دیوه ورور دیادونو په ځواب کې

حصین

ش. حصین

دیوه ورور دیادونو په ځواب کې

سید شاه وروره! داشغال په دوام کې سوله ممکنه،عادلانه او دوطن داستقلال، ځمکنۍ سلامتیا ، ملي واکمنۍ ، تاریخ اوملې هویت دخوندي ساتلو ضمانت ورکولی شي؟ داسمه ده چې جګړه زموږ دخلکو او اولسونو غوښتنه نه وه او نه ده.خو جګړه چا راوسته او همدا اوس دهیواد ځمکه او آسمان دچا په واک کې دی؟ اشغال دافغانستان دخپلواکۍ او آبادۍ او هسې چې وايي دمدنیت جوړولو، دموکراسۍ اوبیا رغونې لپاره پر موږ تپل شوې که پراخه امپریالیستي نړیوالې اوسیمه ییزې موخې لري او ټوله سیمه ېې اورته نیولې ده؟ولې له اشغال نه په څنګ تیریږۍ او دافغانستان دخلکو داشغال ضد جګړه دپنجاب ویاړ ګنۍ؟همدا نن دافغانستان په کوم ګوټ کې داشغال ضد جګړه نشته او دهیواد کوم اولسونه له دې اشغال ضد جګړې بهر دي.دا وکالت چا در کړی چې وایی دافغانستان خلک داشغال ضد جګړه نه غواړي؟ له بدخشانه تر بادغیسه روانه جګړه نه ښيي چې دافغانستان ټول اولسونه داشغال ضد جګړې ته را وتي دي؟ هغه پنجاب چې په خپله دهیواد په اشغال کې له امریکا او ناتو سره غاړه غړۍ دی ، کولی شي دومره پراخه ، سرتاسري اشغال ضد جګړه هغه هم اولس کاله مخته یوسي؟ دا اشغال په غوږو کې را څڅولې خبره چې داشغال ضد روانه جګړه دپنجاب جګړه ده دا دهیواد ټول تاریخ ته سپکاوی نه دی؟دعبدالسلام ضعیف خبره یوه ښه ملايي خبره ده . سوله ښه شی دی ، جنګ دحل لاره نه ده…او دحکمتیار دماهیت اوښتنه به زمان ته پریږدو.خو دا یوه پوښتنه په داسې حال کې چې له امریکا سره ابدي امنیتي پیمان لاسلیک شوی او له ناتو سره هم ورته ستراتیژیک پیمان شتون لري ، که هر ډول اشغال ضد مقاومت له پښو وغورځول شي نو بیا به امریکا او ناتو څه اړتیا ولري چې په خپله خوښه اشغال پای ته ورسوي؟ او که دامریکا او ناتو شتون په دې سیمه کې دایمي منو نو دافغانستان له خلکو او اولسونو پرته دغه سیمه دغه حضور ځغملی شي؟ او که نشي يي ځغملی نوجګړه به پای ولري او سوله به ممکنه وي؟ هیڅ روښانفکر ستاسو دادعا له مخې چې وايي:«زموږ یوشمیر نامتو روښانفکران دجګړې په پلوي ښه تبلیغات کوي» دناروا جګړې تبلیغ نه کوي .ستاسو داخبره یوه ښکاره کنځله ، سپکاوی او توهین دی .که ستاسو دپام وړ روښانفکران نامتو روښنفکران هم وي، کله مو دهغوی منطق لوستی یا اوریدلی دی؟ څنګه هم نامتو دي او هم جګړه غوښتونکي؟ ددې تناقض منطق په څه کې دی؟تاسوته له خپلو نامتو روښانفکرانو څخه ملا ضعیف او حکمتیار خبره ارزښت لري ځکه چې داشغال په دوام کې سوله غواړي. او یوځل بیا دا خبره ، ما دوه مخالف خبرونه یو له پژواک خبري آژانس څخه را نقل کړی او یو مې هم له نن ټکي آسیا څخه را اخیستی .ما هیڅ ډول تبصره هم نده پرې کړې ، له دې سره سره تاسو په دې اور اخیستی چې ولې طالبانو دحکمتیار دډلې خبر رد کړیدی. نه خبر زما دی او نه زه طالبب یم تاسو هغه سپکې سپورې چې دخبر منبع ته ېې وکړۍ خپلوستاسو په ادعا نامتو روښانفکرانوته ېې کوي. ستاسو په دې منطق څه حکم وکړو؟آیا دا ډیره ستره او نه بښونکې ګناه ده چې یوه لیکوال او ژورنالیست له هر ډول خپل نظر ښودو پرته دوه متناقض خبرونه خپلې پاڼې ته را لیږدولي؟تاسو په اشغال مینو ته وایم چې داستقلال ویبپاڼه او افغان استقلال فیسبوک پاڼه داشغال په ګټه اوداشغال دعمر داوږدوالي لپاره هرډول پټې اوښکاره هڅې دخپل هیواد له ملي تاریخی هویت سره ښکاره نه بښوونکې ګناه ګڼي او په دې برخه کې به له خپل ورور سره هم روغه ونه کړي.که زما خبرې ترخې او دځغم وړ نه وي نو رسنۍ خو لږنه دي خپلو تبصروته نور ځایونه غوره کړۍ او زما دروغتیایی ډیر سخت حالت په درنو شیبوکې ما مه مجبوروۍ چې په ریږدیدلو ګوتو تاسوته ځواب ولیکم.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news