دانګلوساکسون بشري ضد کړنو څو بیلګې

NN

دانګلوساکسون بشري ضد کړنو څو بیلګې    

دوه یمه برخه

لیکوال : نورالحق. ن. څلی

Related image

روسي سرچینې بیا د دغه توافق په اړه لا ډېر جزئیات ورکوي او ادعا کوي چې ستالین په بلغاریا کې د متحدینو پر شل سلنې ونډې اعتراض وکړ . پایله دا کېږي چې د دواړو لورو د بهرنیو چارو وزیران په دې اړه دوې ورځې نورې خبرې کوي ، او په دې سلا کېږي چې په هنګري او بلغاریا کې دې د شوروي اتحاد د لاسبرۍ ونډه ۸۰ سلنې ته لوړه شي .

    دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې انګلیسانو ولې یواځې د یونان د خپلولو په بدل کې رومانیا ، هنګري او بلغاریا روسانو ته ورکړل ؟ ځواب روښانه دی ، لمړی دا چې پر یونان باندې کنترول لرل ، د مدیترانې پر ټول سمندر باندې د ټینګ کنترول لرلو په مانا وه . دوهم دا چې برتانیې غوښتل چې روسان د داردانیل له تنګي ( ترکیه ) او یونان څخه لېرې وساتي او د شوروي اتحاد د سمندري ځواک بېړۍ د مدیترانې سمندر ته ، په آزاده توګه لاسرسی و نه لري .

    بل نه انکار کېدونکی واقعیت دا و ، چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې د یونان کمونیست ګوند هغه مطرح ځواک و چې نه یواځې ټول هېواد یې تر کنترول لاندې و بلکې په نړۍ کې لمړنی ځواک و چې د فاشیزم او نازیزم پر ضد یې سخت او بې ساری مقاومت وکړ .  انګلیسان د خپلو ګټو د بسیا کولو لپاره مجبور وو چې د یونان د خپلولو او د دغه هېواد د کمونیست ګوند د ځپلو په بدل کې مسکو ته داسې امتیاز ورکړي چې انکار ور څخه ناشونی و .

   په هر حال ، راځئ چې د سړې جګړې خبرو ته یو ځل بیا ور وګرځو . د چرچل خبرو کې مونږ هغه څه وینو چې د سړې جګړې په ټوله دوره کې د لوېدیځ بلاک د تبلیغاتو اساسي تومنه وه . دغه شان تبلیغات هغه وخت پای ته ورسېدل کله چې ختیځ بلاک ړنګ او لوټ شو او د امریکا په همغه « وېستمنستر کالیج » کې ، چېرې چې چرچل سړه جګړه اعلان کړې وه ، دا ځل ګرباچوف اعلان وکړ چې سړه جګړه پای ته ورسېده او اوس د « نوي نړیوال نظم » د ټینګښت وخت دی . څه فکر کوئ آیا دا هسې تصادفات دي او یا د کوم یوه پټ ځواک پلان شوی سیاست دی چې ټولې پېښې له یوه مرکز څخه منشا واخلي او بېر ته همغه مرکز ته ور وګرځي ؟

   په هر حال ، هغه انځور چې چرچل د وسپنیزې پردې تر شا د کمونیستي هېوادونو په اړه ورکړی دی بېخي سم دی ، خو د وسپنیزې پردې دا بلې خوا ته پراته هېوادونه هم ورته حالت درلود . یواځینی توپېر په شعارونو او د سیاسي لوبغاړو په څېرو کې وو . د پردې یوې خوا ته د سوسیالیزم په نوم د مسکو اراده تحمیل کېده ، دا بلې خوا ته د دموکراسۍ په نوم د انګلوساکسون ( لندن او واشنګتن ) اراده تپل کېده . نور اولسونه په دواړو خواوو کې بې واکه وو . 

   له دې چې چرچل په خپلو خبرو کې یونان د یوه آزاد هېواد په توګه راښیي او د انتخاباتو خبره کوي ، نو راځئ چې دغه هېواد ته د یوې بېلګې په توګه ځغلنده نظر واچوو . که وکولی شو دا راوسپړو چې ولې دغه هېواد د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې انګلیس لاندې کړ ، وروسته امریکا هم ور ودانګل ، د ناتو او اروپایي اتحادېې غړی یې هم کړ ، خو لا هم نن ورځ د نړۍ په داسې یو هېواد بدل شوی دی چې خپله خاوره هم خرڅه کړي بهرني پورونه یې نه پرېکېږي .

   یونان د ۱۹۳۸ – ۱۹۴۹ کلونو تر منځ :

   یونان لمړنی هېواد و چې د فاشیزم او نازیزم پر ضد یې کلک او منظم مقاومت وکړ ، د دواړو داړې یې ورماتې او نورو اولسونو ته یې دا وښودله چې مقاومت کېدای شي . د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل کې یونان خپله بې طرفې اعلان کړه . د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر پر ۲۸ – مه ، په آتن کې د ایتالیا سفیر ، سهار وختي د یونان صدراعظم ته لیکلی التیماتوم ورکړ ، چې د درې ساعتونو په ترڅ کې ایتالوي ځواکونو ته اجازه ورکړي چې د یونان خاورې ته ننوځي او هر چېرې چې وغواړي هلته بې له خنډه ځای پر ځای شي .

   د یونان حکومت سمدلاسه د رد ځواب ورکړ. درې ساعته لا پوره شوي نه وو چې ایتالوي ځواکونه له البانیا نه د یونان پر خاورې یرغل وکړ. د یونان اردو د جګړې په لمړۍ اوونۍ کې دفاعي جګړې کولې خو وروسته یې تعارضي جګړې پیل کړې . یونانیانو په شپږو اونیو کې نه یواځې ایتالوي ځواکونه یې له خپلې خاورې وایستل بلکې د البانیې ځینې برخې یې هم ور څخه ونیولې .

   په یونان کې د ایتالوي اردو ماتې ، هیتلر ته دا ګواښ روښانه کړ چې جنوبي اړخ یې زیان منونکې او متحد یې ډېر کمزوری دی ، نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې خپل متحد ( ایتالیا ) ته د مرستې لاس ورکړي . دلته هیتلر یوه بله ډېره مهمه موخه هم لرله او هغه د انګلیس د هوایي ځواک له بمباریو نه د رومانیا هېواد د تېلو د څاګانو خونديتوب و .

    د نازي المان له خوا د یونان لاندې کونه د ۱۹۴۱ – م کال د اپریل په میاشت کې پیل شوه او د جون په میاشت کې د یونان ټوله خاوره لاندې شوه . د یونان نظامي ځواکونو دومره توان نه درلود چې د الماني ، ایتالوي او بلغاریایي ګډو ځواکونو مخه ونیسي . یوناني ځواکونو دومره مقاومت وکړ چې حکومت او شاهي دربار له پلازمېینې آتن څخه لمړی د « کریت ټاپو » او له هغه ځای څخه مصر ته کډه وکړي .

   د نازي اشغال په ضد لمړی اولسي پاڅون د یونان کمونیست ګوند پیل کړ. پاڅون په شمال کې پیل شو خو په چټکیا سره د یونان ګوټ ګوټ ته خپور شو او د یونان ټول ښارونه او کلي د اشغالګرو لپاره په سره تبۍ واوښتل . د یونان د کمونیست ګوند نظامي څانګه « د آزادۍ اولسي جبهه » یا ( اي اې ام ) نومېده.

د یونان کمونیست ګوند د بالکان سیمې له چپي غورځنګونو ، په تېره بیا له مارشال تیتو سره نږدې اړیکې لرلې .

     د وخت په تېرېدو سره د « اي ډي اي اس » په نوم د مقاومت یوه بله ډله هم راڅرګنده شوه . دغې ډلې لمړی په آتن کې سر راپورته کړ او غړي یې یو مخ ښي لاسي وو . د وخت په تېرېدو سره ، دغې ډلې له انګلیسانو سره ټینګې اړیکې پیدا کړې او د لمړي ځل لپاره یې له پلازمېینې نه بهر د یونان په شمال کې یو مرکز جوړ کړ . دغه نوی مرکز په داسې سیمه کې وپنځول شو چې آن د عثماني امپراتورۍ د نیواک په کلونو کې د ګوریلایي جګړو پوخ سنګر و .

     انګلیسانو دغې ډلې ته هر ډول اکمالات د پاراشوت په مټ غورځول او د انګلیس د مخصوصو ځواکونو یوه کوچنۍ ډله چې د ګوریلایي جګړو د تنظیمولو لپاره روزل شوې وه ، هم له دغې ډلې سره یو ځای شوه . د دغې ډلې یوه مهمه ځانګړتیا دا وه چې د اشغالګرو سره د مخامخ ټکر پر ځای یې د لارو ، سړکونو ، پلونو ، د اورګاډي د پتلۍ او داسې نورو ټولګټو تاسیساتو له منځه وړو سره ډېره لېوالتیا لرله .

     په هر حال ، کله چې د ۱۹۴۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې ستالینګراد آزاد شو او سل زره نازي ځواکونه شوروي ځواکونو ته تسلیم شول . ورپسې د همدغه کال د اګست په میاشت کې شوروي ځواکونه د رومانیا او بالکان خاورو ته ننوتل . دغه نوی ستر جیوستراتیژیکي بدلون د دې سبب وګرځېده چې په یونان کې د نازي ځواکونو سپينې وتښتي . نازي ځواکونو ته دا وېره پيدا شوه چې په یونان کې به کلا بند پاتې شي او له خپل هېواد سره به یې اړیکې پرې شي .

    نازي ځواکونه په بیړه له آتن او له ډېرو نورو سیمو څخه ووتل او د شمال په لور یې شا تګ وکړ. یونان په ۱۹۴۴ کې د نازي المان له اشغال نه خلاص شو . هغه څه چې نازي ځواکونو تر شا پرېښودل هغه د دوی په لاس پنځول شوي « امنیتي کنډکونه » وو .

    په یونان کې د نازي المان او فاشستي ایتالیا نظامي ماته د یوناني اولس له خوښیو ډک جشن شو. یوناني اولس دغه بری ، که یواځی ورته و نه ویل شي ، تر ډېره د کمونیست ګوند په مشرۍ تر لاسه کړ .

    د نازي ځواکونو په وتو سره متحدین د یونان خاورې ته ننوتل چې ځایي خلکو په ډېره بده سترګه ور ته کتل . د متحدینو دغه ځواک په حقیقت کې د انګلیسي ځواکونو یو کوچنی جزوتام و چې د آتن په یوه هوټل کې ځای پر ځای شوی و .

    د انګلیسې ځواکونو د راتګ پلمه ، لکه د تل په شان مرسته کول وو ؟ ؟ ؟. د نازي اشغال په وخت کې د یونان ټولې شتمنۍ لوټ شوې . صنعت ، ملي تاسیسات او کرهڼه یې داسې له منځه لاړل چې تشه یې تر اوسه پورې یونانی اولس زوروي . په یونان کې د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو کې ډېره بده لوږه راغله چې لامل یې تر هر څه ړومبی د نازي ځواکونو کړنې او د انګلیسي ځواکونو له خوا د سمندري لارو بندېدل وو .

     د نازي اشغال د پای ته رسېدو خوښۍ ډېر لنډ عمر درلود . یونان دا وار د کورنۍ جګړې دوزخ ته ور ټېل وهل شو او د سړې جګړې لمړۍ جګړه په یونان کې پیل شوه . په دغې جګړې کې یونان دومره ډېره مرګ ژوبله او مادي زیانونه ولیدل چې آن د نازي اشغال په موده کې یې د دې نیمایي هم نه وو زغملي .

    اساسي ستونزه په خپله د انګلیس سیاست و . لکه چې پوهېږو د یونان حکومت او پاچا دواړه له هېواده بهر ، مصر ته تښتېدلي وو . یونان عملأ د کمونیست ګوند په لاس کې و . د ځواک له پلوه هیڅ داسې سیاسي او نظامي ځواک نه و چې د دغه ګوند سره ډغرې ووهي . که چېرې د یونان کمونیست ګوند غوښتي وای په آتن کې یې خپله واکمني اعلانولی  شوای او د انګلیس هغه کوچنی نظامي جزوتام یې هم بېرته په قبرص کې خپلې اډې ته استولی شوای . خو کمونیستانو دغه کار و نه کړ او د چرچل د هغې ژمنې پلي کېدو ته سترګې په لار پاتې شول ، چې دوی به په راتلونکي حکومت کې برخه ولري .

     له دې چې له یوې خوا د یونان جلا وطنه حکومت او پاچا د انګلیس په ګورت کې وو او ټول وکړه مکړه یې هم د انګلیس په اراده چلېدل ، له بلې خوا د چرچل او ستالین په وېش کې هم یونان د انګلیس برخه ګرځېدلې وه ، نو ځکه د یوناني اولس هغه برخه چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله د انګلوساکسون له مزاج سره نه جوړېدل ، له اعلانه پرته په مرګ محکوم شوي وو .

    انګلیس لمړی د جیورج پاپاندریو په مشرۍ د یونان جلا وطنه حکومت بېرته خپل هېواد ته ولېږداوه . د پاپاندریو حکومت د ژرندې د دوو تیږو تر منځ راګیر شو . یوه لوري ته ځواکمن کمونیستان وو ، بل لوري ته انګلیسانو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د نازي اشغالګرو له خوا د پنځول شوو  امنیتي کنډکونو په ګډون له ټولو هغو ډلو نه ښکاره ملاتړ کاوه چې کمونیستي ضد بلل کېدلې .

    په دغه وخت کې چرچل خپل د بهرنیو چارو وزیر ، انتوني ایدن ته وویل چې غواړي د یونان حکومت او د نازي اشغال  ضد غورځنګ جنګیالیو تر منځ وسله واله نښته را منځ ته کړي . چرچل زیاته کړه چې په آتن کې موجود انګلیسي ځواکونه به د حکومت د ساتنې لپاره وکاروي . همغه وو چې د یونان صدراعظم پاپاندریو د نازي اشغال ضد جنګیالیو ته امر وکړ ، که چېرې غواړئ چې په حکومت کې شریک شئ نو باید بې وسلې کېدو ته غاړه کېږدئ .

    کمونیستانو بې له ځنډه د حکومت امر په دې شرط ومانه چې  امنیتي کنډکونه او نورې ښي اړخي ډلې دې هم بې وسلې شي ؛ د کمونیستانو ترور دې پای ته ورسېږي او نازي بړېڅي دې د حکومت له لیکو څخه لېرې او محاکمه شي .

    ښکاره وه چې د انګلیسانو اساسي موخه د کمونیستي ګواښ له منځه وړل و نه بل څه ، نو ځکه یې د کمونیستي ضد ډلو بې وسلې کولو ته لېوالتیا نه لرله . د یونان صدراعظم پاپاندریو چې یو منځ لاری سیاستوال و په ډېر بد وضعیت کې وو . ټولنه بده وېشل شوې وه ، هغه نشوای کولی چې د انګلیس له ملاتړ څخه برخمنې ښي اړخې ډلې ، چې هره یوه یې په حکومت کې بل حکومت و ، کنترول او یا یې ملګری شي او یا دا چې له کمونیستانو سره لاس یو کړي .

  کله چې د یونان د « ملي وحدت » له حکومت نه شپږو کمونیست وزیرانو استعفا وکړه ، د هغوی پلویانو د پلازمېنې په مرکزي میدان کې یوه مظاهره راوبلله . په آتن کې د انګلیس سفیر د یونان له حکومت نه وغوښتل چې د مظاهرې مخنیوی وکړي . حکومت هم همغسې وکړل ، د سوله ییزې مظاهرې د ګډونکوونکو پر ضد له وسلې څخه کار واخیستل شو . پولیسو څو تنه مظاهره چیان ووژل . له دغې پېښې سره جوخت کورنۍ جګړه پیل شوه .

   په یونان کې خونړۍ کورنۍ جګړه د ۱۹۴۴ – م کال د دسمبر د میاشتې پر دریمه نېټه پیل شوه او تر ۱۹۴۹ کاله پورې روانه وه . د همدغه کال د کرېسمس په ورځ چرچل د انګلیس د بهرنیو چارو له وزیر سره له آتن څخه لیدنه وکړه . چرچل په لمړي ګام کې د یونان صدراعظم له دندې لېرې او پر ځای یې خپل ګوډاګی چې یو پخوانی جنرال و وټاکه ؛ د یونان پاچا ته یې وویل چې یو څه وخت نور هم په مصر کې پاتې شي او همدا شان یې له یوه مذهبي مشر څخه یې وغوښتل چې د حکومت او کمونیستانو تر منځ د اوربند په کولو کې مرسته وکړي .

   په ۱۹۴۵ کې د کورنۍ جګړې د ښکېلو خواوو تر منځ یو توافق وشو . د دغه توافق سره سم کمونیستان ، د امنیتي کنډکونو او د ښي اړخ سخت دریځه ډلو غړي باید بې وسلې شوې وای . د نازي اشغال بړیڅې او هغه کسان باید محاکمه شوي وای چې په وژنو کې یې لاس درلود .

   کله چې محکمو د مجرمینو دوسیې څېړلې عجیبه شان ته چلند بېلګې رامنځ ته شوې . کمونیستان به په اعدام محکومېدل او د نازي اشغال هملاسي به تبرئه کېدل . دغه شان کړنو جګړه لا تونده کړه .

    یوناني کمونیستانو د بالکان له چپي ګوندونو ، په تېره بیا له مارشال تیتو سره ټینګې اړیکې لرلې . د یونان ، یوګوسلاویا او البانیا کمونیستانو په ګډه داسې پرېکړه وکړه چې تر څو په یونان کې د نازي اشغال بړېڅي د حکومت له لیکو څخه نه وي شړل شوي ، او هغوی د عدالت مخې ته نه وي درېدلي جګړې ته باید دوام ورکړل شي .

     همدا علت و چې یوناني کمونیستانو د انګلیس تر کلکې څارنې لاندې ، له درغلیو ډکو انتخاباتو کې ګډون و نه کړ . په ۱۹۴۷ کې د یونان کمونیست ګوند غیرقانوني اعلان شو ، زرګونه غړي یې بندیان شول او یو نامالوم شمېر یې اعدام شول . په همدغه کال کې د یونان سیاسي او نظامي وضعیت د انګلیس  له کنترول څخه په وتو شو ، نو ځکه یې د امریکا له متحده ایالاتو څخه غوښتنه وکړه چې یونان له کمونیزم څخه وساتي . امریکا هم دغه نوي ماموریت ته اوږه ورکړه او یونان ته د کمونیزم د نابودولو په نیت ننوتله .

    ښایي تر ټولو په زړه پورې او له پنده ډکه خبره دا وي چې د یوناني کمونیستانو په ماتولو او نابودۍ کې د انګلیس او امریکا د تو طئیو او ځپلو تر څنګ د مسکو توطئې او لاسوهنې ډېرې بریالۍ وې . مسکو په لمړي ګام کې د یونان کمونیست ګوند د شوروي اتحاد پلوو او مارشال تیتو پلوو په نوم ووېشه ، حال دا چې داسې څه اصلأ چا نه وو محسوس کړي . دغه آوازه هغه وخت خپره شوه ، کله چې نیکوس ظاهریادیس د ګوند عمومي منشي شو . نوموړي د مسکو د اولسونو په کمونیستي پوهنتون کې زده کړې کړې وې ، په پیل کې د ګوند د ځوانانو د سازمان مشر و .  دغه عمومي منشي چې کله د ګوند مشر شو ، درې ډېرې سترې تېروتنې یې وکړې : یو دا چې له ټولټاکنو سره یې  پرېکړون وکړ ، په لوی لاس یې خپلو سیاسي سیالانو ته میدان خالي کړ ؛ بله دا چې د ګوریلایي جګړو پر ځای یې منظمې جبهه یي جګړي پیل کړې ؛ وروستۍ نه بښوونکې تېروتنه یې دا وه چې په ۱۹۴۸ کې یې ۲۵ زره ماشومان له کورنیو واخیستل او د خونديتوب په پلمه یې د بالکان او ختیځې اروپا هېوادونو ته واستول . ( ښایي دا یادونه ځینو درنو لوستونکو ته جالبه واوسي چې همدغه پورته یاد د ګوند عمومي منشي په ۱۹۷۳ کې په داسې حال کې مړ شو چې په سایبریا کې تبعید و ) .

   په دوهم ګام کې ستالین د یوګوسلاویا او البانیا مشرانو ته امر وکړ چې یوناني کمونیستانو سره مرستې بندې او خپلې پولې وتړي . کله چې د یوګوسلاویا او البانیا پولې وتړل شوې او اکمالات بند شول ، د یونان د کمونیست ګوند رادیو اعلان وکړ چې د جګړې دوام ګټه نه لري . په همدغه وخت کې د یونان حکومتي ځواکونو چې د امریکا له خوا ښه سمبال شوي وو د کمونیست ګوند پر ضد پراخ نظامي عملیات پیل کړل . په دغو عملیاتو کې پنځوس زرو دولتي سرتېرو ګډون درلود . پایله دا شوه چې په ۱۹۴۹ کې کمونیست ګوند وځپل شو ؛ کورنۍ جګړه پای ته ورسېده او د سړې جګړې لمړۍ خونړۍ جګړه امریکا وګټله .

  تر دې وروسته چې د امریکایي دموکراسۍ جوړولو دوره ګڼل کېږي په یونان کې څه پېښ شول ؟  د کورنۍ جګړې په پای ته رسېدو سره ، څه نا څه درې لسیزې په یونان کې د امریکا د څارګرې ادارې د « ګلادیو عملیاتو » دوره ګڼلی شو . په لنډه توګه کودتا ګانې ، نظامي دیکتاتورۍ او د مرګ د دلګیو خلاص لاس د بېلګو په توګه یادولی شو .

   په یونان کې د امریکایي دموکراسۍ د ټینګښت د دورې بله مهمه ځانګړتیا د خلکو ډله ییزې تېښتې یا کډوالي وه . همدا اوس یونان څه باندې لس ملیونه نفوس لري ، خو پنځه نیم ملیونه یونانیان په امریکا ، کانادا ، استرالیا ، جنوبي افریقا او بېلا بېلو اروپایي هېوادونو کې هستوګن دي . په دغې شمېرې کې هغه په سلهاو زره یونانیان نه راځي چې د مؤقت ژوند او کار کولو لپاره په نورو هېوادونو ، په تېره بیا د اروپایي اتحادې غړیو هېوادونو کې اوسېږي . په زړه پورې او د پام وړ واقعیت دا دی چې دغه پنځه نیم ملیونه یونانیان د ایتالوي فاشیزم یا د الماني نازیزم له لاسه نه دي تښتېدلي بلکې د انګلوساکسوني دموکراسۍ د ناتار په دوره کې وتښتېدل .

   راځئ چې د یوناني اولس پر ضد د انګلوساکسون له یوه بل نه بښونکې ستر جنایت څخه هم یادونه وکړو ، او دغه بحث پای ته ورسو . دلته د قبرص خبره ده . قبرص په ۱۵۷۰ کې عثمانيانو لاندې کړ . د قبرص اصلي اوسېدوونکي يو مخ یونانیان وو . کله چې دغه ټاپو عثماني امپراتورۍ لاندې کړ ، ترکي وګړي وهڅول شول چې هلته مېشت شي ، خو دغه هڅې بریالۍ نه وې . د وخت په تېرېدو سره هغو ترکي پوځیانو ته چې په دغه ټاپو کې یې دندې لرلې یو لړ داسې امتیازات په پام کې ونیول شول چې هغوی دې ته تیار شول چې خپلې کورنۍ هم قبرص ته راولې . په قبرص کې د ترک توکمو وګړو پیدایښت په دې توګه رامنځ ته شو .

    عثماني امپراتورۍ د قبرص کنترول په ۱۸۷۸ کې په خپله خوښه او رسمي توګه برتانوي امپراتورۍ ته وسپاره . کله چې عثماني امپراتوري له منځه لاړه او د ترکیې جمهوریت په نوم نوی دولت جوړ شو ، د دغه نوی دولت پولې د « لوزان ټړون » وټاکلې . د لوزان تړون د ۱۹۲۳ – م کال د جولای د میاشتې پر ۲۴ – مه نېټه لاسلیک شو . دغه تړون په حقیقت کې نه یواځې د ترکیې بلکې د ډېرو هېوادونو پولې وټاکلې . د لوزان تړون هره ماده دا څرګندوي چې ترکیه د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو پولې مني او د خپلو اوسنیو پولو بهر د عثماني واکمنۍ د وخت د هیڅ برخې په اړه ادعا نه لري .  

    د لوزان تړون شلمه ماده یواځې د قبرص په اړه ده . په دغې مادې کې داسې راغلي دي : « ترکیه د برتانيې د حکومت هغه اعلانول په رسمیت پېږني چې د ۱۹۱۴ کال د نومبر د میاشتې پر پنځمه نېټه یې قبرص پر خپلې خاورې پورې وتاړه » .

    د دوهمې نړیوالې جګړې نه وروسته قبرصي اولس په کلکه د برتانوي استعمار پر ضد پاڅون وکړ او دا غوښتونه یې وکړه چې په لمړي ګام کې خپله خپلواکي تر لاسه کړي او وروسته د خپل پلرني ټاټوبي یونان یوه برخه وګرځي . هغه غورځنګ چې د دغه ارمان لپاره یې مټې رانغړلې وې او وسلواله مبارزه یې کوله « د قبرصي جنګیالیو ملي سازمان » یا ( اي او کې اې ) نومېده . د دغه سازمان جنګیالیو د نیکوسیا ښار په ګډون ټول  انګلیسي تاسیسات او چوڼۍ تر بریدونو لاندې راوستلې .

    انګلیسي استعمار د قبرصي پاڅون د ځپلو لپاره خپل ټول وسایل وکارول خو زړه غوښتې پایله یې تر لاسه نه کړه . کله چې انګلیس د اولسي توپان په وړاندې یې خپله حتمي ماته ولیدله ، نو د کسات اخیستلو په لټه کې شو .

   « د بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست نه یواځې د اولسونو د لاندې کولو وسیله ده ، بلکې د کسات اخیستلو ډېره اغېزناکه وسیله هم ده . لکه څرنګه چې پوهېږو د قبرص د اوسېدونکو یوه کوچنۍ برخه ( ۱۸٪ ) ترکان دي . انګلیس دغه ترک توکمه قبرصیان خپل متحدین کړل . ورپسې یې  ترک توکمه او یوناني توکمه قبرصیان یو بل سره په جنګ واچول . په دې توګه قومي کړکېچ رامنځ ته شو .

    د دې لپاره چې په قبرص کې یو تل پاتې  تشنج راوټوکېږي ، نو انګلیس اړتیا لرله چې ترکیه هم په دغې مسئلې کې راښکيل کړي . دغه کار وشو ، مخکې له دې نه چې د قبرص خپلواکي په رسمیت وپېژندل شي ، د « زوریخ – لندن توافقات » لاسلیک شول .

    د ۱۹۵۹ کال د فبرورۍ د میاشتې پر یولسمه نېټه د زوریخ په کنفرانس کې د یونان او ترکیې تر منځ د قبرص د لانجې د حل لارې پر پلان باندې توافق وشو . د همدغې میاشتې پر نولسمه ، په لندن کې بل کنفرانس جوړ شو . په دغه کنفرانس کې د یونان او ترکیې د استازو تر څنګ د انګلیس او د قبرص د ترک او یوناني اتنیکي ډلو استازو هم ګډون درلود . د دغه کنفرانس په پای کې څو سندونه هم لاسلیک شو .

   د زوریخ او لندن توافقاتو تر هر څه ړومبی پر قبرصي اولس باندې یو اساسي قانون وتاپه . دغه اساسي قانون قبرصیان په دوو اتنیکي ډلو ووېشل . یوناني تباره وګړي ډېرکي او ترک تباره وګړي لږکي شول . ترک تبارو ته دومره ډېر حقوق او امتیازات ورکړل شول چې په نړۍ کې بې ساري دي .

    د قبرص جمهوریت اولسمشر به هرو مرو یوناني تباره وي او یواځې د همدغه توکم وګړي به یې ټاکي . د اولسمشر مرستیال به ترک تباره وي او ترک تباره وګړي به یې ټاکي . د اولسمشر مرستیال ته د پارلمان له خوا د تصویب شوو قانوني لایحو او د وزیرانو د پرېکړو د ویتو حق ورکړل شو .

    د اساسي قانون سره سم د هېواد د وزیرانو په شورا کې به لس وزیران وي ، چې درې وزیران به هرو مرو ترک توکمه وي او د اولسمشر د مرستیال له خوا به مقررېږي . د پارلمان لپاره به هر توکم خپل استازي په جلا جلا توګه ټاکي . د مالي ، انتخاباتو او یا هر بل قانون کې د بدلون راوستلو لپاره د دواړو توکمونو د پارلمان د غړو اکثریت ته اړتیا ده .

  

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news