زوره وره بمي دیپلوماسي!

hassin

ش. حصین

زوره وره بمي دیپلوماسي!

درنو وستونکو! دالیکنه مې داچین په ولسوالۍ کې دامریکایی مور بمب دآزموینې په همغو لومړیو ورځو کې پاڼې ته سپارلې وه . نه پوهیږم ولې له پاڼې لویدلې وه  دادی یوځل بیا ېې ستاسو مخې ته ږدم . هیله من یم څه نوی پکې تر لاسه کړۍ

=============================================================

دترمپ دواکمنۍ په دریمه اونۍ کې مې لیکلي وو چې « مشران دخدای نه لیوني کوي. دلیونو دکړو وړو اټکل دپیاوړو ارواپوهانو له توانه هم وتلی کار دی» دترمپ لیونتوب نور دپټیدو نه دی . هغه یو وږی لیونی دی، په دې خاطرله دغه شان لیونی څخه دنیا اور اخیستلی شي.دهغه دواکمنۍ دډیر لږ عمر کړه وړه په ډاګه ښيي چې دغه امریکایی مشر په بمي دیپلوماسۍ او دباروتو په څلي ناست دی . دجورج بوش دواکمنۍ دزور زیاتیو پیل و چې ارواښادکاندید آکادمیسین محمد ظاهر افق ولیکل«بوش دباروتو په دلۍ ناست دی ، مه پریږدۍ چې دغه ماشوم له ګوګړو سره لوبې وکړي» هغه آواز لږ واریدل شو او هغه لیوني ماشوم له ګوګړو سره لوبې دې ته ورسولې چې دافغانستا ن له نیولو او ځپلو سره سم ېې عراق له خپل بشپړ تاریخي تمدن او دسیمې په کچه پرمختللي ژوند سره دخاورو اوایرو په دلۍ واړاوه ، لیبیا ېې دناتو په مرسته دتاریخي لویدنې څنډو ته ورسوله او په سوریه کې ېې دداعش داسې ترخه زړي کیښودل چې هغه بیا اوبا ما داسې خړوبه کړل چې ټولې اسلامي نړۍ ته دنابودۍ او بدنامي نښې شوې او کله چې همدې امریکا جوړ کړي داعش د خپلو چټکو خونړیو بریو نښې ولیدې نو خپلو امریکایی خدایانو ته ېې هم مخ ور وګرځاوه . داوباما دواکمنۍ ددویمې دورې په وروستیو کې داسې وپتیل شوه چې دداعش په مرګ ، لوټ ، اخلاقي فساد او جنایت معتادې نښې له پنجاب او کابل سره په یوه خوله کیدو افغانستان ته را ولیږدوي او دتاریخي خراسان دخلافت نوم ورکړي. دغه نوم په دې خاطر ورکړل شوی و چې دنفوذ او احتمالي پرمختګ لارې ېې تر منځنۍ آسیا پورې پرانیستی وي او له دې لارې روسیی ته دګواښ نوی وسیله پلاس ولري . روسیه او ورسره چین او ایران دې ته اړ شول چې دغه خطر ویره وونکی اونه ایلیدونکی وګڼې او په هغو لارو چارو لاس پورې کړې چې په سیمه کې له پوځي نوو خوځښتونو پرته دداعش مخه ډب کړي . «خراساني» داعش په ورو ورو پاکستان او هند ته هم په یو ستر خطر واووښت ، له همدې کبله دسیمې دغه هیوادونه دې ته اړ شول چې داعش ګډ خطر وبولي او په ناویلې توګه امریکا او متحدین ېې ددغې شومې خونړۍ ډلې درا پیدا کیدو،روزنې ، وسله وال کیدو او مالي تمویل مسؤلین وګڼي .همدا اوس چې همدا لیکې په لاره دي ، په مسکو کې دسیمې دیولسو هیوادونو استازی را ټول شوي څو دافغانستان دسولې کیلی پیدا او دراتلونکو بشریت ضد خونړیو ناتارو نو مخه ونیسي.دې غونډې ته امریکایی استازی هم ور بلل شوی وو. خودا چې امریکا او ناتو په دې غونډه کې له ځانه ددفاع څه نه لري او دمسکو په نوښت یو کوچنی بری هم ورته دځغم وړې نه دی نو دبمي دیپلوماسۍ خونړۍ لاره ېې غوره کړه .له یوې خوا ېې دترمپ امنیتي سلاکار په ناڅاپي توګه کابل ته را ولیږه او له بله پلوه ېۍ دننګرهار داچین ولسوالۍ په اړونده سیمه کې هغه ستر بمي ګوزار وکړ چې ټول بشریت ېې ولړزاوه . یولس ټنه ستر بم چې امریکائیا ن ېې «موربمب» یادوي ددوی دخپلو یادونو له مخې یو تر یونیم کیلومتر مربع ځمکه په بل مخ اړولی شي. داچې دغه یونیم کیلومتر مربع ځمکه څنګه او څه وخت ، چا او په څه خاطر له ملکي اوسیدونکو څخه خالي کړه . هغه پوښتنه ده چې وروسته به ېې ځوابونه پیداشي . خو داچې دغه ستره بمي چاودنه یواځې ۳۶ تنه داعشیان ( که رښتیا داعشیان وي ) له منځه وړي ، دا یو دپام وړ بری ځکه نه دی چې افغاني رسنی هره ورځ په همدې سیمه کې درسمي شمیرنو له مخې دپنځوسو ، شپیتو او آن تر سلو اوښتو هغو وژنو خبر ورکوي چې ټول داعشیانښيي . په سیمه کې ددغه ناتار په را جوړیدو خبرونه هم یوه خوله نه دي . دکابل جان کیري کینولي واکمن وایی چې دا بیساری ستر بمي ګوزار په دې خاطر وشو چې دملي اردو او امریکایی همغږو خوندي ساتنه ترسره شي. امریکایی رسنۍ دا ګوزار دداعش دسترمورچو ړنګول بولي ، دناتو سرمنشي دغه ګوزار په ناویلې توګه دهغه امریکایی پوځې انتقام بولي کوم چې په همدې سیمه کې دداعش له خواووژل شو. نړیوال څیړونکي دا وحشیانه عمل له یوې خوا مسکو ته ګوت څنډنه بولي او له بله پلوه دغه وحشت دامریکایی نوې وسلی دپکار وړلو او هغې ته دبازار دموندلو په خاطر ارزوي .کورني څیړونکي دحامد کرزي په ګډون دغه عمل غندي اووايي چې امریکا له افغاني خاورې څخه دخپلو نوو وسلو دآزمویښت لپآره کار اخلي. دا ټول څه ممکن او دباور وړ دي . واقعیت خو دادی چې امریکا اوناتو یواځې په افغانستان کې نه بلکې په سیمه کې له سختې سیاسي لویدنې سره مخ دي.متحده ایالات دترمپ په خپله څرګندونه داقتصادي سختې کمزورۍ په لور روان دي ، دناتو مفته اوغوړه مړۍ هم په را لویدو ده ، دلویو پوځي خوځښونو توان هم را لویدلی دی، یوقطبي نظام نور دمرګ پولې ته رسیدلی دی ، ددغه نظام بدیل هم په همدې سیمه کې سر را اوچتوي ، دامریکایی ناتویی ګلوبالیزم دخوځښت لاره هم په همدې سیمه کې ډب شوه . دغه ټول څه ددې سبب کیدای شي چې دترمپ په شان یو لیونی دباروتو دګودام په سر له ګوګړو سره لوبې وکړي او ټول بشریت دخپل ژوند او پایښت له پوښتنې سره مخ کړي . دغه ټول څه په یوه بل انداز کې زما په هغه لیکنه کې را څرګند وو کومه چې دلوستونکو مخته ېې یو ځل بیا راوړل اړین بولم .
ترمپ: امریکایی ناسیونالیزم که دزورپوځي ګلوبالیزم؟
مشران دې خدای نه لیوني کوي دلیونودکړو وړواټکل دپیاوړواروا پوهانو له توانه هم وتلی وي.په ټولنیزو ستونزمنو بهیرونو کې ټولنه دې ته اړ کیږي چې خپل اصل ته را وګرځي، ملي توب ته لیواله شي او په هغو پسې لاړه شي چې ستونزو دلیونتوب کچې ته رسولي دي.دراولاړ شوی ناسیونالیزم دیاغي لیونتوب اټکل شونی نه دی، بری ېې هم دتیرو نړول او دنوو په نیمه لاره کې پاتې کیدل دي. داغوښتنه نه بلکې یو جبر دی چې زاړه به اوړي او دنووجوړښت به له پوښتنې سره مخ وي. متحده ایالات دپانګوالې نړۍ په سرکې دنړۍ ستراقتصادي،پوځي، تخنیکي ، علمي او مالي قدرت دی. دغه لوړ توان اوطاقت ته رسیدو څوپیړۍ وهلي.اوس ېې دلویدونښې را څرګندې او ځغم ېې هم ټولنې ته دروند کار دی.یو یا څو تنه به دزړو نړولو او دنوو رغولو ته ژمنې ورکړي خو تر سره کول ېې زمان غواړي او په آسانه ډیر شوني نه بریښي ځکه دزړوټینګ مقاومت او دنوولړزیدلې پښې یواځې له اټکله وتی کړکیچ چاغولی شي نه څه نور.په پانګوال نظام کې دپیښو او بهیرونوتګ لوری هم دولتونه یا حکومتونه نه ټاکي بلکې دپردې شاته داسې واکمن ځواکونه دپيښو او بهیرونو لوری ټاکي چې پیژندنه ېې ستونزمنه ده. په ښکاره خودولتونه او حکومتونه دهمدې پټوبانکي لاسونواجرایی متخصیصین دي نه نورڅه. وايي دونالد ترمپ دامریکا خلکو نه دی ټاکلی بلکې دبریښنايي ټاکنوډلو ټاکلی دی. دټاکنو دغه بریښنايي ټولنې په کومو پټو لاسونو پورې اړه لري او څه غواړي دا هم نا څرګنده خبره ده. په هر صورت ښکاره خبره داده چې لویدیز دسړې جګړې وړلودې خیال ته ورساوه چې دنړیوالې واکمنۍ پیر ېې را رسیدلی دی. همدې خیال په لیونۍ منډه دې ته ورټیل واهه چې له کورنیو ستونزو پښه واړوي او دهیوادونو او اولسونو په لاندې کولو سره دنړۍ ترځمکې لاندې او باندې زیرموته ځان ورسوي او له همدې لارې کورنۍ ستونزې هم کابواو دنړۍ واکمنې هم تر لاسه کړي. دالوبه لویدیځ ته درنه او په داسې بیه واووښته چې خیالونه او خوبونه ېې ور ګډوډ اوکورنۍ ستونزې ېې دنظامونو دلویدو تر کچې وروپړسولې. دغه حالت په ټوله پانګه واله نړۍ کې یو یاغي له اټکله وتی ناسیونالیزم را وپاراوه. دغې پارونې په امریکایی ټولنه کې داسې څوک واک ته راوست چې دکړو خو ېې لا څه څرک نشته خودویناوو او څرګندونولړۍ ېې په بیلو بیلو لارو روانې دي.
دونالد ترمپ دهمدې نوو هڅودمخ څیره، وايي : «امریکا امریکائیانو ته را ګرځوم»،« واک له نن څخه خلکوته ورلیږدول کیږي»،« امریکا له سره جوړوم»، « امریکا له همدا نن څخه جوړه ده»… داخبرې په احساساتو ولاړې ،پاروونکې او خلکو ته خیالی امید ورکونکې دي . عملی کول ېې دخبرو په شان آسانه نه دي . امریکا یوه نا متجانسه ټولنه ده. هلته دبیوزلۍ او شتمنتوب پولې دپیړیو په اوږدو کې پخې شوي دي، هلته سره پوستان په جنوساید کې خوړل شوي خو دسپینو او توروپولې سختې او زړه ېې له چاودنو ډک دی. هلته دکډوالو او اصلي اوسیدونکو ژورې کرکې واکمني کوي، هلته داسلام اونورو ادیانو دتوپیري دریځونو څپې ډیرې درنې دي، هلته بیکاري او له جګړه ییز خوځښت نه پرته ، دنورمالو اقتصادي بهیرونو چینې وچې شویدي . ددې ټولو ستونزو اړول یواځې په دې چې امریکا دامریکائیانو ده،اسلامې بنسټپآلنه به وهل کیږي، دکډوالو په وړاندې به دیوالونه را پورته کیږي… څه آسانه خبرې نه دي. دا هر څه دبري پر ځای دستونزو چاغیدو اوچاویدوته مخه ورکولی شي.ترمپ په خبرو او ژمنو کې خپل طبقاني لوړ واکمن موقعیت هم داسې له پامه غورځوي چې یو ډول نوی چپ هویت ښيي. کله چې تور اوباما واګې تر لاسه کړې نو ډیرې تودې ژمنې ېې امریکايي ټولنې ته ورکړې . دهغه ژمنې په پیل کې په سوسیالیستي لوالتیا تعبیراو ډیر ژرېې ژبه اوعمل ورواړاوه. ترمپ هم له لږو ستونزو سره مخ نه دی. یواځې دموکراتان او ویریدلي جمهوري غوښتونکې ېې مخې ته خنډ نه دي ، نوو نا تعریف شوو اقتصادي پانګونو ته دکمپنیو را غوښتنه دامریکايي ټولنې دښځو آزادي، دتور پوستو تاریخي غوښتنې ، دکډوال څنډڼه او داسلامي احساتو را پر ځونه، دمکسیکویی کډوالو په وړاندې ددیوالونو اوچتول او امریکاته دکډوالودورتګ پولې تړل دلږو کړکیچونو درا پارونې لاملونه نه دي.وايي چې ترمپ داشرف غني شاګرد را وتی دی. دهغه استاد په کورني او بهرني سیاست کې همداسې خامې لږ نه درلودلې. ژمنه ېې کړې وه چې په سلو ورځو کې آزموینه رانه واخلی که ناکام وم له واکه مې را کوز کړي . سل نه درې سوه ورځې تیرې شوې ، نه ښونکی و نه ممتحن او نه ممیز بس خپله ېې له ځانه آزموینه واخیسته او ځان ېې مشروط اعلان کړ،درې څلور سوه ورځې نورې تیرې شوې د مشروطیت آزموینه ېې هم په بډه ووهله. اوس نوددغه استاد شاګرد به څه کوي . دکار اوعمل توان لري که خپله ناکامي او مشروطیت په بډو وهي او هسې دقدرت ورځې شماري. دابه زمان وښيي.
ترامپ امریکا ددفاعي نوو توغندیو دسیستم په لګولو له ګواښونو خوندي ساتي،اتومي پیاوړتیا ته ځان ژمن ښيي،ناتو په مصرف رسیدلی طاقت بولي، داروپا يي اتحاد دپاشل کیدوهیله من دی، ملګري ملتونه یو اضافي بار بولي ،ایران او شمالي کوریا په جګړ او راکټي ګوزارونو ګواښي، دچین یوالی نه مني او پر چین دخپلو اقتصادي غوښتنو تپل غواړي، له شمالي کوریا سره دچین اړیکې تر پوځې ګواښ لاندې نیسي، خپل سفارت له تل ابیب څځه بیت المقدس ته رالیږدوي، داسرائیلو او سعودي وهابیت ملاتړ ته ېې مټې رانغښتي، هند ېې له یاده ویستلی او جاپان ډیر لږ په خوله راوړي، له روسيي سره داړیکو سمول داتومې زیرموپه را کمولو پورې تړي. ددې ټولوژمنو تر سره کول نړۍ چیرته بیایی. دایران ځپل، دچین ګواښل ، اسرائیلوته ډډه ورکول او له روسیی سره دوستي دا مګر شونې ده؟ امریکا داروپايي اتحاد په ائتلاف کې نړیوال ځواک و،که دا ائتلاف ړنګ شي ، امریکا نور نه نړیوال ځواک دی او نه دنړیوالو پيښو دروند بار په غاړه اخیستی شي. همدا اوس دبرجام په مسأ له کې اروپایی یوالی دایران په څنګ کې ولاړ دی. دبرجام په ړنګولو دایران اوسیمې منابعو او بازار ته داروپا دوررسیدو لاره تړي . ددغې لارې تړل اروپايي اتحاد له پښو غورځوي او دا په خپله دنړیوالو ټکرونو درنه غوټه بیرته اروپا ته راګرځوي. اروپا له هغه ناسیونالیزم څخه چې فاشیزم او ملیتاریزم ېې را وزیږاوه سخته ویره لري . امریکايي ناسیونالیزم دارو پايي ناسیونالیزم دهڅونې مرستندوی ګرځي . همدا هم دامریکایی او اروپايي ائتلاف مزي شلوي. په دغسې حالاتو کې که دترمپ ناسیونالیستي ډوله هڅې دامریکا په څلورو دیوالو کې را \یر پاتې شي نړیوال اغیز ېې را لویږي و دپیل شوي ګلوبالیزم ټغر ور ټولیږي او که دپخوا په شان هغه په نوو متضادو دریځونو دپوځي ګلوبالیزم لاره وهي نو متحد خوېې نشته او که په یواځېتوب کې ځغلي نوهم به دامریکا جوړونه ورنه پاتې وي او هم به په هغو ناکامو هڅو کې ورښکیل وي چې پرون دپانګوالې نړۍ په لوی ائتلاف کې هم تر سره نه شوې. داروپایی اتحاد په وړاندې دترمپ سړه پاملرنه تر ټولو مخکې آسیاته دورتیریدو پولې ړنګوي . اروپا به آسیاته په ورنږدې کیدوټولې هغه هڅې دشمنانه وګڼې کومې چې دترمپ سیاستونه ېې را مخ ته کوي. ترمپ په انګلوساکسوني ائتلاف کې چې دتیر ګلوبالیزم مخکښ ګڼل کیده یواځې له بریتانیا څخه یادونې کوي ، استرالیا او کا نا دا او آن نیوزیلند ېې په کاري تګلارو کې نه ښکاري . داښيي چې په نړیوال ډګر کې یواځې په بریتانیا حساب کوي او دآسیا په سیمه ییزو پیښو کې ېې اسرائیل او سعودي په نښه کړیدي. دافریقا اولاتینې امریکا په وړاندې هم اعلان شوی سیاست نه لري ، مصر ېې له ټول طاقت سره له سترګو غورځولی او ترکیی ته هم ښايي څه پټې اشارې ولري. دناتو مالي لګښت دبار راکمول غواړي ، دغه بار په اروپا راځي ، ارو پا دابار نشي وړلی. همدا شان دملګرو ملتونو دلګښت له ځانه کمول غواړي ، اروپا ددغه باروړلو توان هم نه لري. که ناتو بې ډودۍ پاتې او خپل زوال وویني دابه بشریت ته یو ښه زیری وي خوکه ملګري ملتونه دجامعهء ملل په برخلیک اخته شي نودبشریت دراتلونکې اټکل به نور هم ګران شي. آیا ترمپ او ډله به ېې چې ډیر تند پلویان ېې هم را ټول کړي له دې ټولو ستونزو را ووتی شي؟ دابه زمان وښيي

No automatic alt text available.
Image may contain: one or more people, people standing, crowd and outdoor

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news