دوژنــــــــو سیــــــالـــــي

ebrahim__nahimi

دوژنــــــــو سیــــــالـــــي

19.4.2017Daiesh med knivAhmad Zia Massoud
په وروسته پاته او پرمختللو هیوادونو کې حکومتونه او ولسونه د هیواد په ابادی او سموسورتیا کې سیالي کوي. د تلویزیونو پر پردو هره ورځ د پرمختګونو انځورونه نندارې ته وړاندي کیږي. عادي وګړي د دولتونو سره مرسته کوي چې قانون پلی شي، غله، ورانونکي او داړه ماران د قانون منګلو ته وسپارل شي.
ډنمارک ډیر کوچنی هیواد دي چې څه د پاسه پنځه میلیونه وګړي ژوند ور په کښي کوي خو تقریباً هر فرد یې پولیس، دولتي مسول دي او ځانونه د هیواد د ساتلو مسولین ګڼي. که کوم څوک یې په شنه چمن کې تیر شي د کور د کړکۍ څخه زړه بوډې ږغ ورباندې کوي چې ولې زموږ چمن ورانوي. د غله د ټینګولو لپاره هر سړی مرسته کوي. که مبالغه و نه کړم په ټولیزه توګه په ډنمارک کې هره پرته ډبره او یا الوتونکي مرغان د قانون تر سیورې لاندې دي.
په خواشینۍ باید ووایم چې زموږ د تلویزیونو خبرونه د ځان مرګي بریدونو په وژونکو پیښو پیلیږي، د مړو او ټپیانو په وینو لړلي جسدونه د نندارې لپاره ایښودل کیږي. وروسته هر لوری د خپلې اتلولۍ دعوه لري.
حکومت ادعا کوي چې په لوړه کچه مخالفین یې په عملیاتو کې وژلي دي. مخالفین اداعا کوي چې په ځانمرګي برید کې د دولت د ادعا پر خلاف زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
خونړې پیښې دومره ډیرې دي چې په کابل او ولایتونو کې د انسانانو انفرادي وژنه د خبرلوڅو او لیدونکو پاملرنه جلبولای نه شي.
که څوک ووایي چې طالب هم افغان دي په وژلو مې زړه بدیږي. سملاسي د فیسبوک پر پاڼه او یا رسنیو کې په جمعي ډول ټاکلي کس ته په ښکنځلو او بد ویلو پیل کیږي او د طالب لویه ټاپه ورباندې وهل کیږي. د بل لورې که څوک د سرتیرو پر مړینه خواشیني څرګنده کړي د مخالفینو (طالبانو او …) لخوا د کفري حکومت پلوي، د امریکا جاسوس او نور دا ډول ټاپې ورباندې لګول کیږي.
زما په عقیده انسانیت، انساني کرامت ته درناوي، د بشرحقوق او زړه سوی د افغانستان څخه کوچیدلي دي. د رژیم ملاتړي د امریکا د بموریو ملاتړ کوي چې د افغانستان پاکه خاوره د دوږخ په کنده بدله شي. مخالفین د اسلام دین تر بیرغ لاندې غواړي قتل عام وکړي او ژر د جنت د سپین مړوندو حورو سره یوځای شي.
ښه بیلګه یې د امریکا هستوي ډوله بم غوروځول و چې د اچین ولسوالي یې په جهنم دوږخ بدله کړی وه. داسې افراطي نظرونه مې ولوستل چې ګواکي د خپلو مخالفینو له مینځه وړلو لپاره یې د اټومي بم د غورځولو غوښتنه کوله. د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د امریکا د دغې کړنې پر ضد سخت غبرګون وښود چې د افغانستان حکومت یې د ولس استازي و نه ګاڼه او ږغ یې وکړ چې امریکا د افغانستان څخه باسم.
په ځواب کې چا د خاین، چا د طالبانو امیر المومنین او حتا د انساني چوکاټ څخه لیرې سپکې او سورې ورته وویلي. داسې به اټکل وکړو چې حامد کرزي د ټولو سپکو وړتیا لري ایا د امریکا د وحشت پر ضد یې دا ږغ هم په خیانت کې شمیرل کیږي؟ نه، هیڅکله نه.
دا څو ورځي کیږي چې د طالبانو د ادعا له مخې چې ګواکي د څو کلونو په جریان کې دونیم لکه انسانان وژلي دي چې ډیر ویاړ ورباندې کوي خو حکومت هم په دې سیالۍ کې وروسته نه دي. که د خبرونو د هرې ورځي د وژل شوو مخالفینو شمیر وکړو کیدای شی تر طالبانو تر ادعا زیات شي.
زه دې پایلې ته رسیږم چې د افغانستان د دولت او مخالفینو نظام د وژونو په سیالي چلیږي پرته تر وژونو د انسانیت سیالي نه تر سترګو کیږي.
په دولت کې بیا داسې یو حالت واکمن دي چې ولسمشر د خپلو مامورینو د ګوښه کولو واک نه لري که څوک د یو مقام څخه ګوښه کوي نو باید په هیواد کې د کورنۍ جګړې د پیل په فکر کې شي.
ښه بیلګه یې د احمد ضیاء مسعود ګوښه کول دي. احمد ضیاء مسعود دعوه کوي چې ولسمشر زما د ګوښه کولو واک نه لري. پوښتنه دا ده چې څوک دا واک لري؟ او برسیره پر پورته ادعا ګواښ کوي که زه لیري شم کورنۍ جګړه به پیل شي.
زما پوښتنه دا ده چې د طالبانو امارت د امریکایي جنګي ماشین په واسطه نسکور شو. بیا نو ولې طالب مخالفینو ته دا حق نه ورکوي چې د خپل واک د نیولو لپاره وجنګیږي؟ ولې هغوي د ترهګرو په نوم وژني؟
بله بیلګه یې جنرال دوستم دي چې په سپینه ورځ پر یو سپین ږیري سړي جنسي تیري کوي خو اوس غواړي د ضیاء مسعود سره ایتلاف جوړ کړي او حکومت نسکور کړي.
هیواد مو د جهادي مافیاء په منګلو کې ښکیل دي چې د بهرنیانو د ګوډاګیانو په جامه کې د ولس په ځپلو اخته دي. د واک د ساتلو لپاره د هیڅ ناروا کړنې څخه مخ نه ګرځوي. که بهرنیان پر ګران افغانستان اټو بم هم استعمال کړي او د جهادي مافیا ګټې خوندې وي نو هر څه د اسلامي احکامو سره برابر ګڼي. دا چې په څه ډول به زموږ غیرتي ولس د دې ناخوالو څخه خلاصون پیدا کړي، پته یې نشته. دا چې په څه ډول به د جهادیانو ټغر ټول کړو او د دوي د منت څخه به ولسونه خلاص شي، پته یې نشته، خو یو کلاسیکي قانون د ستونزو د حل کیلي داسې بیانوي: «د ولس یووالي د هر فرعون که کورنۍ وي او که بهرنۍ وي ملا ور ماتولای شي».
نو راشۍ چې د یووالي لاسونه ورکړو تر څو سرلوړي افغانستان پرته د بهرنیانو او جهادي مافیا د لاسوهنو څخه جوړ کړو.

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news