د ښاغلی مسعود تازه کشف ؟! کشف تازه اقا ی مسعود ؟ !

basam
عبدالرحمن بسام

 

د ښاغلی مسعود تازه کشف ؟!

کشف تازه اقا ی مسعود ؟ !

آقای احمد ضیا مسعودسابق نماینده ویژه رئیس جمهور درامورحکومتداری خوب وشریک تیم رئیس جمهور در راهپیمایی بصوب ارگ، بعد ازسه سال تحقیق وریسرچ خستګی ناپذیر سرانجام به کشف مهم سیاسی دست یافت. آقای مسعود درګرد همایی بزرګداشت از۸ ثور— روزتخت نشینی حکومت ساخت پاکستان درکابل، ازکشفش پرده برداشته به حامیانش ګفت که : « حکومت اشرف غنی انتخابی نه بلک انتصابی است که از سوی جان کیری تعین ومنصوب ګردیده است . ازین جهت از حامیانم که آرای خویش را به نفع غنی استعمال نموده اند پوزش میخواهم وسر ازامروزازین حکومت انتصابی مقاطعه خودرا اعلام میدارم…» سپس آقای مسعود پرورژه سقوط حکومت انتصابی غنی را که در سه مرحله انجنیری نموده بود، اعلام کرد (!)
له بلی خوا کله چی مسعود څو ورځی وړاندی د ولسمشر په فرمان له دندی څخه گوښه کړه سو، نوسمدستی یی ګواښنه وکړه که ولسمشر خپل فرمان بیرته وانخلی غرونو ته به وخیژی او هغه کړنی به ترسره کړی چی ولس تراوسه له یاده ندی ایستلی… ! مګر اوس داسی څرګند یږی چی مسعود غواړی غرونو ته دختلو پرځای پر هواره مځکه په «بسیج» باندی بوخت سی . که دمسعود د ګوښه کولو په تړاو د کو د تا آوازی او انګازی رشتیا ونه ګڼل سی خودا واقعیت څرګند دی چي مسعود په خپل سیاسی کور ( جمعیت) کی بیخي بیکسه او بی واکه سویدی . شک نشته چی دغه بی واکی یی ولسمشرته د ګوښه کولو کار آسا نه کړی وو.
د مسعود دګواښنونه څرګنده سوه که ولسمشر د مسعود د ګوښه کولو فرمان بیرته ګرزولای وای ، ښاغلی مسعود به هم د تازه کشف ترسر تیر سوی وای او د جان کیری انتصابی حکومت ته به یی ادامه ورکړی وای !!!
له یاده دی وتلی نه وی چی ولسمشر هم چندانی ښه حال نلری. په لوړوڅپوکی د ولسمشرپرله پسې چیغود ده پرچاپیر باندی دټیم ډ یرانډیوالان له مدارڅخه ایستلي دی . دا اوس پر قومی بنسټ باندی د ولسمشر د واکمنۍ جوړکړی کټ دڅلوروپرځای پر دووپښو باندی ولاړدی که یی کټ ته د ترمپ اداره اوږه ورنکړی چپه کیده یی دومره ګران کار ندی. په ارګ کی د ثور د اتمی په مراسمو کی ولسمشر په خپله بیانیه کی بی اختیاره وویل چی د حکومتولۍ دروند پیټۍ به د « ښاغلی دانش او رئیس اجراییه » په مرسته تر ژرندی پوری ورسوی !؟ ښایی په دی خبره سره به ولسمشرغوښتل څو د ډاکتر عبدالله سره د جوړجاری او نوي معاملې زیرۍ په هوا کی خپور کړی ا و په دی توګه پر خپله بیکسی باندی د اوږې چادر وغوړوی .

Image may contain: 3 people, people standing and text
 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news