان شول.
څه موده مخکې مې د فیسبوک په پاڼه کې د محترم ملګري
عبدالرحمن بسام هغه لیکنه ولوستله چې د شهید عزیز بسام
له پیژندنې سره یې د هغه انځور وړاندې کړې و. زړه مې ډېر
غوښتل چې یوه تبصره پرې وکړم، خو په ګوتو کې مې د لیک
توانايایي ورکه وه.
اجازه راکړۍ د پلچرخي د زندان مخې ته د سترګو لیدلي حال
یوه خاطره درسره شریکه کړم:
استاد زکریا چې د ادبیاتو په پوهنځي کې استاد او د څلورمې
ګوندې ناحیې غړی و د خپلو نورو ملګرو په شان د تلې د
میاشتې په دوه ویشتمه نیټه بندي شو. هغوي یې یوه میاشت
د صدارت په توقیفخانه کې شکنجه کړي وو او بیا یې د پلچرخی
زندان ته انتقال کړي وو. په پنځلس ورځو کې یو ځل د پلچرخي
زندان ته د پیوازو د ورتګ اجازه وه. له بندي سره د ملاقات اجازه نه وه،
یوازې اړین وروړل شوي توکي به د زندان مؤظفینو له پیوازه اخیستل
او بندي ته به یې رسول. لومړی به زندان ته د ورغلی نوم او د هغه د اړوند
بندي نوم په یو اوږد لیست کې ولیکل شو، وروسته به نومونه یادیدل او
هر چا به په خپل وار مؤظف شخص ته توکي تسلیمول. بیا به یې له بندي څخه
یوه ټوټه لیک راوړلو چې د شیانو د تسلیمئ ډاډ به پکې و.
په سوونو، بهتره ده ووایم په زرونو بندیانو ته ورغلي خلک د زندان مخې ته
ولاړ وو. زه هم په یو اړځ کې له نورو خلکو څخه یو څه ګوښه په ژور فکر کې
ډوب ولاړ وم او د فدرت پر وږي حریص مې له ځان سره لعنتونه ویل.
ناڅاپه یوې خور مخ راواړوه او پوښتنه يې راڅخه وکړه:
– چا ته راغلی یې؟
– ورور مې زکریا نومیږي، په پوهنتون کې استاد و.
– تاسو چاته راغلي یاست؟
– د عزیز بسام خور یم، نوم مې سعیده دی.
فکر مې وکړ خپله خور مې ولاړه ده. ځان مې وروپیژاند او ورته ومې ویل:
– ډېر ویرېږم چې بندیان شهیدان نکړي.
په ډېره لوړه روحیه يې ځواب راکړ:
– څنګه به یې شهیدان  نه کړي! امین ډېر ستر جنایت کړی دی،
لارښود يې شهید کړی دی، عکس العمل به هم نه ښوول کیږي؟
– نپوهیږم، اوریدلي مې دي چې امین ډېر وحشتناک او بیرحمه ظالم دی.
– تشویش مکوه دا کار هیڅکله نه شي کولی.
بس همدومره خبرې مو وشوې چې بیا د زندان مؤظف په ورسره لیست کې
زما لیکلی نوم واخیست. مؤظف شخص ته مې له ځان سره وړي شیان
ورکړل. نیم ساعت وروسته یې د تسلیمۍ پرزه راکړه او کور ته رهي شوم.
پنځلس ورځې وروسته بیا زندان ته ورغلم، مؤظف شخص راڅخه توکي
تسلیم نه کړل او راته ویې ویل بندي یې د تحقیق لپاره بل ځاي ته بیولي دی.

  •  
     
     
     

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news