کرزی وايي، روسیه حق لري چې له طالبانو سره اړیکې پالي

karzy-4

کرزی وايي، روسیه حق لري چې له طالبانو سره اړیکې پالي

تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره د روسیې اړیکې د توجیه وړ بولي وايي چې طالبان پر نیمايي افغانستان اغېز لري او ځکه باید هر هیواد ورسره اړیکې وساتي.

ښاغلي کرزي د امریکا ږغ له اشنا راډیو سره په مرکه کې د طالبانو او روسیې اړیکو ته په اشارې وویل، نړیوال قدرتونه له دې پرته چې له طالبانو سره اړیکې وپالې، بله چاره نه لري.

کرزي تر دې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د امریکا له لوري د داعش پر سمڅو د بمونو د مور پر غورځولو د غبرګون په مهال ویلي و چې له افغانستانه به د امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره هلې ځلې پیل کړي.

ده د افغانستان پر حکومت په دې خاطر سخته نیوکه وکړه چې امریکا ته یې اجازه ورکړه چې په ننګرهار کې یې د داعش پر سمڅو ستر بم واچاوه

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news