!د جنګي اسیرانو اعدام، غچ اخیستنه تر زندانونو پورې پراخوي

pancy

!د جنګي اسیرانو اعدام، غچ اخیستنه تر زندانونو پورې پراخوي

دوکتور م، عثمان تره کي

د وسله والو مخالفینو د نوې اعلامیې سره سم دا احتمال شته چه د کابل تحت الحمایه حکومت د شاهین په ۲۰۹ قول اردو باندې د برید غچ د جنګې اسیرانو نه واخلي.

افغانستان د بهرني اشغال او د جګړې په حالت کې قرار لري . نړیوال قوانین د ملي واکمنې په نشتوالې او د اشغالګرو په وړاندې د جګړې په شته والې هغه کسان چه د جګړې په بهیر کې د جګړې د اړخونو له خوآ توقیف کیږي د جنګي اسیرانو په توګه پیږني. د جګړې اړخونه مکلفیت لري چه د جنګي اسیرانو په برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوي وکړې. د « جینوا » ۱۹۲۹ او ۱۹۴۹ کانوانسیونه جنګي اسیران تر کلکې حقوقي پوښښ لاندې راوړلې. د « جینوا » ۱۹۴۹ کانوانسیون پخپلو ۱۳ مو او ۱۴ مو حکمونو کې د جنګي اسیر شکنجه یا اعدام د جنګي جنایت په بنه پیږني اوعاملین ېې د نړیوالو قضایي مراجعو له خوأ د سزا وړ بولي.

د حکومت له خوأ د جنګي اسیرانو احتمالي اعدام لاندې ناوړه سیاسي پایلې لرلي شي :

– د غچ اخیستنې جذبات زندانونو ته ننوزي. وسله وال مقاومت چه د وروستیو کلونو په اوږدو کې

سلهاو حکومتی جنګي اسیران خوشې کړې و، په بالمثل اقدام لاس پورې کوي او اسیران به وږني.

د فراه په محکمه باندې د طالبانو له خوأ برید ( وري ۱۴، ۱۳۹۲ کال ) موږ ته په بشپړه توګه د عبرت سبق وړاندې کوي : په محکمه باندې برید د ۱۳ طالبانو د محاکمې د مخنیوي په موخه تر سره شو چه په کې ۵۳ کسانو ووږل شول. د وږل شوېو کسانو په دله کې ۹ قاضيان، ۳ څارنوالان او ۱۰ پوځیان شامل و.

– د حکومتي قاضیانو، څارنوالانو او ورته مسئولینو ژوند د سهل الوصول جنګي هدف په توګه تر ګواښ لاندې راځي ( دغه ګواښ د طالبانو په اعلامیه کې په قهرجنه لهجه ځرګنده شوې دي).

– د جګړې د اړخونو تر منځ د دښمني روحیه ژوره کیږي او سولې ته د رسیدو لارې بندیږي.

که قضیه د حقوقو په چوکات کې وڅیړو د کابل اداره په واقعیت کې د ناتو تر قومانده لاندې قرار لري . بناً د جنګي اسیرانو د ساتنې او څارنې حقوقي صلاحیت بهرنیانو او د اعدام اجرائي صلاحیت مزدور حکومت ته ور په برخه کیږي. که خداي مکړه اعدام عملي بنه غوره کړي باید دواړه یانې بهرنیان او افغان لوري د نړیوالو قوانینو په سرغړونه محکوم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازې دنده لري چه د اشغال په حالت کې د نړیوالو حقونو د ملاتړ په موخه د ناروا اعدامونو مخه ونیسي. که ملګرې ملتونه د پیښې په وړاندې بی تفاوته پاتې کیږي، بهرنیو ځواکونو په څیر عملاً ځان د جګړې د یو اړخ په توګه مطرح کوي او د جنګي عملیاتو د یو هدف په حیث پیږندل کیږي. « پاي»

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news