ژباړونکی:زلمی کرزی                                                                                                   

لیکوال :کاندید اکادمیسین سیستانی

 ۹ /۳/ ۲۰۱۵

ډاکتر کاکړ کتاب (د پاچا امان الله واکمنی ته یوه نوی کتنه ) د ډاکترصاحب عبدالرحمن زمانی دعالمانه نقد اوکره کتنی وروسته ،نور دیوه تاریخی اثرپه توګه ارزښت اواعتبارنلری . اودغه کتاب دهیواد په تاریخ کی دیوه ماخذ په توګه بیله دځوان نسل دګمراهی څخه بله ګټه نلری ،دغه کتاب ما د داکټرزمانی دکره کتنی د دریمی برخی په لوستلوسره دخپلو کتابونو څخه ایسته کړ، او په کثافت دانی کی می واچاوه . خدای تعالی دی د داکټرزمانی پرقلم او عمرخیر او برکت کښیږدی چی دامان الله د سقوط د کتاب ماهیت یی د ډاکتر کاکړ د تاریخ د تحریف او پټوکارونو سره یوځای څرګند کړ او خلک یی د ګمراهی او جعل لوستلوڅخه وژغورل.]

د ژباړونکی تذکر:

په افغان جرمن پورتال کی دمحترم کاندید اکادمیسن محمد اعظم سیستانی صاحب مقاله (ګرانوهیوادوالو دډاکتر کاکړ کتاب دخپل فهرست او مأخذ څخه ایسته کړی!) ترسرلیک لاندی ما ولوستله . ډیره په زړه پوری لیکنه وه . په رښتیا هغو افغانانو ته چی په امانی دوره کی دانگلیس جاسوسی، خیانت اوتوطیوپه باره کی معلومات نلری دهغوی دپوهاوی لپاره د دغی مقالي لوستل ډیر ګتوردی. په تیره بیا دښاغلی ډاکترزمانی صاحب دغه فرهنگی خدمت د قدراو ستاینی وړبولم ،چی دامانی دوري تیاره پاڼه یی روښانه کړه .همدا رنګه د افغانستان په دننه اوبهرځوانانو اوراتلونکی نسل ته باید تاریخی مستند حقایق ولیکل شی ، په جعلی لیکنو باید د دوی افکار مغشوش نشی .

دشاغلی سیستانی صاحب یی کورودان چی هره ورځ خپلو هیوادوالو ته تاریخی حقایق لیکی اوهم دهیواد بی هویتو او پردویو ګوداګیانو په مقابل کی ټینګه قلمی مبارزه کوی . دلوی خدای ځخه ده ته په دغه فرهنګی خدمت کی لازیات سرلوړی اوبریالیتوب غواړم . ما دشاغلی سیستانی مقاله په پښتوژبه وژباړله،هیلمن یم ګرانو لوستونکوته په زړه پوری وی .د ده روغتیا او سلامتیا زما هیله ده . دلوی خدای څخه ده ته داوږد عمر دعا کوم . تل ترتله په ښه نوم پایی ښاغلی – زلمی کرزی

د مقالی د متن ژباړه:

ډاکټرکاکړد۱۹۶۰کلونو په لسیزه د تاریخ په څانګه کی یود تعلیم یافته ءواستادانو څخه دی .نوموړی یوازنی استاد دی چه دتاریخ په څانګه کی په انگلستان کی یی لوړی زده کړی سرته رسولی دی .د ادبیاتواو بشری علومو د پوهنځی زیاترو محصلینو هغه ته دیوه پوه او د تاریخ دمتخصص په سترګه کتل . اوهغه ته یی در ناوی درلود ما هم ډاکټرکاکړته ښه نظردرلود اوهیلمن وم . خوهیڅکله می د تاریخ په برخه کی د ده یوه مقاله چه د تاریخ لیکلو میتودولوجی بیان کړی نه ده لوستلي .

په ۲۰۰۰میلادی کال کی د لومړی ځل لپاره می سترګی د داکټر کاکړپریوه رساله  (افغان ، افغانستان، افغانها وتشکیل دولت در هندوستان، فارس وافغانستان ) ترعنوان لاندی روښانه شوی اوهغه می ترنظر تیرکړ،دغه رساله دیوه اوږد عنوان سره د محتوا له مخی یو ډیر کمزوره اثردی اوډیری نیمګرتیاوی لری .هیلمن وم چه ډاکټر کاکړدافغان اوافغانستان دکلموپه باره کی د داخلی اوبهرنی معتبرو تاریخی متنونوڅخه بشپړ بیان لوستونکوته وړاندی کړی وای، له بده مرغه چی ده هڅی نه دی کړ‎ی .

په هندوستان او فارس کی د افغانانو د دولت د جوړښت موضوع دومره لنډه، سطحی اونیمګړی ده چی حتی د دولسم ټولگی د لکچرد نوټ لپاره هم لږ دی . دغه اثر په لومړی سرکی خطاطی شویدی، او بیا د آفیست په ډول چاپ شویدی . زما په اند د ډاکټر کاکړ ځائ یی په تاریخ لیکلوکی ډیر را ټیټ کړی دی . دومره پوه شوم چه دی په تاریخ لیکلوکی د زغم او دحوصلی خاوند څیړونکی نه دی، د هیواد د تاریخی مسایلو په بیانولوکی آڼ دپوهاند حبیبی دشاګرد حبیب الله رفیع په اندازه هم قوی استدلال او د بیان جر‌ئت نلری .

د ډاکټر کاکړ دویم کتاب چه زما لاس ته راغی (د پاچا امان الله واکمنی ته یوه نوی کتنه ) وؤ، دومره وخت می پیدا نکړچی هغه ترپایه ولولم خو د امانی دولت پرضد دشینوارودښورښت برخه او په هغه کی یی دمحمدولی خان دروازی اوغلام صدیق خان چرخی اونور دمنشی علی احمد خان له قوله لمسونکي بلل شویدی ولوستل .حتی په یوه مقاله کی یی ( آیا محمدولی خان دروازی درسقوط دولت امانی نقش داشت؟) په هغه لاس وند اونقل قول می خپلی مقالی ته اعتبار ورکړ . له هغه وخت ۲۰۰۵څخه چی ما د ډاکټرکاکړدکتاب دغه برخه ولوستله ،زما ذهنیت محمد ولی خان دروازی او غلام صدیق خان څرخی ته ډیرخراب سو. په رښتیا سره زما په زړه کی ددغوکسانو په مقابل کی د نفرت او کرکی احساس پیدا سو، خو وروسته د کاکړ پرکتاب باندی د ښاغلی ډاکټرزمانی دمستند او مستدل عالمانه نقد په لوستلوسره جوته سوه چی دکتاب اصلی لیکوال علی احمد خان غزنی چی نه دی ، بلکی شیخ علی محبوب په کابل کی دانگلیس د جاسوسانو څخه دی . ډاکټرکاکړ په پوهاوی سره دانګلیس د جاسوس لیکنه لوستونکو ته وړاندی کړی ده . دډاکټرزمانی دکره کتنی له مخی څرګندیږی چی دکتاب متن (د پاچا امان الله واکمنی ته یوه نوی کتنه ) سل په سل کی دانګلیس په ګټه اود دوهمی مشروطی دغورځنگ او دهیواد دخپلواکی دمحصل پاچا امان الله پرضد دی . کوم شی چی زه ډیرخواشنی کړم دادی چی ولی زمونږ دهیواد د تاریخ په حق کی د داسی سړی له خوا چی هغه د تاریخ ډاکټردی او زیات کلونه د کابل په پوهنتون کی د تاریخ د مقام خاوند وؤ، داسی خیانت وکړ او داسی شیان یی دهیواد د تاریخ مینه والو او شاگردانو ته وړاندی کړل چی د ډاکټرزمانی د مقالی په اساس د تاریخ تحریف شمیرل کیږی نه د تاریخ حقیقت .

 البته که ډاکټرکاکړ د ( امان الله خان سقوط ) کتاب چی منشی علی احمدخان ته یی نسبت ورکړی دی نقد یی پرلیکلی وای او دهغه ماهیت یی څرګندکړی وای، طبعأ د کتاب اعتبارکم کیدی او لوستونکی پوهیدل چی په دغه کتاب کی استعماری نیتونه پټ دي، طبعیی وه چی لوستونکو دکتاب متن اومحتوا ته اعتبارنه ورکاوه. خوله بده مرغه ډاکټر کاکړپه رښتیاه سره یو جعلی تاریخ، لوستونکو ته وړاندی کړ. ده باید دغه کارنه وای کړی . زه خپلی خبری دهغو دو ضد استعماری شخصیتونو په باره کی چی ما کړی دي بیرته اخلم، او د دغه کار پښیمانی او ندامت د ډاکټر کاکړ مخ ته ایږدم، ځکه که ډاکټرکاکړ د انګلیس جاسوس لیکنه دپاچا امان الله دمنشی په نامه پخپل کتاب کی نه وای لیکلای،ښایی ډیروانسانانو لکه زما په شان ډوکه اوفریب نه وای خوړلای .

د داکتر صاحب زمانی نقد نه یوازی دانګلیس د وران کاریو ونډه د امانی دولت دښورښتونو په را پارولوکی ښکاره کوی ،بلکه دا څرګندوی چی په افغانستان کی دانگلیس د جاسوسانو د فتنی اچولو تبلیغات د تاریخی حقایقو پرځای خلکو او نوی نسلونوته دهغو کسانو له خوا ورکول کیږی چی له بده مرغه دخپل نوم په سرکی ډاکټری لقبونه لری. منظورجناب ‎ډاکټرکاکړ دی، چی دوی سربیره ددغه ټکی په پوهاوی سره چه دامان الله خان دسقوط کتاب په کابل کی دانگلیس یوجاسوس لیکلی دی او د یوه بل اجنټ په واسطه ژباړه سوی دی اوهغه یی په کندهارکی دامان الله خان دآخری ورځو د منشی علی احمد په نامه ثبت کړی دی، څودا جوته کړی هغه روایتونه اوخبرونه چی دکابل دشمال اوشینوارو دښورښتونو په باره کی ورکړل شویدی ، دپاچا امان الله له نږدی کسانو له خوا ورکړه شویدی، څو دلوستونکو باور په درج شوی روایتونو سره را جلب کړی . په دغو روایتونوکی دعلی احمدخان له خولی څخه ویل شوی دی چی د شینوارو ښورښت د غلام صدیق خان چرخی (دامانی دولت دبهرنیو چارو وزیر اودامان الله خان باجه) او د جمهوریت د گوند په تړاو چی محمدولی خان یی مشرو، له خوا ترسره شوی دی .

پوښتنه دا ده چی ولی ډاکټرکاکړد کتاب اصلی لیکوال چی په کابل کی د انگلیس دمامورینو څخه و د کتاب لوستونکو ته ندی ورپیژندلی . اودهغه لیکنی یی د ثقه اطلاعاتو په ډول لیکلی دی؟ د دغه کار څخه د ده هدف څه شی وو؟ آیا دغه کاردتاریخ تحریف اوجعل ندی ؟ آیا هغه دغه کار ده په  خپلونورو کتابوکی هم تطبیق کړی ندی ؟

ولی ډاکټرکاکړکله چی ډاکټرزمانی پردغه اثرشک پیدا کړ اواصلی متن یی دده څخه وغوښت څوهغه وګوري ،

دغه اثریومحترم هیوادوال ته یی ورښکاره نکړ؟که ډاکټر کاکړد دی کتاب دلیکلو څخه سوؤ نیت نه درلودای ولی هغه لیکنه دمخه تردی چی موضوع رسوایی ته راووزی دده په اختیارکی یی ورنکړه ؟

د ډاکټرعبدالرحمن زمانی د تحلیل اونقد په دریمه برخه کی څوټکو زما پام راواړاوه .اړینه یی بولم چی پرهغه لږڅه تم شم. د زمانی په نقد کی دکاکړله قوله ویل کیږی : «ما تراوسه داسی لاسوند(سند) ندی لیدلی چی ښکاره کړی چی انګریزان پاچا امان الله خان دسقوط په توطیه کی لاس ولری .»

په دغه باره کی باید دجناب ډاکټرڅخه پوښتنه وشي چی آیا انتظار لری د برتانوی هند دآرشیف اسناد اومدارک اویا دلندن دموزیم آرشیفونه پخپله حرکت وکړی ، او د۸۰ او۹۰ کلونو ګرزاوخاوری له خپله ځانه لیری کړی، تاسوعالیجناب ته راسی او ووایی چی هو،مونږ دانگلیس دتؤطیو پټ اسناد یو، چی ستاسو حضورته مشرف سوی یو، مونږ وګورئ . داکټرکاکړڅوځله په خصوصی مجلسونوکی خپلودوستانوته ویلی دي چی ما دبرتانوی هند ټول آرشیفونه لیدلی دی ترڅو د امانی دولت پرضد دانګریزانو دتوطیو اسناد لاس ته راوړم ،خو دی داسنادو په کشف بریالی سوی نه دی .

خو زه وایم چه ډاکترکاکړ پخپله ادعا کی صادق او رښتونی ندی، اورښتیا نه وایی. د دی لپاره زه یو ژوندی شاهد اورښتیاویونکی پیژنم ،چی د کاکړ ادعا غلطه ثابتوی. د کابل پوهنتون پخوانی استاد داکټرخالق رشید چی د حامدکرزی دحاکمیت په کلونوکی په نوی ډهلی کی، د جواهرلعل نهروپه پوهنتون کی استاد و، هغه د افغانستان د تاریخ سره ډیره مینه لری او دافغانستان د۱۹ او ۲۰ پیړیو د نوی ډهلی دموزیم تخمین سل زره آرشیفی اسناد د ورکیدلو څخه ژغورلی دي . په تیر دسمبرکی یی ما ته په تلفن کی وویل :چی شاغلی کاکړ دهند دملی موزیم دآرشیف یوازی او یوازی  اته سندونه لوستلی دی اوپه آخرکی یی لاسلیک کړی دي ، نهم سندی ی لا ندی لوستلی،که نوموړی داکترنهم لوستلی سند راښکاره کړ، او زما ادعا غلطه ثابته کړه، زه حاضریم دټولوافغانی عالمانواوپوهانو په مخ کی  خپله دوکتورا دیپلوم څیری کړم اودهغه څخه بخښنه وغواړم ،دی باید دا ونه وایی چی دبرتانوی هند ټول آرشیفونه می لیدلی دی ، کوم سند می پیدا نکړچی دامانی دولت پرضد د انگلیس توطیه ښکاره کړی. دغه یوه بی معنا او د حقیقت څخه لیری ادعا ده .

زه  د استاد خالق رشید په خبرو بشپړ باورلرم . داکترخالق رشید یو رښتیا ویونکی اووطن پال انسان دی . هغه په تیر دسمبرکی دیوی څیړنیزی مقالی په ترڅ کی د (بابا جان) افغانی میرمنی په باره کی چی دخپل عصرد روحانیت پاچا وه ،وويل :دهند دملی موزیم آرشیف دشلوزرونه زیات اسناد چی د افغانستان سیاسی پیښی بیانوی فوتوکاپی کړل او له ځانه سره می راوړل .اوددوی په ژباړه بوخت یم او دغه دافغانستان د ۱۹او۲۰پیړیو تاریخ دی .

د داکترخالق رشید ددغو خبروڅخه دی پایلی او نتیجی ته ورسیدم چی ډاکټر کاکړاصلأ د تاریخی څیړونو اود تاریخ د مسلک سره علاقه نلری.  د امانی دوری تاریخ دهیواد د نورو دورو په پرتله زمونږ د تاریخ یوه طلایی دوره شمیرل کیږی، دی نه یوازی کومه علاقه ورسره  نلری بلکی له بده مرغه له هغه سره دښمنی کوی . اوددغو دشمنیو بیلگی دداکټرزمانی دنقد په دریمه برخه کی دلوستلو وړدی.

سربیره پردی، داکترصاحب کاظم د ۱ /۳ /۲۰۱۵ د افغان جرمن پورتال په نظریاتو برخه کی لیکلی دی :«دتاریخ دڅیړونکی یو دمهمو دندو څخه یا دیوه تاریخ پوه اتکا پرمعتبرو سرچینواو اخذونو باندی ده، اود اصلی سرچینو تشخیص څنګه چه پورته وویل سول ،څیړونکی دسند داعتبار وتشخیص ته مکلف کوی . پدغو ورځوکی جناب داکترزمانی یوه مهمه موضوع دکتاب داصلی ماخذ په اړوند دپاچا امان الله حاکمیت ته نوی کتنه دبحث لپاره مطرح کړی ده .چی دکتاب محتواي ترسؤال لاندی ده .خوشحال یم چه نن ورځ څیړونکی هیوادوال په پراخ نظرسره په تاریخی مسایلو کی لاسوندونه اوشواهد وپلټي . چی په دغو اسنادوسره تاریخی واقعیتونه را برسيره کیږی .زه خپله دهغو کسانو څخه یم چی په کال ۲۰۰۵کی کله چی ما (زنان افغان زیرفشارعنعنه وتجدد ) کتاب وکیښ، پدغه نظر چی هیڅ لاسوند په لاس کی نسته چی انګریزان دي دامانی دوری په سقوط کی لاس ولری ،نیوکه وکړه او دلیلونه می وړاندی کړل،اوله هغی ورځی وروسته د داکټر عبدالرحمن زمانی د زیار او زحمت مرهون یم .او د تاریخی معتبرواسنادو پربنسټ یی پرمحتواکتاب (بازنگری دوره امانی وتوطیه های انگلیس ) وکیښ .اوهم یی دکاکړپرکتاب امانی دوری باندی مستنده مقاله ولیکله، زه د داکټرزمانی په لیکنه اوتحلیلی ماهیت ویاړکوم .»

 بل مهم ټکی چی پرهغه باندی لږڅه تم سم دادی چه کاکړد کتاب په نقد کی دهیواد دخپلواکی اخيستل دامان الله

زړورتوب او د مشروطه غوښتونکو د سرښندونواو قربانیو محصول نه ګني . کاکړلیکی :«افغانان دپاچا امان الله په مشرتوب سره د ۳۹کلنو وروسته د جنگ اوسولی له لاری بریالی سول او د انگریزانو څخه یی بشپړه خپلواکی ترلاسه کړه » (د داکترزمانی مقاله، دریمه برخه .)

د ډاکټرکاکړ د۳۹کلنو دجنگ اوسولی څخه مقصد څه  دی؟ د امیرعبدالرحمن دواکمنی څځه (۱۸۸۰) بیا د امیرحبیب الله خان تروژلو(۱۹۱۹)، پوره ۳۹ کاله تیریږی .۳۹کلونه د دغو دو امیرانو په واکمنیوکی دهیواد دخپلواکی لپاره له انگریزانو سره کوم جنگ نه دی شوی ،څو امان الله خان دجنگ مشرتوب اولارښونه په غاړه واخلی ، مګرولی ښاغلی کاکړ د افغانستان د۳۹کلنو دجګړو په رهبری کی دامان الله خان نوم اخلي ؟دا پدی خاطر چی غواړی دمشروطیت غورځنگ چی ډیری قربانی یی ورکړی دی بابیزه او بی اهمیته ښکاره کړی او نوروته دغه پیام ورسوی چی دهیواد خپلواکی نه د مشروطیت دغورځنگ د کړنلارو او سرښندونو پایله ده او نه دامان الله خان میړنتوب اوزړورتوب د انگریزی ښکیلاک په مقابل کی .

سربیره پردغه داکټرکاکړ د مشروطیت دغورځنگ او بیا ددغه دویم نهضت د مخکښ اوفعال شهزاده امان الله خان په باره کی پخپل کتاب کی هیڅ ډول یادونه نده کړی . په داسی حال کی چی دهیواد خپلواکی بیله امان الله له نوم اخیستلو څخه اوبیا دامان الله له نوم اخیستلو پروخت بیله دمشروطیت دغورځنگ یادول اوبیله دمحمود طرزی دیادونی څخه چی د دغه غورځنگ په تینګښت اوبریالیتوب کی یی اغیزه ناکه ونډه درلوده څو په پای کی امان الله خان ډګرته راووت ،بابیزه اونیمګړی کار دی .

داکټرکاکړاصلأ نه غواړی ووایی چی : پاچا امان الله دمشروطه غوښتونکو د مخکنی طرحی سره سم دتاج پوشی په ورځ د۲۸فبروری ۱۹۱۹ دمخه تردی چی دشوربازارحضرت دسلطنت تاج دپاچا امان الله پرسرکښیږدي ، وی ویل : «دغه تاج په هغه شرط پرسرایږدم چی دهیواد بشپړه خپلواکی ترلاسه کړم» اووروسته یی دکابل ښاریانوته وویل : « لومړی دنجیب ملت ټولوخلکو ته دغه زیری اواعلان کوم چی ما د افغانیه سلطنت تاج دخپلواکی او دافغانستان د بهرنی اوداخلی حاکمیت په نامه پرسرایښی دی .»(دورۀ امانی، داکتر اسدالله حبیب، ص10)

بل ټکی ، داکټر کاکړسخت مخالفت د اروا ښاد پوهاند حبیبی سره دی ، د ډاکټردمخالفت علت د هغه مرحوم سره دهغه ځایه څخه سرچینه اخلی چی ښاغلی ډاکټر د خپلی ټنبلی او لږکاری په وجه، هیڅکله یی ونشوکړای د پوهاند حبیبی علمی ځای په علمی ټولنو په نړیواله اوملی سطح کی دهغه عالم په ژوند او ترمړینی وروسته ونیسی .او دغه دحقارت عقده د خدای بخښلی پوهاند د عظمت په مقابل کی د کاکړ روح ته آزار ورکوی .همدا رنګه په هره غونډه کی د اروا ښاد حبیبی چی د کاکړپه وزن یی کتابونه لیکلی دي، بد وایی او فکرکوی چی د مرحوم حبیبی په بد ویلوسره به دده مقام لوړشی ، پداسی حال کی چی داسی نده ، دفرهنگی کسانو دمحبوبیت میزان اوقدر دهغه کس په فرهنگی اوعلمی کارونو په مقدار پوری اړه لري .

پوهاند حبیبی د خپلو علمی او فرهنگی کارونو له کبله دسیمی په هیوادونوکی دیوه علمی شخصیت په توګه پیژندل سوی دی او د ده د آثارو څخه دسیمی د هیوادونو خلکو ډیره ګته اخیسته ده. پداسی حال کی چی کاکړپه افغانستان حتی د کابل دپوهنتون په علمی محیط کی د یوه علمی شخصیت په توګه ندی منل سوی .

لنډه دا چی د ډاکټر کاکړنقد اود کتاب محتوا اودمتن تحلیل دهیواد د پوه څیړونکی داکټرزمانی له خوا لکه د (بازنگری دوره امانی وتوطیه انگلیس) د کتاب پشان ، نه یوازی پخپل نوعیت کی بی ساری اثردی ،بلکه د دغی مقالی په دریمه برخه کی یی د داکټرکاکړ د تاریخ د متخصص لاس او پښی د شا له خوا ورتړلي دي. باید زیاته کړم چی ما ۵۵کاله دهیواد د تاریخ په لوستلو کی، دافغانستان دعلومو اکادمی پوهانو او دپوهنتون د اجتماعی علومو داستادانو په شمول، داسی نقد د اثر دمحتوا او دمتن تحلیل د مختلفو اسناد و اوشواهدو په بنسټ دکتاب دنقد په باره کی نه دی لوستلی، که د داکټرکاکړپه وجود کی دغیرت یوه ذره موجود وي، باید د خپل دتاریخ د داکتری دیپلوم څیری کړي اویا دا چی دخپلو ټولو ناوړو نیتونو سره د دغو تاریخی جعلیاتو، تحریفاتو او (اوتی بوتی)  څخه اعتراف وکړی او دافغانستان د خلکو او دکتاب د لوستونکو څخه بخښنه وغواری .

په هرحال خدای دی وکړی چی ډاکټر کاکړ دانگریزانو د خوښی لپاره د هیواد تاریخ نه وي تحریف کړی !

پای