په آسیا کې د استعمار شالید ته لنډه کتنه اوومه برخه

NN

 

په آسیا کې د استعمار شالید ته لنډه کتنه

اوومه برخه

لیکوال : نورالحق ن. څلی

 Image result for ‫نقشهء تاریخی هندوستان‬‎

برتانیه

   د ټولو اروپایي استعماري ځواکونو په پرتله برتانوي استعمار ، نه یواځې د آسیایي اولسونو بلکې د ټول بشریت برخلیک ېې ډېر اغیزمن کړی او د تاریخ عمومي لوري ته یې بدلون ورکړی دی .کله چې په اولسمه پېړۍ کې استعماري ځواکونه د آسیا په لور رامات شول ، هغه مهال د آسیا وچه نه یواځې له اقتصادي پلوه بلکې له علمي ، تکنالوژیکي ، فرهنګي او سیاسي پلوه هم د اروپا په پرتله ډېره غوړېدلې او ځواکمنه وه .

     سره له دې چې د اولسمې پېړۍ په پیل کې په آسیا کې ګڼ شمېر ستر او کوچني خپلواکه دولتونه موجود وو ، خو په چین کې د مینګ امپراتوري ، په هند کې د مغولو امپراتوري او په ترکیې کې د عثمانیانو امپراتوري ډېرې مهم وې . د دغو درېوو امپراتوریو ارزښت ځکه ډېر وو چې یو خو د آسیا د وچې تر ټولو ستر او ځواکمن هېوادونه وو ؛ بله دا چې هند او چین د هغې زمانې ډېر ستر اقتصادي او د ډېر لرغوني فرهنګ درلودونکي ځواکونه وو . چیني ټولنه د کنفوسیانیزم له برکته یو موټې وه او خپل امپراتور ته یې ډېر درناوی درلود . د هندي فرهنګ ټولنه بیا وېشلې وه . سره له دې چې په هند کې سترې امپراتورۍ رامنځ ته شوې دي خو بیا هم ځینو سیمه ییزو پاچاهیو خپل شتوالی ساتلی وو .

     په درېوو لویو وچو ( آسیا ، افریقا او اروپا ) کې خپره ، عثماني امپراتوري نه یواځې د خپلې واکمنۍ د پراختیا او د اتباعو د ډېروالې له کبله ، بلکې د خپل نظامي او سیاسي ځواک ، ټولنیز نظم او دولتي شتمنیو له درکه ، یو وخت لمړنی اروپایي هېواد ګڼل کېده . دغه امپراتوري د اسلامي خلافت رسمي وارث او په ظاهره د اسلامي نړۍ لارښوده وه .

      عثماني امپراتوري سره له دې چې له صفویانو او یو څه موده د مصر له مملوکانو سره په جګړو کې ښکېل وه ، خو سره له هغې یې په اروپا کې ډېر ستر فتوحات لرل . دغه امپراتوري په شپاړسمه پېړۍ کې د اروپا لپاره ستر ګواښ و . کله چې عثمانیانو په ۱۶۸۳ کې د اتریشي امپراتورۍ پلازمېینه ، د ویانا ( وین ) ښار کلابند کړ ، هابسبورګان وتوانېدل چې د عثمانیانو پر ضد د اروپایي ځواکونو یو ائتلاف جوړ کړي . دغه ائتلاف تاریخ « د ۱۶۸۴ مقدس اتحاد » په نوم ثبت کړ . دغه مقدس اتحاد د پاپ یولسم اینوسنت له خوا ، د روم امپراتورۍ ، د پولند – لیتواني د مشترک المنافع او د وینز جمهوریت په ګدون رامنځ ته شو . تزاري روسیه دوه کاله وروسته په ۱۶۸۶ کې د دغه اتحاد غړې شوه .

    د « مقدس اتحاد » او عثماني امپراتورۍ تر منځ د جګړو لړۍ د « کارلویتز تړون » ( ۱۶۹۹ کال ) تر لاسلیک کېدو پورې دوام درلود . د دغو ټولو جګړو له ډلې نه د زنتا ( سنتا ) جګړه چې د ۱۶۹۷ کال د سپتمبر د میاشتې پر یوولسمه نېټه پېښه شوه ، ځکه مهمه ده چې عثماني امپراتورۍ بده تاریخي ماته وخوړه .

    دلته دا پوښتنه را پیدا کېږي چې انګلیس څرنګه په دې وتوانېده چې لمړی هند لاندې کړي ، د هند بې پایه بشري او مادي امکانات د چین د ځپلو لپاره وکاروي او په پایله کې د چین او هند افسانوي شتمنۍ لوټ او فرهنګونه یې داسې زیانمن کړي چې هیڅکله به هم ور رسېدلی زیان جبران نشي ، وروسته ( انګلیس ) دومره غښتلی کېږي چې  نه یواځې په یوه ټېله د عثماني امپراتوري تاریخ ته سپاري بلکې آسیایي اولسونه له داسې برخلیکونو سره مخامخ کوي چې د ابد لپاره باید په خپلو

وینو لژند واوسي ؟

   د دغې پوښتنې لنډ ځواب دا دی چې انګلیس دغه د نه منلو وړ کار د دوو وسیلو په مټ تر سره کړ : لمړی – د خپلو سوداګرو لپاره یې د « شرقي هند کمپنۍ » په نوم یو سوداګریز شرکت وپنځاوه . دویم – په ډېره ځيرکتیا سره یې د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست نه کار واخیست .

   د شرقي هند کمپنۍ په حقیقت کې د نړۍ په تاریخ کې لمړنی ګڼ ملیتي شرکت و . دغې کمپنۍ بېلا بېلې څانګې لرلې چې په بېلا بېلو هېوادونو پورې مربوطې وې لکه : هالندي ، انګلیسي ، بلجیمي ، فرانسوي ، سویدني او داسې نورې .

    هغه څه چې په دې تړاو ډېر په زړه پورې دي هغه دا دي چې د دغه ګڼ ملیتي شرکت ډېرې څانګې کابو د ۱۶۰۰ کال په شا و خوا کې جوړې شوې دي ؛ ټولو د خپلو اړوندو  دولتونو نه یو شان امتیازات او واکونه تر لاسه کړي دي ؛ په پای کې ټولې څانګې دیوالي ( مفلس ) شوي او دولتونه اړ شوي چې د دغو شرکتونو مالي زیانونو ته اوږه ورکړي .

    هند ورو ورو د برتانیې تر ولکې لاندې راغی . دغه  نیواک د برتانوي حکومت د هڅو له امله نه ، بلکې د برتانوي شرقي هند کمپنۍ د هڅو له امله ثمر ته ورسېده . برتانوي شرقي هند کمپنۍ په کال ۱۵۹۹ کې د انګلیسي سوداګرو د یوې ډلې خوا وپنځول شوه . دغه کمپنۍ په پیل کې یواځې په سوداګریزو چارو کې ښکېل وه خو د وخت په تېرېدو سره یې حالات داسې د ځان په ګټه بدل کړل چې ۲۵۰ کاله یې د هند د فاتح او واکمن رول  لوباوه .

    د برتانوي شرقي هند کمپنۍ که له یوې خوا یې د هند د تاریخ لوری بدل کړ ، له بلې خوا یې د هند د بې پایه مادي او انساني شتمنیو په مټ ، د ځمکې د کرې تر ټولو شتمنې او ستراتیژیکې سیمې یې د برتانوي ښکېلاک په لمن کې راونغاړلې .

     د برتانیې شرقي هند کمپنۍ په پیل کې د جنوب ختیځې آسیا د « ملوک » ( ملوکز یا ملوکن ) ټاپوګانو ته لاړه . دغه ټاپوګان چې اوس د اندونیزیا په هېواد پورې اړه لري ، هغه مهال اروپایانو د درملو ( مساله جات ) ټاپوګانو په نوم پېږندل . له دې چې پورتګالیانو او هالندیانو لا دمخه دغه ټاپوګان خپل کړي وو ، نو ځکه برتانویان و نه توانېدل چې د خپلو اروپایي سیالانو په روان تجارت کې د برخې څښتن شي .

    دلته د دې خبرې یادول اړین دي چې د هند د خاورې ډېره برخه ، د شپاړسمې پېړۍ د پیل راهیسې د مغلي ټولواکمنې کورنۍ تر ټینګې او سوله ییزې واکمنۍ لاندې وه .

    د برتانیې شرقي هند کمپنۍ د مغلي او ځینو سیمه ییزو واکمنو په خوښه دا اجازه تر لاسه کړه چې د سمندر څنډو ته نږدې خپلې سوداګریزې نمایندګۍ پرانیزي . د وخت په تېرېدو سره دغه په اصطلاح سوداګریزې نمایندګۍ په سترو ښارونو بدل شول چې مدراس ، بمبئي او کلکته یې د یادولو وړ دي .

    د اورنګزیب د پاچاهۍ ( ۱۶۵۸ – ۱۷۰۲ ) په دوره کې د مغلي شاهانو په دودیز سیاست کې منفي بدلون راغی ، هغه داسې چې له یوې خوا حکومت کمزوری او په فساد کې ډوب شو ، له بلې خوا د هندو مذهبه اتباعو زورېدنې هم پیل شوې . دغه لېونتوب نه دا چې د مسلمانانو او هندوانو تر منځ یې د پېړیو په ترڅ کې رامنځ ته شوی زغم او متقابل درناوی زیانمن کړ ، مذهبي شخړې یې وهڅولې ، آن د دې لامل شو چې د مغلي امپراتورۍ لوېدنه هم پیل شي .

      پر هندوستان باندې د شرقي هند انګلیسي کمپنۍ ، د مخامخ ولکې د ټینګښت له بهیر سره دوو فکتورونو ډېره مرسته وکړه . لمړی  دا چې د اورنګ زیب پاچا له مړینې سره ( ۱۷۰۷ کال ) بل هیڅ داسې ټولواک د واک ګدۍ ته و نه رسېده چې د هندوستان مغلي امپراتورۍ ته نظم ورکړي . له ۱۷۰۷ نه تر ۱۸۵۷ کاله پورې کابو ۱۷ پاچایان یو په بل پسې د دهلي پر تخت کښېناستل خو هر یو له کورنیو بغاوتونو سره لاس او ګریوان و او هیڅ یو یې و نه توانېده چې د خپلې واکمنۍ پولې وساتي . د هند په جنوب او مرکزي سیمو کې ماراتانو ( مرهټانو ) او جاټانو او په پنجاب کې سِکانو د خپلو واکمنیو د جوړولو لپاره راپورته شول ، نوابان چې په پیل کې د مغلي دربار له خوا د ولایتونو د والیانو په توګه ټاکل کېدل ، د وخت په تېرېدو سره دومره سپین سترګي شول چې تش په نوم یې ځانونه نوابان او د مغلي دربار تابع ګڼل ، په حقیقت کې هر نواب د خپلې سیمې پاچا و . هر یوه یې ځان ته دربار ، خزانه او پوځ درلود .

    دوهم فکتور په ۳۸ – ۱۷۳۹ کې پر هند باندې د فارس د پاچا نادر افشار یرغل و . په حقیقت کې د نادر آفشار یرغل ، په هند کې مغلي امپراتوري ته مرګونی ګوزار ورګړ او انګلیسانو ته یې وښودله چې هندوستان څښتن نه لري ، مغلي دربار مازې لولو دی . ځینې تاریخ پوهان په دې باور دي او وایي چې که چېرې پر هند باندې د نادر آفشار یرغل نه وای تر سره شوی ، دا تمه وه چې مغلي امپرتورۍ به ډېر عمر کړی و آن هند به د انګلیسانو تر ولکې لاندې نه وو راغلی . په دې اړه لیکوال ، څېړونکی او تاریخ پوه میکایل آکسورتي لیکي : « دا هم شونې ده چې که پر هند باندې د نادر شاه [ افشار ] تباه کوونکو یرغل نه وای شوی ، د اروپایي استعمار له خوا به د هند د نیمې وچې لاندې کونه په بله بڼه رامنځ ته شوې وه ، یا ښایي هیڅکله هم دغه کار نه وای شوی » . (   ۱۷)

      مونږ په خپل تاریخ کې لوستي دي چې نادر آفشار د هوتکیانو د واکمنۍ د ورستي مرکز د ځپلو لپاره د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته لښکر کشي وکړه او په ۱۷۳۷ کې یې قندهار نه یواځې ونیوه بلکې هغه یې ړنګ هم کړ او د هوتکیانو وروستی پاچا شاه حسین یې له نیولو وروسته د کورنۍ د ټولو غړو سره یو ځای مازندران ته ولېږداوه او هملته یې ټولو ته زهر ورکړل .

    نادر افشار د قندهار له نیولو وروسته ، د شمال په لور وخوځېده ، غزنی ، کابل ، جلال آباد ، پېښور او لاهور چې د هند د مغلي امپراتورۍ اړوند مهم ښارونه وو ، یو په بل پسې ونیول شول . نادر افشار له غزني څخه تر لاهوره پورې یواځې لمړی د خیبر په دره کې د پېښور د والي له ځواک ، او دوهم ځل د لاهور د ښار په څنډو کې د لاهور د والي د خواکونو له عادي مقاومتونو سره مخامخ شو . په دواړو نښتو کې بری د نادر افشار د ځواکونو په برخه شو . د لاهور له نيول کېدو سره د دغه ښار په دولتي خزانه کې موجودې دوه سوه زره روپۍ هم د نادر افشار لاس ته ورغلې .

     د نادر افشار د لښکر او د مغلي پاچا محمد شاه  د اردو تر منځ برخلیک ټاکونکې جګړه ، د دهلي ښار په شمال کې د  ۱۱۰  کیلو متره په واټن کې پرته ، د کرنال ( کارنال ) په سیمه کې ، د ۱۷۳۹ کال د فبرورۍ د میاشتې پر څلروېشتمه نېټه رامنځ ته شوه . سره له دې چې د مغلي پاچا محمد شاه اردو ، د سرتېرو د شمېر او وسلو له پلوه د نادر افشار د لښکر په پرتله شپږ ځله ډېر و خو یواځې یې درې ساعته جګړه وکړه او نور تسلیم شو .  

     محمد شاه بې قید و شرطه نادر افشار ته تسلیم شو او د دهلي ښار کلۍ یې ور وسپارلې . ورپسې دواړه پاچایان د دهلي ښار ته ننوتل . نادر افشار د مغلي ارګ ( لعل قلعه ) دننه ، په هغو خونو کې مېشت شو چې یو وخت هلته شاه زمان امپراتور ژوند کاوه .

    د دهلې په ښار کې نوې سِکه ووهل شوه او په جوماتونو کې د نادر افشار په نوم خطبې وویل شوې . د مغلي دربار خزانه هم نادر افشار ته وسپارل شوه . « کوه نور » ، « دریای نور » او د « طاووس تخت » د یادې خزانې تر ټولو مشهور توکي دي .

     د نادر افشار جګړه مارو د دهلي ښار اوسېدونکي ډېر وزورول . په پای کې د دهلي ښاریانو پاڅون وکړ او د نادر افشار ځینې سرتېري ووژل شول . نادر افشار د ۱۷۳۹ کال د مارچ د میاشتې پر ۲۲ – مه نېټه د خپلو وژل شوو سر تېرو د غچ اخیستنې په بدل کې په عام قتل لاس پورې کړ او د دهلي ښار یې چور کړ . د همدغې ورځې د شپږو ساعتونو په ترځ کې شاو خوا دېرش زره تنه عام خلک ووژل شول . پر دې بر سېره نادر افشار د دهلي ښار پر اوسېدونکي باندې شل ملیونه روپۍ جرمانه هم کېښوده .

   نادر افشار د همدغه عام قتل ، چور او تالان نه وروسته د خپلو ولجو سره دهلی پرېږدي او مخ په فارس خوځېږي خو مغلي تخت بېرته محمد شاه ته ورکوي .

     نادر افشار پر هند باندې د یرغل په پایله کې د خپل بې پروا لوټ او تالان له امه بې حسابه شتمنۍ تر لاسه کړه . کله چې بېرته فارس ته ستون شو ، داسې یو فرمان یې ورکړ چې فارسیان یې د درې کلونو لپاره له مالیې ورکولو څخه معاف کړل . برتانوی لیکوال ،څېړونکی او تاریخ پوه میکایل آکسورتي په دې اړه لیکي : « فارسیانو د ۷۰۰ ملیونو هندي روپیو په ارزښت سره زر او نور قیمتي توکي لوټ کړل . د هغه وخت اووه سوه ملیونه روپۍ ، د سترلینګ پونډ په حساب د هغې زمانې له ۹۰ ( نوي ) ملیونه پونډو سره او د نن ورځې په حساب له ۸٬۲ ملیاردو پونډو سره برابر دي » . ( ۱۸ ) .

   دلته دا هم باید زیاته کړو چې یواځې د نادر افشار ولجې پر اویا اوښانو باندې بار شوې وې ، حال دا چې زرګونه بار وړونکي څاروي لکه اوښان ، آسان او فیلان له هندوستانیانو څخه په زوره اخیستل شوې وو او ټول بار له دهلي څخه ووتل . همدا شان فارسیانو زرګونه انسانان – نارینه او ښځې ، مسلمانان او هندوان د مریانو په توګه ونیول او له ځان سره یې بوتلل .

    دلته مونږ له دې واقعیت سره مخامخ کېږو چې د اورنګ زېب له مړینې وروسته مغلي امپراتوري ډېره کمزوره شوې وه او د نادر افشار یرغل دغه امپراتوري د نابودۍ کندې ته ورټېل وهله . د نادر افشار له یرغل نه پوره اتلس کاله وروسته د شرقي هند انګلیسي کمپنۍ په هند کې د خپلې مخامخ واکمنۍ د ټینګښت لپاره د ۱۷۵۷ کال د پلاسي جګړه کوي . هندي لیکوال نابن چندرا سن دغه جګړه « د هند لپاره د ابدي ظلمت شپه » بللې ده .

    په هر حال ، خپلې اصلي موضوع ته راګرځو . رامنځ ته شوې سیاسي او ټولنیزې ناکرارۍ د شرقي هند کمپنۍ ګانې دې ته اړ ایستلې تر څو خپلې تجارتي نمایندګۍ د سیمه ییزو نوابانو  ( والیانو ) ، داړه مارانو او د سیالو اروپایي سوداګریزو ډلو له تېریو نه خوندي وساتي .

    له دې چې دغه اروپایي کمپنۍ ګانې له خپلو هېوادونو نه ډېر لېرې پرتې وې او اروپایي ځواکونه یې د دې جوګه نه وو چې خپل ځانونه او خپلې ګټې وساتي ، نو ځکه یي د ځایي اوسېدونکو له منځه ، ځان ته اجیر جنګیالي وګمارل . هغوی ته یې نظامي روزنه ورکړه او په اروپایي وسلو یې سمبال کړل . دغه نوی ځواک د هندي سپاهیانو په نوم یادېدل او دومره اغېزناک وو چې سیمه ییزو نوابانو د ځان د خوندي توب لپاره پراخې سیمې او نور امکانات په اختیار کې ورکړل .

     په هند کې د هندي سپاهیانو د ګمارنې او روزنې نوښت د فرانسویانو له خوا وشو . د فرانسویانو دغه سیمه ییز ځواک د انګلیسانو لپاره په یوه جدي ګواښ بدل شو . دلته انګلیسانو ورته ګام واخیست او خپل سپاهیان یې وروزل .

     د ۱۷۵۶ – ۱۷۶۳ کلونو تر منځ په نړۍ کې یوه جګړه روانه وه چې تاریخ د « اووه کلنې جګړې » په نوم ثبت کړې ده . په دغې جګړې کې پرته له عثماني امپراتورۍ نه ، نور د هغې زمانې ټول اروپایي ځواکونه ښکېل وو . په حقیقت کې دغه جګړه د دوو ائتلافونو تر منځ جګړه وه . له دې چې انګلیس د یوه ائتلاف او فرانسې د بل ائتلاف مشري کوله نو ځکه دغه جګړه تر ډېره د دغو دوو هېوادونو تر منځ روانه وه . چرچل دغه اووه کلنه جګړه ، لمړۍ نړیواله جګړه بللې ده . دغه جګړه په  شمالي امریکا کې پیل شوه ، اروپا ، د افریقا لوېدیځ ساحل ، هند او فلیپین ته وغځېده .

    انګلیسانو د خپلو هندي اجیرو سپاهیانو د وینې په بیه د فرانسوي شرقي هند کمپنۍ تولې نمایندګۍ لاندې او فرانسویان یې له هند څخه وشړل .

    کله چې د برتانیې شرقي هند کمپنۍ ، خپل فرانسوي سیالان  تارو مار کړل نو بې له ځنډه یې دې ته ملا وتړله ، تر څو خپله مخامخ واکمني رامنځ ته کړي .

     د « پلاسي جګړه » په هند کې د برتانویانو د واکمنۍ د ټینګښت په لاره کې لمړۍ جګړه وه . د پلاسي جګړه د ۱۷۵۷ کال د جون د میاشتې پر ۲۳ نېټه د برتانویانو او هندوستانیانو تر منځ را منځ ته شوه . د برتانوي ځواک مشري برتانوي جنرال رابرت کلایو او د هندي ځواک مشري د بنګال نواب ، میرزا محمد سراج الدوله کوله

 د جنرال رابرت کلایو په اردو کې ۹۵۰ تنه اروپایي پوځیان ، ۲۱۰۰ تنه هندي اجیر سپاهیان ، ۶۰ تنه ماڼوګان او سل تنه توپچیان وو . دغه اردو ټول ټال ۸ شپږ پونده توپونه او دوه ابوس توپونه لرل .

 د بنګال د نواب اردو ۳۵۰۰۰ ( پنځه دېرش زره ) پیاده او پنځلس زره سپاره پوځیان لرل . دغه اردو ټول ټال ۵۳ توپونه لرل چې ۱۸ ، ۲۴ او ۳۲ پونده وو . د دې بر سېره د سراج الدوله له اردو سره د فرانسویانو یو کوچنی ځواک هم ملګری و چې د توپچي ځواک سمبالتیا یې تر سره کوله .

     د پلاسي جګړې یواځې څو ساعته دوام وکړ ، پایله یې د هندي اردو ( د بنګال د نواب د اردو ) بشپړه ماته او د برتانیې د شرقي هند کمپنۍ د مستقیمې واکمنۍ پیل شو .

    په هندوستان کې د برتانوۍ شرقي هند کمپنۍ مستقیمه واکمني د پلاسي له جګړې نه پیل کېږي او تر ۱۸۵۷ پورې دوام کوي . په بله وینا د برتانیې شرقي هند کمپنۍ واکمني د ۱۸۵۷ کال د هندي سپاهیانو تر پاڅون پورې عمر وکړ .

   د هندي سپاهیانو پاڅون چې هندوستانیان یې د آزادۍ لمړۍ جګړه بولي د برتانوي حکومت په دستور د برتانوي اردو په مټ وځپل شو . د سپاهیانو د پاڅون له ځپلو سره جوخت د برتانوی هند تاریخ پیل کېږي او تر ۱۹۴۷ پورې دوام کوي .

   په هر حال ، دلته پوښتنه پیدا کېږي چې انګلیسانو ولې لمړی بنګال به نښه کړ ؛ او ولې د بنګال د نواب سراج الدوله پنځوس زره کسیز پیاوړی اردو د برتانوي شرقي هند کمپنۍ د درې زره کسیز اردو په وړاندې شرموونکې

ماته خوري ؟

پاتې لري

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news