توره خړه راتلونکې راروانه ده

توره خړه راتلونکې راروانه ده

توره خړه راتلونکې راروانه ده

© AP Photo/ Evan Vucci
لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
0 36120

هغه نړۍ چې موږ او تاسې پکې ژوند کوو، کېدای شي، چې په نېږدې کالونو کې د ژوند کولو لپاره ډېر خطرناک ځای شي.

دا د ناهیلۍ تشې خبرې نه دي. د وضعې دغه ډول ارزونه په هغه رپوټ کې ورکړ شوې، چې د امریکا متحدو ایالتونو د ملي کشف شورا، د امریکا د ولسمشر پر چوکۍ د ډونالډ ټرمپ د رسمي کېناستو تر مراسمو لږه موده دمخه د «نړیوال بهیرونه: د پرمختګ معماوې» تر سرلیک لاندې خپور کړ.

د دغه رپوټ د چمتو کوونکو په اند، په نېږدې پینځو کالونو کې به د شخړو د پېښېدا خطر د «سړې جګړې» له وخته راهیسې اعظمي لوړ کچ ته وخیژي. دغه شخړې کېدای شي، چې هم د هېوادونو ترمنځ راپورته شي، او هم د ځینو هېوادونو په دننه کې. د نورو ګواښونو په لړ کې ترهګري، د شتمنۍ له اړخه د وګړو ترمنځ د واټن زیاتېدا، اقلیمي بدلونونه، د اقتصادي پرمختګ د چټکۍ په ورو کېدا او همدارنګه د روسیې او چین د اغېز زیاتېدا او کلکېدا هم په خاص ډول یاد شوي دي.

د ګواښونو په نوملړ کې د روسیې او چین زیاتېدونکې پیاوړتیا په دودیز ډول د امریکا د خلکو د ډارولو په موخه راوړل شوې، خو د پېښو د ودې نوره ارزونه د منلو وړ ده. له دغې ارزونې سره، که د امریکا د استخباراتو په څیر پټ اطلاعات هم نه وي، یوازې د ورځینو خبرو د اورېدو پر بنسټ هم سړی موافقه کولای شي. ترهګریز بریدونه، د طبیعي چاپېریال د ککړتیا او شنډېدا پرابلمونه، د وګړو د وزګارتیا زیاتېدا دا ټول د هغه څه یوازې سریزه ده، چې د «تورې او سختې راتلونکې» نوم ورکړ شوی او د امریکا د ملي کشف شورا زموږ لپاره د هغې د راتګ اټکل کړی دی. خو د دغه رپوټ چمتو کوونکو په دې تړاو خوله پټه نېولې، چې د دغو ناوړو بهیرونو د راتګ ګناه د چا پر غاړه ده. د دوی د خولې پټ نېول د پوهېدا وړ دي، ځکه، که چېرې د دغو ناوړو بهیرونو د راتګ لاملونه راوسپړل شي، نو په ډاګه به شي، چې په دغه کار کې تر لومړی، په خپله امریکا متحد ایالتونه زیات لاس لري.

امریکا متحدو ایالتونو ان لا د پېړۍ په پیل کې په عراق او افغانستان کې د خونړیو جګړو اورونه بل کړل، چې نه یوازې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې کومه مثبته پایله ور نه کړه، بلکې په ټول منځني ختیځ او شمالي افریقا کې یې ډېره ستره ګډوډي راپورته کړه، په دغو سیمو کې زورزیاتی او افراطیت ډېر او پراخ شو. دا هېښوونکې نه وه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو له نوي ټاکل شوي ولسمشر برک اوباما څخه نړۍ د معقول او سوله ییز سیاست د چلولو هیلې لرلې. د امریکا په تاریخ کې له لومړني تورپوستي ولسمشر څخه دومره ډېرې هیلې لرل کېدې، چې په ۲۰۰۹ کال کې ده ته، په واقعیت کې په پیشکي ډول د سولې د نوبل جایزه ورکړای شوه، ځکه چې د امریکا نوي ولسمشر هغه مهال د سولې د ټینولو په لاره کې هیڅ کوم خدمت نه وو کړی. او په راتلونکې کې یې هم په دغه لاره کې څه ونه کړل. برتانوۍ ورځپاڼې  ګاردین څه موده وړاندې خبر ورکړ، چې دبرک اوباما په واکمنۍ کې یوازې په یوه ۲۰۱۶ کال کې امریکا متحدو ایالتونو د منځني ختیځ او شمالي افریقا پر هېوادونو تر ۲۶ زرو ټنو زیات بمونه راوغورځول. دغه ارقام ښیي، چې په نړۍ کې په هر یوه ساعت کې درې امریکایي بمونه راغورځېدلي دي.

«سوله خوښي» اوباما نه یوازې په عراق او افغانستان کې جګړو ته د پای ټکی کېنښود، بلکې پر هغو یې نوې جګړې هم ورزیاتې کړې. امریکا متحدو ایالتونو د لیبیا په بې رحمانه بمباریو کې ګډون وکړ، چې په نتېجه کې یې د لیبیا د مشر معمر القذافي رژیم نسکور شو او لیبیا یې د ریښتونۍ ګډوډۍ په ګرداب کې وغورځوله، په سوریهکې یې د جګړه مارانو ملاتړ وکړ او هلته یې داسې وضعه جوړه کړه، چې د عراق او سوریې په خاوره کې یې د ګڼ شمېر ترهګریزو سازمانونو له راپیدا کېدو سره مرسته وکړه. په دغو ترهګریزو سازمانونو کې تر ټولو پیاوړی سازمان «اسلامي دولت» وخوت. دا د برک اوباما د واکمنۍ نړۍ ړنګوونکې پایلې دي. او دغه ډول سړي ته د سولې د نوبل جایزې ورکول پر نړیواله ټولنه خندی دی او د نوبل کمېټې په تاریخ کې توره پاڼه ګڼل کېدای شي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ملي کشف شورا په خپل خپاره کړي رپوټ کې دغې پایلې ته رسېدلې ده: «راتلونکي پینځه کاله به د امریکا متحدو ایالتونو لپاره د کلکوالي د ازمایښت ورکولو کالونه وي. که ښه وي او که بده، نړیوال نظم د امریکایي برلاسۍ د پېر، چې د سړې جګړې ترپایته رسېدو وروسته راغی، پایته رسېدا ته نېږدې کیږي». له دغې پایلې سره د مخالفت کول سخت دي. ځکه چې د ځواکونو نړیوال انډول په ډېره بېړه بدلیږي او په ډېر نېږدې وخت کې به موږ د بیخي نوي څه لېدونکي شو

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news