دثور انقلاب دشهیدانو یاد دتل ژوندی وي

 لیکوال:آصف خواتی

دثور انقلاب دشهیدانو یاد دتل ژوندی وي

======================

Image result for ‫انقلاب ثور افغانستان‬‎

 دنن څخه پوره ۳۹ کاله  مخکې د ثورپه اومه دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دخلقي فرکسیون پوځي کړۍ  په ارګ برید وکړ. جمهوري ګارد دکمزوري مقاومت وروسته پاڅونوالوته په ګونډوشو اوپدې ډول دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندسیاسي واک ترلاسه کړ. دثورداومې نیټې دپوځي پاڅون انګیزه د  افغانستان دخلق دموکراتیک ګوند باندې دوخت دواکمنۍ برید اودګونددمشرتابه زنداني کول شول. دیادولو وړده چې دګوندي مشرانودزنداني کولو ظاهري لامل دشهیدمیراکبرخیبردجنازې په مراسموکې دګوندي مشرانودویناوو له امله وو چې دحکومت لخواد ملي خیانت تورپرې ولګول شو. خیبرد ۱۳۵۷ کال دوري په ۲۸ ترورشو. دګوندعمومي منشي ارواښاد نورمحمدتره کي دنوموړي د  جنازې په مراسموکې په خپله ویناکې « دخیبر ترور د اداري دستګاه دکمزورۍ او مستقیم فسادپایله وګڼله چې دکورنۍ ارتجاع  او امپریالستي محافلو دخاینانه توطئې پربنسټ ترسره شو» وګڼلو. دحکومت له لوري دګوندي مشرانوداډول ویناوې چې ملي خیانت وګڼل شي او دمحکمې دحکم پرته زنداني شي برخلیک یې څرګند وچې هغوی باید چانواري شي.  پدې اړه پوهاندمحمدحسن کاکړدګوند دمخالفینو څخه لیکي:« کله چې حکومت تره کی اوځینې نور رهبران بندي کړه نودګوند لپاره سیاست دمرګ اوژوند سوال شوی و. پدې ډول یا غوڅ عمل کول یا کورته دراغلي اجل منل و.» سربیره پردې خلقیانو دیحیی دکورنۍ اوپه هغوکې دمحمدداود ماضي اودجمهوري دولت له پنځه کلنې واکمنۍ څخه دعبرت دا درس اخیستی و څوک چې دې کورنۍ  جیلونوته اچولي ښه ورځ یې نه ده لیدلې او وژل شوي دي اوحتی دکورنیو دغړو ژوندیې هم دمرګ اوزندان دګواښونوسره مخامخ شوی دۍ. څرګنده بیلګه یې محمدهاشم میوندوال او دغلام نبي چرخي کورنۍ ده.  لدې امله هغه مهال دخلقیانو دمرګ او ژوند سوال طرحه  و اړ شول چې دخپل پایښت په موخه په پاڅون لاس پورې کړي. پردې اساس د خلقیانوپوځي پاڅون ددولت دبرید په وړاندې تحمیلي غبرګون و. هغه مهال ګوند دوسلې له لارې د واک دلاسته راوړلوهوډنه درلود څرنګه چې دګوند دجوړیدو دڅوارلسمې کالیزې دلمانځنې په غونډه کې دګونددمشرویلي و :«په اوسنیوشرایطوکې دخلق دموکراتیک ګوند ددولت خلاف دزورزیاتي مخالف دۍ …، خوترهغوپورې چې دګوندپه تصمیم نیوونکي مرکز او رهبرۍ بریدونشي زموږګوندبه دغه فشارونه وزغمي.» دپاسنیوڅرګندونوڅخه بریښي چې پاڅون یوتحمیلي غبرګون وچې ګوندورته اړایستل شو .  خلقي پوځیانوواکمن رژیم نسکور ،خپل مشران یې له زندان څخه آزاداوواک یې هغوی ته وسپاره. دخلقي پوځیانو داډول چلند ښيي چې هغوی دواک  تږي نه وو بلکه هیله یې داوه چې ګوند یې دیوه پرمختللي افغانستان په موخه دغوڅ اکثریت ولس په ګټه بنسټیزسمونونه اوریفورمونه پلې کړي کوم چې دګونددعمل په کړنلاره کې پرې ټینګارشوی و. که څه هم دپاڅون یوه مرکزي لوبغاړي عبدالقادر لیوال نه و، سیاسي واک ګوند ته ولیږدوي  خواړشو چې دنورو اتلوپاڅون کونکوافسرانو ارادې ته سرټیټ کړي. ګونددې سیاسي اوښتون ته دثوردملي دموکراتیک انقلاب بری ووایه او خلکو ددې سیاسي اوښتون بشپړهرکلی وکړځکه چې دیحیی دکورنۍ دوروستي واکمن تګلارې هم ورته دمنلووړنه وې.د محمدداود دواکمنۍ څخه دخلکو دنارضایتۍ په هکله نیویارک ټایمزد۱۹۷۸ کال دمي په نهمه یوه مقاله خپره کړه چې په یوه برخه کې یې راغلي و: « دګڼوبهرنیو څارونکوپه اندپه افغانستان کې  دکودتا څخه د افغانانواکثریت هرکلی وکړ ځکه چې د داودرژیم دخلکو غوښتنوته په ځواب ویلوکې ناکام پاتې شوی و.» دافغانستان خلق دموکراتیک ګوند مخالفان دثورداومې نیټې په وسلوال پاڅون کې شورویان ښکیل ګڼي. پداسې حال کې چې ډیری څیړونکي اوپه هغوکې امریکایي څیړونکي او سیاستوال داډول څرګندونې ناسمې ګڼي. امریکایي لیکوال سلیک اس هاریسون کله چې دثورداومې نیټي پیښه ترڅیړنې لاندې نیسي دا پیښه افغاني کودتا په افغاني سبک  یادوي اولیکي « دکودتا شیبه په شیبه ارزونه ښيي چې کودتا په خپله افغانانوسازماندهي اوترسره کړه که چیرې د شوروي اطلاعاتي آژانسونواوپوځي سلاکارانو ملاتړ واقعیت ولري هغه،هغه وخت صورت ونیوچې هغوی دیوه ترسره شوي کارسره مخامخ شول » دامریکې دمتحده ایالتو دوخت  دبهرنیو چارو وزیر سایروس وینس دوینا له مخې« موږداسې شواهد نلروچې شوروي په کودتا کې ښکیل وي. » له همدې کبله واشنګتن د افغانستان دموکراتیک جمهوریت  دپاڅون ۹ ورځې وروسته دمی په پنځمه په رسمیت وپیژاند اومسکو داکاردپاڅون دری ورځې وروسته کړی و. ګوندواک ته په رسیدوسره  بیله ځنډه په یولړبیړنیوبنسټیزو اصلاحي پروګرامو لاس پورې کړ چې درښتیني ټولنیزانقلاب زیری یې ورکاوه. خودګوند بې تجربګۍ، د کارملیانو سبوتاژ، دځینومشرانو ځانغوښتنې اوخاموالي، دخلقي واکمنۍ په وړاندې د شورویانوفتنې او دسیسې ، دارتجاعي روحانیت ټګۍ برګۍ، په پاکستان کې د میشتواسلامپالو افغان ډلواو دواک څخه لویدلو کړیودترهګریزو فعالیتونو اوورانکاریو اودافغانستان په کورنیوچاروکې د امریکې په مشرۍ د پانګوالۍ  نړۍ د لاسوهنو پایله داشوه چې دثور انقلاب له ستونزوسره مخامخ او زندی کړي څرنګه چې همدې یادوشوو ځواکونو اماني نهضت را نسکورکړی و. ګوند دملي واکمنۍ ددفاع ، دخلکودسوله ئیزژونددخوندیتوب اود انقلاب دډادمنې ساتنې په موخه لسګونه زره وطنپال اوپه هغوکې خپل رښتیني بچیان چې غوځ اکثریت یې پوځیان وو له لاسه ورکړل. هیره نشي هغه دولتونه چې دکرزي- غني دواکمنۍ دټینګښت اوپایښت لپاره داشپاړلس کاله هڅې کوي ۳۹ کاله مخکې دثور انقلاب دزندۍ کولولپاره مټې راونغښتې  خو لاسته راوړنې یې د لیدووړنه وې  داځکه چې خلقیانو دسرپه بیه دخپل انقلاب  څخه ساتنه کوله اوقربانۍ یې ورکولې.  بیله شکه ویلی شو چې هیڅ ځواک ددې وس نه درلود چې دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند واکمنۍ نسکوره کړي. خو کارملیانو چې د ۱۳۵۷ کال دثوردبریالي پوځي پاڅون وروسته دخلقي واکمنۍ سمونونه اواداري چارې سبوتاژولې په ۱۳۷۱ کې دوسلوالومخالفینودیوې برخې سره  دمسکودارادې له مخې  دشمال تلوالې په جوړولو سره دیوې کرغیړنې کودتا له لارې دګوند واکمنۍ ته دپای ټکی کیښود اوواک یې د ثورپه اتمه جهادي تنظیمونو ته وسپاره. تنظیمونو دسیاسي واک دې ډول خاینانه لیږد ته داسلامي انقلاب د بري نوم ورکړ. دتنظیمونو له لوري دکابل د نیولو اوداسلامي انقلاب دبري رښتینی انځور دپوهاند محمد رحیم الهام پدې څرګندونوکې چې دافغانستان دعلومو په اکادمۍ کې یې یوه جمعیتې استاد ته کړې وې کښل شوی دی چې وایي: «کابل هیچا ندی نیولی ،کابل فتح کیدونکی نه و ، کابل یوشمیر ملي خاینانوتاسو ته تسلیم کړ،کابل دتوطئې قرباني شو،هغه توطئه چې زموږدهیواد یوموټي توب او ملي سلامتي له ګواښ سره مخامخ کړې ده.»

پای

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news