هلمند: سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده، طالبان د پرمختګ خبر ورکوي

hilmand-1

 

هلمند: سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده، طالبان د پرمختګ خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۱، ۱۳۹۵ل): طالبانو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې درنه جګړه پیل کړې او ګڼ پوځي مرکزونه، قرارګاوې او پوستې یې تر بریدونو لاندې نیولي.

له سیمې څخه رارسیدلي راپورونه وايي چې پوځي مرکزونه او پوستې په پرلپسې ډول سقوط کوي او جګړه دا مهال د ولسوالۍ د ودانۍ څنډې ته رسېدلې.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي چې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د طالبانو یو سرتیري بریدګر د ملي اردو په یوې پوځي قرارګاه برید وکړ.

نوموړي د برید په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې سرتیري بریدګر د یوې شوبلې په واسطه چې په ټنونو منفجره موادو بار وه، په پوځي قرارګاه برید وکړ او په بشپړه ډول یې له مینځه یووړه.

ښاغلي احمدي زیاته کړې چې د یاد شوبله بم برید وروسته په څلورو نورو قرارګاوو «سترې تاکتیکي چاودنې» ترسره شوي چې څلور واړه په بشپړه ډول له خاورو سره سمې شوي دي.

د هملند والي ویاند عمر ځواک وايي چې له ښوراب پوځي اډې او کندهار څخه ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي ترڅو د طالبانو پرمختګ تم کړي.

له بلې خوا عیني شاهدان د سنګین په فضا کې د الوتکو او هوايي بریدونو خبر هم ورکوي.

طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه پنځه پوځي مرکزونو، ۲۰ لويو او ۵ وړو پوستو سقوط کړی او د دوی لاس ته لویدلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په جګړه کې د تلفاتو په اړه ناخبري ښودلې، خو قاري یوسف احمدي وايي چې ځواکونو یې د ۱۰۰ په شاوخوا کې دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې.

تراوسه مرکزي حکومت د سنګین جګړې په اړه هیڅ نه دي ویلي

طالبانو پر سنګین ولسوالۍ برید وکړ

khabarial

سنګیند هلمند د سنګین ولسوالۍ څخه رسیدلې راپورونه وایي ،چې نن سهار   ۷ بجي وسله والو طالبانو دیادې ولسوالۍ پر ۴خواوو بریدونه پیل کړي دي چي تر دې مهاله پورې لاهم جکړه روانه ده .

خو دهلمند دوالي ویاند عمر ځواک هم په یادې ولسوالۍ کې دجګړي پخلی کوي او زیاته وې چي په جکړه کي تر دې مهاله ۱۳ وسله وال طالبان وژل سوي او ۶ نور ټپیان دي.

ځواک زیاته کړه چي ډیر ژر به هلته جکړه مهار سي ځکه په سنګین ولسوالۍ کي په کافي اندازه سرتیري شتون لري .

ځواک د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي وايي چي وسله والو طالبانو د سیمې له کورونو په استفاده تر ځمکې لاندې تونلونه ایستلي او د ولسوالۍ د امنیتي کمربند پر پوستو يې بریدونه پېل کړي.

احمدزی زیاته وې چي د دولت وسله وال مخالفین غواړي د کندهار او هلمند د شمالي ولسوالیو څخه بیا تر جنوبي هلمند پورې له سنګین څخه تیره سوې لار پر خپل مخ پرانیزي خو افغان ځواکونو يې په کلکه مخه نیولې ده.

دوسله والو طالبانو ویاند قاري یو سف احمدې له لوري رسنیو ته په یوي استول سوي خبرپاڼه کي راغلي چي په سنګین ولسوالۍ کې یي ۲۰ پوستي نیولي دي او افغان سرتیروته یې زیاته مرګ ژوبله اړولي ده .

سنګین د لښکرګاه په شمال کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده چي وخت ناوخته د وسله والو لخوا تر برید لاندې راځي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news