د افغان جګړې لپاره د امریکا د نوې تګلارې درې مهم ټکي

د افغان جګړې لپاره د امریکا د نوې تګلارې درې مهم ټکي

رد انځور حقوقAFP
Image captionښايي ډونلډ ټرمپ له دریو تر پنځو زرو تازه سرتېري افغانستان ته واستوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روانې جګړې لمن ورځ تر بلې پسې غځېږي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې پوځي تګلاره کار کوي.

د یو شمېر امریکایي رسنیو په وینا، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځیانو شمېر زیاتول، او د وسله والو طالبانو پر ضد عملاً د جګړې ډګر ته ور دانګل، د دې نوې تګلارې مهم ټکي دي.

ولسمشر ټرمپ لا هم د افغانستان لپاره خپلاه تګلاره نه ده اعلان کړې. خو اټکل کېږي چې د نوي بدلون له مخې به د سیاست والو پر ځای ډېر واک د پوځي جنرالانو په لاس کې وي.

* ټرمپ به د افغانستان په اړه څه وکړي؟

* د ټرمپ واکمنېدل او سیمه کې د امریکايي پوځ زیاتېدل

امریکایي رسنۍ وایي، په افغانستان کې د امریکا په جنګي تګلاره کې شونی بدلون ښکاره دلایل لري.

واشنګټن کې پوځ او سیاسي مشران اندېښمن دي چې وسله وال طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا د ځواکمنېدو په حال کې دي.

د مخنیوي یوه لار یې دا ده چې امریکایي ځواکونه یو ځل بیا د دې ډلې پر ضد مخامخ د جګړې ډګر ته ور ودانګي.

خو سرچیني زیاتوي چې دا خبره یوازې د یوه وړاندیز په توګه رامخې ته شوې او ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا په دې اړه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionممکن ډونلډ ټرمپ په برسلز کې د ناټو غونډه کې د افغانستان لپاره خپله تګلاره روښانه کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د جګړې په اړه د امریکا نوې تګلاره به څو مهم ټکي ولري.

لومړی دا چې د جګړې په اړه د هر ډول پرېکړې واک به له سپینې ماڼۍ سره نه، بلکې له پنټګان یا دفاع وزارت سره وي.

مطلب دا چې د سیاستوالو پر ځای به پوځي جنرالان دا پرېکړه کوي چې څومره پوځیانو ته اړتیا ده، په کومو سیمو کې عملیات وشي او کوم جنګي تکتیکونه وکارول شي.

دویم دا چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي سلاکاران لا ډېره ازادي او واک ولري.

پخواني ولسمشر باراک اوباما پر دې یو شمېر محدودیتونه لګولي وو.

او دریم مهم ټکی دا دی چې امریکایي جنرالان غواړي دا واک ولري چې د طالب مشرانو پر ضد هوایي بریدونه وکړي.

دې ټکو ته په کتو سره، شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان په اړه د پخواني ولسمشر باراک اوباما تګلاره نور دوام نه کوي او ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا رول ته په بله سترګه ګوري.

خو داسې اټکل هم کېږي چې د ولسمشر ټرمپ په اوسنۍ اداره کې ځینې څېرې ښایي له دې نوې تګلارې سره مخالفت وکړي.

په افغانستان کې د پوځیانو د شمېر ډېرول هغه تجربه ده چې پخوا یې کومه مثبته پایله نه درلوده.

رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionپه افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان هم وایي، چې د طالبانو د ځپلو لپاره نورو سرتېرو ته اړتیا لري.

ځینو خو ان دې نوې تګلارې ته د (مکماسټر جګړې) نوم ور کړی، او په دې باور دي چې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ مکماسټر دا ټول پلان چمتو کړی.

په افغانستان کې د امریکا د نوې جنګي تګلارې په اړه رپوټونه په داسې وخت کې رامخې ته کېږي چې افغان پوځ ته په دې وروستیو کې درنه مرګ ژوبله ور اوښتی او په افغانستان کې د روانې جګړې لمن ورځ تر بلې لا پسې غځېږي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news