دبمونو مور یا ماشی په توپ ویشتل موخې څه دي؟

دبمونو مور یا ماشی په توپ ویشتل موخې څه دي؟

17.4.2017USA stor raket
زه د دې خبرې په مانا او موخې نه پوهېږم چې امریکایي پوځیانو ولې پر یو بم باندې د بمونو مور نوم اېښی دی. مور خو که هر ژوی (انسان یا څاروی)وی، پر نورو خصوصیاتو برسېره، بچیان زېږوي. دا بم خو نه بچیان زېږوي او نه د ژوو میندو له نورو خصوصیاتو څخه، کوم خصوصیت لري. له همدې امله د یو وژونکي بم لپاره، دا نوم نه یوازې ناوړه او نامناسب دی، بلکې د مور نوم او مقام ته ډېر سپکوی دی. بله دا پوښتنه پیدا کیږي چې دوی ولې دا بم له هغې وروسته چې په ۲۰۰۳ کال یې په اوبو کې وازمایه، بل ځلي د ۲۰۱۷م کال اپرېل میاشتې په ۱۳نېټې، په نېغه په افغانستان کې وکاروه؟ د دا ډول بم کارول خو د دو هېوادو ترمنځ، د سختو پوځي جګړو په هغو وختونو کې مدنظر وي چې د دې بم لرونکي لوری په جګړې کې له غټو مرګ ژوبلو او پرلپسو ماتو سره مخ شي. دوی دا ډول بم هغه مهال د مقابل لوري دولت پر سترو ښارونو باندې ځکه کاروي چې مقابل لورته ستر ناورین جوړ کړي او پخپله څه غوندې ساه وباسي. د افغانستان د داعش او طالب جګړې خو غلچکۍ او ترورېستي ځان وژونکي جګړې دي.

په داسې لس ټنه بمونو، د دغو غلچکیو او ځان وژونکو جګړو مخنیوی، د مشي په توپ ویشتل او د خندا وړ خبره ده. خو د افغانانو لپاره، د امریکایانو دا د «مور بم» غورځونه ځکه د ژاړه وړ ده چې دغه بم عملأ په افغان خاورې کې وکارول شو او افغاني واکمنو، د دوی د دغې عمل هرکلی او استقبال وکړو.
په دې خبرو خو اوس ټول لوستي او نالوستي افغانان پوهیږي چې امریکایان په افغانستان کې سوله راتلل نه غواړي. ځکه دوی افغان خاورې ته، د دې هېواد د سولې، هوسه یۍ او شېازۍ په موخې نه دي راغلي. دوی افغانستان ته د خپلو موخو لپاره راغلي دي او د امریکایانو هغه موخې، د دوی له نظره، جګړو له لارو لاس ته وروړلی شي. که خبره داسې نه وای، نو طالبان چې دا څو کاله دا نارې وهي؛ هېواد مو د امریکا په مشرۍ بهرنیانو اشغال کړی دی. دوی دې زموږ سره د سولې خبرو ته کښېني او یا دې بې له خبرو زموږ هېواد خوشی کړي، دوی ولې خبرې ته نه کښېني؟ علت څرګند دی، سوله به راشي او هغه دوی نه غواړي. امریکایان پر عراق باندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړو بې غیر تېری کولی شي. امریکایان د سوریې پوځ پر هوايي ډګر باندې د امنیت شورا له پرېکړې بې غیر راکټونه ویشتلی شي. خو د پاکستان پر دولت چې د طالبانو او داعشیانو مور ده، خپلې د میلیارډونو ډالرو مرستې کول نشي بندولی. کوم انساني منطقي به د امریکایانو د دا ډول کړنو سره، دا خبرې ومنلی شي چې دوی په افغانستان کې د سولې راتللو ملاتړي دي. اوس ډېری افغانان هم (د نورې نړۍ خلک لا له پخوا) دې پایلې ته رسیدلي دي چې انسانان وژونکي او شر اچونکي ډلې چې هر چېرې دي، د امریکایانو او د امریکا سیاست ملاتړو دولتونو مال دی.
د امریکا واکمنو او پوځیانو طبعأ، په افغاسنتان کې د «مور بم» غورځولو څخه، د دې بم آزمایلو موخې تر څنګ، سیاسي موخې لرلې. خو د افغان دولت مؤظفو کسانو د «موربم» غورځیده په دوړو او ګړدونو کې ولیدل چې هغې بم نه یو کم او نه یو زیات، بلکې پوره شپږ دېرش( ۳۶) تنه داعشیان ووژل. دا خبره د بم غورځونې د لومړۍ ورځې خبره ده. اوس یې نور وزر ورکړي دي. امریکایانو چې همدا یوه اونۍ د مخه (د اپرېل میشتې په شپږمه)، د سوریې پر یو هوايي ډګر باندې د مزایل توغندیو برید کولو، هغوی روسیې پوځیانو ته دوه ساعته د مخه خبر ورکړی وه. روسانو خپل پوځي سلاکاران او د سوریې پیلوټان او نور ټول لوړپوړي پوځیان (ممکن ځینې مهم توکې هم)، له هغه ډګره ایستلي او یوازې څو تنه پهره داران پاتې وو. نو ځکه د هغو توغندیو د تلفاتو اندازه ډېره لږه (درې پهره دار سرتېري او یو ټیټ رتبه افسر) وه. د ننګرهار سیمې کې بوخت داعشیانو ډېره برخه جنګیالي، د پاکستاني پوځ د توپونو او راکټونو لارو خلاصولو په وختونو کې کنړونو، نورستان او بدخشان ته واوښتل. کوم داعشیان چې د ننګرهار اچین په سیمې کې پاتې وو، د هغوی اړوند دا پته نشته چې هغوی ته به دا د «مور بم» غورځونې خبر ورکړل شوی وي او که نه. زه فکر کوم چې که په رښتیا سره د داعش ډلې په نوم، کوم څوک په دې جګړې کې وژل شوي اوسي، هغوی به هغه څوک وي چې د دغې وژنې لپاره انتخاب شوي وو.
ورځینیو خبرونو او حالاتو ته په کتو، د امریکایانو له خوا د سوریې هوایي ډګر په مزایل راکټونو ویشتلو کې لاندې موخې نغښتي وې:
۱- د سوریې دولت او د دولت یو شمېر مخالفو ډلو د ژنیو خبرو ګډوډول. د روسیې، تورکیې او ایران په مشرۍ د سوریې دولت او د دولت یو شمير مخالفو ډلو د قزاقستان د آستانې ښار خبرو څه لوری موندلی وه. د آستانې له غونډو وروسته، د ملګرو ملتونو آستازي دېمېستوره په مشرۍ د ژنیو خبرو کې، د سوریې جنجال د پرمختیا او حل یو څه څرک په سترګو کیده. څرنګه چې د آستانې په خبرو کې امریکایانو فعاله ونډه نلرله، نو ځکه هغوی ته د سوریې جنجال د حل او یا څه پرمختیا خبرو پرمختګ، د خپل سیاست ننګونه برېښیده. داسې ویل کیږي چې امریکایانو له همدې امله، د سوریې هوايي ډګر په راکټونو ویشتلو، د سوریې جوړې او سولې د ژنیو خبرې ګډوډې کړې.
۲- د ترامپ نوي دولت د بهرنیو چارو وزیر تېلېرسن مسکو ته د مهمو رسمي خبرو په موخې، لومړنی سفر درلود. امریکایانو د سوریې هوايي ډګر له ویشتلو او د کوریا پر لور د الوتکو او راکټونو وړونکو بېړیو لېږل، ځکه تر لاس لاندې ونیول چې:
الف- د سوریې پر هوايي ډګر د راکټونو ویشتلو څخه بله موخه دا وه چې روسیې ته زور وښيي. او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف او جمهور رئیس پوتین سره، د تېلېرسن خبرې د امریکا دولت د اوسني سیاست (ترامپ سیاست) سره سمې پرمخ ولاړې شي.
ب- د چین جمهور رئیس سیزنپین چې همدا د سوريې پر هوايي ډګر د راکټونو ویشتلو پرمهال، له ترامپ سره د غرمې پر ډوډۍ ناست وه، خپل پوځي زور وښايي او هغه د شمالي کوریا په اړوند وننګوي. ترامپ وروسته وویل؛ ده او د چین جمهور رېیس کېک سره خوړ چې ده ته پوځیانو د سوریې پر هوايي ډګر باندې، د راکټونو له بریالیو توغونو خبر ورکړو، او ده هغه خبره سیزنپین ته وکړه. د چین جمهور رئیس سیزنپین امریکا ته د فنلنډ له لارې سفر وکړو. هغه په فنلنډ کې د دې هېواد له جمهور رئیس ساولي نینیستو سره ملاقات درلود. ترامپ په همدې وخت چې د چین جمهور رئیس سیزنپین لا په فنلنډ کې وه، پخپل ټوېټر کې ولیکل چې زه به د شمالی کوریا د اتومي وسلو څخه پاک کولو په اړه، له خپل سیال د چین دولت مشر وهڅوم. خو که هغه څه ونکړل شول، امریکا به په یوازې د شمالي کوریا مسئلې حل ته د پای ټکی کېږدي.
چین ته د سېزنپین له ستنیدو سره سم، امریکایانو پاس یادې شوي بېړۍ د کوریا پر لور وخوځولې.
نړیوال په ترس سره په دې انتظار وو چې د اپرېل میاشتې په ۱۵ نېټې به د امریکا بېړۍ، د شمالي کوریا ملي جشن ( د کېمېرسون زېږدو ۱۰۵تلین) په وینو ولړي او کیدی شي چې همدا د دریمې نړیوالې جګړې پیل وي. خو خدای فضل وکړو او د لېوانتوب پرځای عقل کار وکړو. پرون (د اپرېل ۱۶)چې شمالي کوریا بل اوږد واټنه مزایل وازمایه، بیا هم د امریکایانو له لوریه غبرګون نه وه.
د امریکا پوځ له لوریه په افغانستان کې د «مور بم» غورځونې په اړه هم، داسې غږونه آوریدل کیږي؛ د امریکایانو له خوا د دې بم آزموینې پر خبرې برسېره، دوی د افغانستان په اړه د مسکو سولې غونډې ته دا پېغام رسول وو چې په افغانستان کې د سولې راوستل، له دوی پرته بل څوک حق نلري او سوله نشی راوستلی. په بل عبارت: د افغانستان هېواد دوی اشغال کړی، همغه ډول یې د دې هېواد سوله هم یرغمل کړي ده. نو که څوک غواړي د افغانستان سوله له یرغملتوب څخه وباسي، له دوی سره دې معامله کوي، نه د بل چا سره. د امریکایانو دا د پټې خولې او د «مور بم» په ذریعې خبره، ډېر ښکاره واقعیت او رښتیا دي.

له نهیمي ویب پاڼې څخه په مننه 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news