طالبان: باګرام کې د ماین چاودني ۴ بهرني سرتیري وژلي دي

bomb-american

طالبان: باګرام کې د ماین چاودني ۴ بهرني سرتیري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې یې د امریکایي ځواکونو ټانګ ته د ځمکني ماین په وسیله چاودنه ورکړي.

مجاهد وایي چاودنه د باګرام ولسوالۍ په کلا نصرو سیمه کې رامنځته سوي، نوموړۍ زیاتوي د چادني له امله د بهرنیو ځواکونو زغره وال ټانګ ویجاړ سوی او پکې سپاره ۴ تنه امریکایي سرتیري وژل سوي دي.

د پروان ولایت د امنیې قومندان مل پاسوال محمدزمان مموزي د پېښي د پخلي ترڅنګ رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته سوي، نوموړي زیاتوي چې د چاودني له امله د بهرنیو ځواکونو موټر زیانمن سوی خو د تلفاتو څخه ناخبره دی.

تراوسه بهرنیو ځواکونو د ننۍ پېښي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news