مسعود: ولسمشر مې له دندې نه شي ګوښه کولای

abdullah_ghani-620x330

مسعود: ولسمشر مې له دندې نه شي ګوښه کولای

BBC

احمد ضیاء مسعودد انځور حقوق.
Image captionښاغلي مسعود وویل، د ولسمشر له خوا دا ګام سیاسي بې ثباتۍ او کورنیو جګړو ته لار هواروي.

د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر غني پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیاء مسعود وايي، ولسمشر یې له دندې د ګوښه کولو حق نه لري او هیله ده هغه خپل فرمان بېرته واخلي.

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه فرمان په ترڅ کې ښاغلی مسعود له دندې ګوښه کړ.

ښاغلي مسعود زیاته کړه، له دندې د ګوښه کولو په اړه یې له هغه سره نه مشوره شوې او نه یې ګناه ور معلومه ده: “د ملي وحدت حکومت له ډلو ټپلو جوړ دی. د ټولو ډلو ترمنځ لیکلې ژمنه موجوده ده چې هیڅ ډله بله نه شي عزلولی.”

نوموړي وویل، د ولسمشر له خوا دا ګام سیاسي بې ثباتۍ او کورنیو جګړو ته لار هواروي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د اساسي قانون ۶۴مې مادې ته اشاره شوې چې ولسمشر ته یې د لوړپوړو دولتي چارواکو د ګومارنې او ګوښه کولو واک ور کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه له دندې د ښاغلي مسعود د ګوښه کولو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

احمد ضیاء مسعود پخوانی مرستیال ولسمشر او د اسلامي جمعیت ګوند معاون دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د خپل ګوند پر خلاف له ولسمشر غني څخه ملاتړ وکړ.

احمد ضیاء مسعود له ۱۳۶۰ څخه تر ۱۳۷۱ کال په پورې په پاکستان کې د خپل ورور احمد شاه مسعود او د اسلامي جمعیت ګوند د استازي په توګه دنده تر سره کړې ده.

نوموړي د ۲۰۰۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د معاون په توګه ګډون وکړ او تر ۲۰۰۹ کاله د افغانستان مرستیال ولسمشر و.

ورپسې ښاغلی مسعود (د افغانستان د ملي جبهې) مشري کوله چې د دولت له اپوزیسیوني ایتلافونو و، خو د ۲۰۱۴ کال د ولمسشریزو ټاکنو پرمهال یې جبهه په ډلو ووېشل شوه.

نوموړي د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د زلمي رسول د مرستیال په توګه ځان نوماند کړ، خو په دویم پړاو کې یې له محمد اشرف غني خپل ملاتړ اعلان کړ.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news