دبمونو موراوموږ

asif khawaty

محمدآصف خواتی

دبمونو موراوموږ

اچین

که څه هم وروستۍ څلورلسیزې زموږ په ګران هیواد  کې افغانان په مختلفونومونو دپسونو په شان قرباني کیږي او ددې سیمې څخه یوازې اویوازې دانفجار، انتحار ،بمباردمان ،چانوارۍ ، وژنو ، کساتونواووحشتونو خبرونه دنړیوالورسنیوسرلیکونه جوړوي خوپدې بې څښتنه ملک  «دبمونو دمور» ستربم کارول ددې وحشتونودلړۍ خورا خطرناک پړاوپیل ګڼل کیږي.  دروان کال داپریل په ۱۳ دننګرهارولایت د اچین ولسوالۍ په اسدخیلو دامریکې ستربم  دداعشیانو دله منځه وړلوپه نامه وغوروزل شو. دونالدټرمپ ددې هیبتناک بم استعمال یوبریالی ماموریت وباله اودکابل ادارې دامریکې ددې اقدام څخه خپله خوښي څرګنده کړه اوهغه یې دافغان ولس سره سولې ته درسیدو په موخه د واشنګتن ژمنتیا وبلله.  دنړۍ دیوازینې زبرځواک مشردیوولس ټنه بم استعمال بریالی ماموریت اودنړی د متفکر!دحکومت له لوري ددې بم کارول سولې ته درسیدووسیله ګڼي. دې ته وایي دنړی دزبرځواک دمشراو د نړی دمتفکرسوله غوښتونکی لیدلوری ! که چیرې یوه هیوادته  په بمونو،  توغندیو اوبمباریو سوله اوامن راتلی نو افغانستان به دنړۍ استثنایي خوندي هیواد وای.دکابل واکمن پدې پوهیږي چې ددوی واکمني دپردیوپه پوځي اومالي ملاتړپورې تړلی ده  دهغې پرته دهغوی یوه برخه بایدخپل باراو بستره وتړي لویدیځ ته کډه شي اوبله ډله یې  بیا دګیدړو په څیر په سمڅواو غارونو کې پټ شي لدې کبله ددوه سري حکومت له لوري دبمونودموربم استعمال څه چی داتومي بم کارولو څخه ملاتړمنطقي بریښي داځکه چې هغوی ته  شخصي اقتدار لومړیتوب لري نه ملي ګټي او د ولسونوبرخلیک.

دبمونو مورستربم په اچین واچول شو چې د اوږدمهاله ناوړه اغیزڅخه به یې ددې سیمې څو  نسله وکړیږي. خووینو چې په هیوادکې درجن درجن ګوندونه  اودمدني ټولنې بنسټونه  چوپه خوله پاتې دي ته به وایې چې دبم دغوروزونې له امله یې شوک لیدلی دۍ. ددې سترې هیولا دکارولوپه وړاندې د هیوادپخواني ولسمشر کرزی، دهغه دکابینې دریوغړو( دادفررنګین سپنتا، حضرت عمرزاخیلوال ، امیراسمعیل خان  ) اود والیانوټولنې منفي غبرګون وښود .کرزي  د«ملی محورګوند» غونډې ته په خپله ویناکې  « دامریکابم برید دهیوادپر ملي واکمنۍ بریدوباله » او داخبره یې هم وکړه چې امریکایان به له افغانستان څخه باسي. که کرزی په خپلو خبروکې رښتینی وای دغونډې برخه وال به یې دښار سړکونو ته دیوه احتجاجیه لاریون په موخه هڅولي وای  چې یقینآ دکابل ښاریانو یې هرکلی کاوه اود  ارګ یاولسي جرګې مخې ته به یې خیمې درولې وای. هغه مهال به خلکوباورکړی وای چې زمری حامدکرزی دامریکایانو دایستلو ټینګ هوډ اونیت لري. کرزي داکارونکړځکه چې هغه اوټیم یې نورې موخې لري اوهغه دراتلونکوټاکنولپاره کمپاین کوي. کرزی پدې نه پوهیږي اوددري ویونکوپه خبره « خودرابه کوچه حسن چپ میزند» چې امریکایانو دافغانستان پرملي واکمنۍ د۲۰۰۱ کال داکتوبرپه اومه برید کړی دۍ. کرزي اوټیم یې له یاده ایستلي چې دوی همدې امریکایانوواک ته ورسول اونني دریځونه یې هم دامریکایانو دبرید له برکته دي. که کرزی غواړي امریکایي پوځیان له افغانستان څخه وشړي باید وپوهیږي چې هیڅ اشغالګر په خپله خوښه داشغال شوي هیوادڅخه نه دۍ وتلی اوولس دۍ چې اشغالګرله خپل هیوادڅخه شړي.  پردي یا دولسونودپرله پسې نه دریدونکو احتجاجیه لاریونونو اویا وسلوالې مبارزې له لارې د خلکوارادې ته غاړه ایږدي اوخپلوهیوادونوته ستنیږي. ددې لپاره چې کرزی دخلکو باور ترلاسه کړي ده ته په کاردي چې لومړۍ دافغان ولس څخه بخښنه وغواړي ،پخپلو تیروتنو اعتراف وکړي  چې څوارلس کاله یې دامریکایانوپه چوپړ کې تیرکړي دي.  په اوسنیو شیبوکې دکرزي داډول خبرې نوروپردی پالوته دعبرت دادرس کیدی شي چې دپردیو په غلامۍ کې یوازې ذلت اوسپکاوی دۍ. دکرزي دڅرګندونو په اړه دارګ ناستوغبرګون داوچې«هریوافغان دخپل نظرڅرګندولو حق لري دادبیان دآزادۍ یوهیواد دۍ» ډیرښکلی بیان خوپه عمل کې خبره بل څه ده. داجرائیه رئیس اداري سلاکارپه اچین بم غورزول ترپوښتنې لاندې راوړل اوسمدلاسه دنوموړي دګوښه کیدو فرمان په لاس کې ورکړل شو. دابیا ښيي هغه څوک په  نني رژیم کې دکارکولوامتیازلري چې د حکومت کړنې اوسیاستونه بیله قیداوشرط ومني اوکه پرهغه نیوکه اویا اعتراض لري پدې واکمنۍ کې دکارکولو حق نه لري. دادپردیودپوځي ملاتړپرمټ واکمن حکومت دبیان آزادي ده. حکومت ادعا کوي چې ددې بم استعمال ددوی دهمغږۍ له امله ترسره شو که داخبره رښتیا وي پوره شپاړلس کاله کیږي چې کرزي – غني اوهمداراز ددې ادارې نوروچارواکو نارې سورې وهلې دي اوددې هیولا داستعمال وروسته هم له امریکایانوغوښتل شوي دي چې دترهګرۍ ځالې ددیورنددفرضي کرښې هغه خوا دترهګردولت په قلمروکې شتون لري هدف وګرزوي . ولې امریکایانو ددوی ددې غوښتنې سره همغږي نه ښيي؟ یاداچې امریکايي اړخ  دبم غوروزنه دداعش دځپلو یوه هڅه ګڼي چې هغه سمڅې اوتونلونه یې هدف وګرزول چې داعشي جنګیالي پکې ژوندکاوه اودهغوی دوسلواومهماتوانبارونه وو. نوبیا ولې امریکایان دداعش دمشر ابوبکربغدادي په ټاټوبي کې اویا چیرې چې دداعش جنګیالی ستره برخه شتون لري دابم نه کاروي ؟ داعش په عراق اوسوریه کې فعال شتون لري خوامریکایان هلته دبمونومورنه کاروي بلکه  دسوریې  په یوه هوایي ډګریې۵۹ توغندي وکارول  ترڅودبشارالاسدرژیم کوم چې دداعش په وړاندې جنګیږي کمزوری کړي . په فیسبوک کې یوه وطنوال دبمونودمور دبم دکارولو په اړه یوه لیکنه خپره کړې او په یوه برخه کې یې لاندې پوښتنې طرحه کړې چې دغوروړدي.

 الف -دغه تونلونه، چې د ورانیدو ادعا یې کیږي په څومره وخت، د چا په مرسته او د چا په واسطه جوړ شوي؟
ب – د آچین ولس، څنګه او ولې د یوه لوی پلان له مخې له خپلو سیمو وشړل شول؟

دپورتنیو پوښتنودطرحې څخه یې دلیکوال موخه داده چې دابم دداعشیانو دځپلوپه موخه نه بلکې نورې موخې چې په هغوکې ددې بم آزموینه ده وکارول شو.  داعشیان اودافغان دولت نوروسلوال مخالفان منظم جنګي ټولګي نلري ،دایمي سوق الجیش اوسترې قرارګاوې نلري اوجبهوي جګړه  هم نه کوي . هغوی چریکي اوپارتیزاني جګړې پرمخ وړي چې دهغوپه وړاندې دداډول ستروبمونو استعمال  بې مفهومه اوبې اغیزه وسله شمیرل کیږي. همدالامل دۍ چې ترننه پورې افغان ځواکونه چې امریکایي هوایي ملاتړهم لري دبم غورزونې سیمې ته دمخالفینو دمقاومت له امله ندي رسیدلي خوپه خیالي او اټکلي ډول د۳۶ ، ۹۲ اوسلوتنو داعشیانوچې ګواکې اکثرآ یې بهرنیان دي د وژنې رپوټونه ورکوي. داشمیره هغوخیالي ښوونځیو، زده کونکو. سرتیرو، پولیسو، اربکیانو اوبیځایه شووکورنیوکډوالو په شان ده چې افغان حکومت اعلانول ترڅو خپل قوت او لاسته راوړنې نندارې ته کیږدي ،بهرنۍ مرستې جلب اوپخپلوکې یې سره وویشي.

عجیبه داده چې دابم یوه ورځ مخکې لدې چې په مسکوکې دسیمې دولس هیوادونه دافغانستان دوضعیت په هکله ناسته ولري اوامریکې ته هم بلنه ورکړل شوې وه  دافغانستان په خاوره واچول شو. دې کار دسیموهیوادونواوافغانانوته داپیغام درلود چې دسولې خبرې بې ګټې اوبې مفهومه هڅې دي اوامریکا غواړي په افغانستان کې دوسلو، بمونواووحشتونوپرمټ سوله راوړي هغه څه چې نه منطق لري اونه څوک توانیدلي افغان ولس دزوراوځواک له لارې په ګونډوکړي. فکرکیږي چې دبمونو موربم  موږ ویښ کړي وو که بیاهم نه یوویښ شوي نړیوال به مودعجیبوخلکوپه ډله کې وشمیري چې بشریت یې بله بیلګه نده لیدلې.   

ددې ټولوخبروسره سره باید پدې خبره ټینګاروشي چې دافغانستان دستونزواوجګړې دحل یوازینۍ لاره دوسلوالومخالفینو سره ډیالوګ دۍ . دقلم خاوندان باید  جنګ ، خشونت او زورزیاتۍ محکوم او د پوهاوي ، سولې اوډیالوګ مورچل مضبوط کړي.

پای

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news