رښتیا څه دي ؟

asif khawaty

آصف خواتی

 

رښتیا څه دي ؟

دریمه برخه

ددموکرسۍ سره پردۍ سلطنتي کورنۍ

Image result for ‫محمد ظاهر شاه‬‎

ددویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوالو شرایطو دسولې اودموکراسۍ په ګټه بدلون ومونداودوخت د زبرځواکونو (آلمان، فرانسې ، انګلستان) ځای شوروي اتحاد او دامریکې متحده ایالتونو ونیو. سلطنتي کورنۍ هم خپله پالیسۍ دنویو نړیوالوشرایطوسره برابره کړله. په کورني سیاست کې یې بدلون د محمد هاشم پرځای دشاه محمودخان ګومارل دي چې هغه نسبي ملایم سیاست غوره کړ،د بیان دآزادۍ، د سیاسي فعالیتونواجازه اویولړ نورو سمونونو لکه  ښاروالۍ او دملي شورا داوومې دورې لپاره دآزاده ټاکنودشرایطو برابرولونه یادونه وشي. دکابل ښاروالۍ ته غلام محمدفرهاد اودکندهار ښاروالۍ ته بابا عبدالعزیزالکوزی چې دیارلس کاله په زندان کې تیرکړي و وټاکل شول اوشورا ته هم یوشمیردمترقي افکارو خاوندانو(ډاکټرمحمودی، میرغلام محمدغبار،عدالحی حبیبي،صلاح الدین سلجوقي،مولاناخسته، نظرمحمدنوا، سیدمحمددهقان اوکریم نزیزهي)لاره وموندله.  په بهرني سیاست کې دمسکو او واشنګتن سره د هراړخیزه اړیکود ټینګولو لیوالتیا ده.دولت په ۱۹۵۰ کې دشوروي اتحادسره دتوکودراکړې ورکړې اوپه ۱۹۵۱ کې د امریکې دمتحده ایالتوسره داقتصادي– تخنیکي همکاریولوزنامې لاسلیک کړې. دهیوادروڼ اندو، سمونپالو اوهمدارنګه په سلطنتي کورنۍ  پورې تړلیوکړیو ددې نوي حالت څخه په ګټې اخیستنې سره د  نادولتي آزادو جریدو (انګار، ندای خلق، وطن ، نیلاب ، ولس ، پامیر،آیینه ) په خپرولو اود سیاسي سازمانو ( ویښ ځلمیان، وطن ګوند ،خلق ګوند، ملي کلوپ، ملي دموکرات ګوند ، د پښتونستان اتحادیې ، دمحصلینو اتحادیې  ) په جوړولو لاس پورې کړ.خودسلطنت په هڅوجوړشوي سازمانونه په ځواکمنوسیاسي خوځښتونووانه وښتل نوهماغه دي چې ولس ته یې ورکړې آزادۍ ونشوای زغملای او پرورکړل شوو آزادیویې بریدوکړاو د آزادورسنیو دتوقیف اود سیاسي خوځښتونو دځپلو تګلاره یې غوره کړله داځکه چې سلطنتي کورنۍ ددموکراسۍ سره پردۍ وه. واکمنې کورنۍ پردې هم بسیینه  ونکړه اودشاه محمودخان پرځای چې خلکوورته ددموکراسۍ دپلار لقب ورکړی و ددې کورنۍ  مستبد غړی محمدداود چې کاندیداکادمیسین محمدابراهیم عطایي ددیکتاتوری پلارشمیري کوم چې شاه محمودخان ته یې ستونزې جوړولې اوکارونه یې سبوتاژول  دحکومت دمشرپه توګه و ګوماره.  دشاه محمودخان پرځای دمحدداودګومارنه خورا په زړه پورې ده . ډګرجنرال عبدالرزاق چې دشاه محمودخان له ملګروڅخه دۍ  پدې هکله لیکي : « بیلیارد دموکاوه ، د راډیوڅخه خبر خپورشوچې شاه محمودخان د  صدارت څخه دمزاج دخلاله امله استعفی کړیده، موږټول اوشاه محمودخان حیران شوو. شاه محمود خان موږته وکتل اوویې ویل دایوسو‌ء تفاهم دۍ مانه استعفي کړې اونه مې صحت خراب دۍ حتمآ سو‌‌ء تفاهم دۍ» (۱ ) دصباح الدین کشککي دوینا له مخې شاه محمودخان دا کار دده په وړاندې دظاهر- دواود ګډه کودتا ګڼله.  د داودخان دصدارت پر مهال آزادمطبوعات تعطیل شول ، دګوندونو مشران بندي یا دپولیسو تر څارنې لاندې ونیول شول چې پردې بنسټ عملا د آزادو رسنیو اوسیاسي خوځښتونو ټغرټول شو. دولسي جرګې اتمې دورې ته ټاکنې دحکومت دخوښې پربنسټ ترسره شوې. محمدداودخان دهیواد د اقتصادي ویجاړ حالت د سمبالولوپه موخه ددوو پنځه کلنو اقتصادي پلانونوپه پلې کولوسره دهیواد په ټپه ولاړ اقتصادي حالت ته ساه ورکړه . پدې پلانونوکې زیاته پاملرنه دکرنې پرمختیاته چې داوبو او بریښنا دبندونواولویولارو جوړول وو راګرزیدلې وه. دکابل – کندهار ، قندهار- سپین بولدک ، کندهار- هر ات ، هرات – قره تپه ، کابل – مزارشریف او کابل- تورخم لارې بشپړې شوې. دنغلو، ماهيپر، درونټې دبندونو اود مزارشریف دسرې اوبريښنا دتولیدد فابریکوچارې چې په ترتیب سره د۶۵۰۰۰، ۱۰۰۰۰ ،۱۱۰۰۰ او۱۰۰۰۰ کیلواټ بریښنا دتولید ظرفیتونه یې لرل جوړشول اوهمداډول یوشمیر تولیدې اوپوهنیز بنسټونه ګټې اخیستنې ته چمتو شول. ددې پیردااقتصادي پرمختیايي بنسټونه اکثرآ د شوروي اتحاد د اقتصادي مرستوپربنسټ جوړ شول خوامریکې متحده ایالتو افغانستان ته اړینې مرستې لدې امله ورنکړې چې افغانستان دسینټوپه تړون کې د شاملیدوڅخه ډډه وکړه. دامریکا  لخوا افغان لوري ته یوازینۍ ستره اقتصادي پروژه دهلمنددوادۍ پروژه ده چې د هغو دجوړولوکار رسوایۍ ته ورسید اود شورا په اوومه دوره کې ځینووکیلانوهغه یوه توطئه ګڼله. وروسته ددموکراسۍ په لسیزه کې هم په ولسې جرګه کې دهغوپه اړوند بحثونوادامه وموندله او شوروي پلوه استازواوپه هغوکې ببرک کارمل ددې پروژې د رسوایۍ څخه دامریکې خلاف اود شوروي اتحاد په ګټه سیاسي بهره بردارۍ کولې.که چیرې دمحمدداود  لس کلن( ۱۹۵۳ – ۱۹۶۳  ) حکومت دورې ته  وکتل شي له اقتصادي پلوه یوه پرمختلونکې اود سیاسي – ټولنیز اړخه  داختناق اواستبداد دوره ګڼل کیږي. ددې دورې په اړه غبار لیکي :«  پدې دوره کې نورددموکراسۍ  خبره نه وه ،سلطنتي رژیم ، پخوانی پوځي حکومت ټینګ کړچې چا د آزاد نفس کښلووس نه درلود»(۲ )

داسې فکرکیږي چې دشاه محمودخان دواکمنۍ پرمهال دمطبوعاتودآزادۍ اودسیاسي خوځښتونود راڅرګندیدوڅخه موخه داوه چې واکمني دهغوڅخه دخپل واک دساتلولپاره ګټه پورته کړي اود حکومتي امکاناتونه په استفادې سره یو پیاوړی ګوندجوړکړي . دسردارداودپه مشرۍ یې دملي دموکرات ګوند، ملي کلوپ اودپښتونستان اتحادی یې څرګند ساري دي چې یوې یې هم  په روڼ اندوکې  ریښې ونشوای زغلولی. دواکمنۍ دهیلې اوتمې خلاف نورو ددې فرصت نه اړینه ګټه پورته کړه. لدې امله واکمنۍ په ورکړل شووآزادیوتعزیرات ولګول اودمحمدداودپواسطه یې په بشپړ ډول دهغوی ټغر ورټول کړ. یاښایي داآزادۍ دمخالفینودپه ګوته کولولپاره یوه مانوره وه چې هغوی تثبیت اوبیا یې وځپي. ښه ساری یې ویښ ځلمیان دي. کله چې ملي کلوپ خپلو موخوته ونه رسیدنو دپښتونستان دآزادۍ اتحادیه چې وروسته  د پښتونخواه نوم خپلوي جوړه کړه .  ددې اتحادیې مشر حیدرخان عدالت اومنشي یې ببرک کارمل و. خودپردې تر شا محمدداوداداره کوله. دشواهدو څخه داسې بریښي چې ددې اتحادیې اصلي موخه دویښ ځلمیانوکمزورول وچې زیاتره فعالان یې پښتانه وو. ترڅو ویښ ځلمیانو ته دپښتنو دورتلو مخه ونیسي. هغه مهال کندهار دویښ ځلمیانویو پیاوړی مرکزګڼل کیده لدې امله« کارمل اوغلام حیدر عدالت کندهار ته لاړل ترڅودتورنجنرال عبدالغني خان ګردیزي قلعه بیګي د کندهارد تنظیمیه رئیس اودکارمل دپلار چې دفرقې قوماندان وپه شتون کې د کندهاردویښ ځلمیانودمشرانو سره خبرې وکړي او خپل یې کړي. کله چې پدې کارکې پاتې راغلل په هماغه مجلس کې دویښ ځلمیانودمشرانودنیولو امرورکړل شو او هغوی اوږده کلونه د دهمزنګ په زندان کې پاتې شول »(۲ )  دلته لیدل کیږي چې څه ډول سردارمحمدداود او کارمل ګډ دملي ځواکونوپه ځپلوکې همغږي اوهمغاړي وو. ځینې پدې باوردي چې په ایران کې د مصدق واکمنیدل سلطنتي کورنۍ په افغانستان کې دورته بدلون د مخنیوي په موخه محمدداود دصدراعظم په توګه وګوماره ترڅوملي –مترقي ځواکونه له ډګره وباسي اوپدې ډول سلطنت ته داحتمالي شته ګواښ مخنیوی وکړي. ددې سره سره دشا ه محمود خان دصدارت پرمهال  دآزادو نادولتي رسنیو  او دسیاسي خوځښتونو فعالیت د کابل اوځینونوروستروښارونوداوسیدونکواوپه تیره دزده کړوخاوندانودفکرونو او ذهنونوپه روښانولو او راویښولوکې خپل ټاکلی رول ولوباوه. د دموکراسۍ ،  برابرۍ،  دبیان دآزادۍ،  سیاسي مبارزې، ټولنیز عدالت، ظلم ، استبداد اودې ته ورته  نورو اصطلاحاتو داستعمالولو ډاراویره نه احساسیده . که څه هم دداودخان دپوځي ډوله سیاست اوچلند له امله په هیواد کې دسیاسي خوځښتونو کمپله ټوله شوه خوبیا هم سیاسي کړیوپه پټه اوغیرمنظمه  توګه د دموکراسۍ اودیوه سالم سیاسي چاپیریال دبیا راژوندې کولوپه موخه خپلو هلوځلو او مبارزوته دوام ورکړ. له بل لوري په سلطنتي کورنۍ کې هم دواک د مدعیانو ترمنځ داختلافونوشتون پایله داشوه چې ټولواک محمدظاهردکتور محمد یوسف دمحمد داود د کابینې دکانواوصنایعووزیر ته دنده ورکړي چې نوی حکومت اونوی اساسي قانون جوړکړي. دالومړی ځل وچې دسلطنتي کورنۍ دغړي بهرسیاستوال دحکومت مشري ترلاسه کوي. دداودخان دځای ناستي دحکومت په جوړیدوسره دهیوادد تاریخ بل پیر چې هغه ته ددموکراسۍ  اویا اساسي قانون لسیزه ویل کیږي پیلیږي. دادوره یوه بې ثباته ، کړکیچنه ، د حکومتونودړنګیدو، سیاسي کشمکشونو، سیاسي ناندریو، دمختلفو سیاسي خوځښتونودجوړیدو، دآزادو رسنیودراڅرګندیدو او خیاباني مظاهرو، لاریونو او اعتراضونو دوره ده خو  ددې ټولو خبروسره سره دې دورې ته دآزادۍ اوآرامۍ دوره ویلی شو.  ددموکراسۍ سره دسلطنتي کورنۍ  دپردیتوب څرګنده بیلګه د دموکراسۍ لسیزه هم ده چې داساسي قانون له مخې دهیوادسیاسي نظام مشروطه پاچاهي یا قانوني پاچاهي وخود پاچا واکونه دیوه ټولواک یا مطلق العنان پاچا و. سربیره پردې د پاچا له  لوري د ګوندونو، ولایتي شوراګانواوغونډود جوړولودقانون نه توشیح په خپله ددې شاهدي ورکوي چې سلطنت د دموکراسۍ سره په بشپړدول پردی و. پربله خوا بیا ددې کورنۍ بل غړي محمدداود همدا د عیبونو ډکې دموکراسۍ ته دپوځي کودتا له لارې دپای ټکی کیښوداود دمعقولي دموکراسۍ اوجمهوریت دټینګښت په نامه یې خپله فردي واکمني ټینګه کړه چې ددموکراسۍ اوجمهوریت دکوچنۍ نښې نښانې څرک پکې نه لګیده.

 آخځونه :

۱ – نظراندازي درلابلای واقعیت های تاریخي، ډګرجنرال عبدالرزاق، مخ ۶۷

۲ – میرغلام محمدغبار، افغانستان درمسیرتاریخ، دویم جلد مخ ۲۷۱    

       ۳ –  شاه محمودحصین ، مثلث بی عیب ، مخ ۲۹۱

نوربیا…

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news