د ټرمپ امنیتي سلاکار پاکستان ته رسېدلی

af-pa

د ټرمپ امنیتي سلاکار پاکستان ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ وري، ۱۳۹۶): د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ امنیتي سلاکار مک مسټر اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم امنیتي سلاکار د لومړي وزیر نواز شریف سره لیدلي او په یوه جلا غونډه کې د نواز شریف د امنیتي او بهرنۍ پالیسي سلاکار سرتاج عزیز او جګپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

په دغه غونډو کې د امنیتي سلاکار سره د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکې خاص استازی هم ګډون کړی.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر او بهرنیو چارو وزارت څخه په جلا جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې د نوموړي سفر ډېر ګټور بلل شوی او ویل شوي چې نوموړي ته پاکستان په سیمه کې د امن او سولې را وستلو په اړه خپل نظر روښانه کړ، او همداسي یې د وسلوالو پر ضد د پاکستان عملیات او قربانۍ ورته یادي کړې چې هغه هم ستایلې.

مک مسټر په سیمه کې پاکستان خپل نیژدې دوست هیواد بللی او ټینګار یې کړی چې د ټرمپ اداره به د پاکستان حکومت تر څنګ دریږي تر څو په سیمه او پاکستان کې امنیت خوندي او پرمختګ ته لاره هواره شي.

مک مسټر پاکستاني چارواکو ته د هندوستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د سمولو په برخه کې هم ژمنه کړې ده.

باید وویل شي چې د ټرمپ امنیتي سلاکار په کابل کې د یوه شخصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي وه چې پاکستان څخه مونږ له ډېره وخته په دې تمه یو تر څو په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې د دیپلوماسي له لاري خوندي کړی، د وسلوالو ملاتړ او پروکسي (نیابتي) جګړې څخه دي لاس واخلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news