امنیتي ادارو د حزب اسلامي ۱۰۰ کسیزه لیست رد کړ

gulbadin

امنیتي ادارو د حزب اسلامي ۱۰۰ کسیزه لیست رد کړ

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ غویی، ۱۳۹۶): په امنیتي ادارو کې د جذب لپاره د حزب اسلامي له لوري لیږل شوی لیست د دولتي ادارو له لوري رد شوی دی.

د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسؤول احمد فرزام رسنیو ته ویلي چې د حزب اسلامي له لوري دولتي ادراو ته لیږل شوی هغه لیست رد شوی دی چې پر اساس یې دغه کسان په امنیتي ادارو کې ټاکل کېدل. نوموړي ویلي چې په لومړني سل کسیزه لیست کې ۸۰ کسان دفاع وزارت او ۲۰ تنه نور د کورنیو چارو وزارت لپاره وه.

باید وویل شي چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تفاهم نامې سره سم به د حزب اسلامي یو شمېر کسان د دولتي ځواکونو په لیکو کې شاملیږي خو د دغه ډلې لومړنی لیست د ځینو ملاحظاتو له وجې رد شوي دی.

د سولې د عالي شورا چارواکو په وینا د حزب اسلامي لیست لپاره لازمه ده چې باید هر کس د افغانستان تابعیت پاڼه ولري، په امنیتي ادارو کې سابقه او نظامي رتبه ولري او همداسي یې د حزب اسلامي سره د اړیکو څرنګوالی وښودل شي.

د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید هم د لیست ردېدل منلي او ویلي چې د ټاکل شویو کسانو اسناد به بشپړ او یو ځل بیا ور ولیږي

استقلال: له خبر څخه ښکاري چې دحکمتیار په لیږل شوي سل کسیز لست کې هغه کسان  راټول شویدي چې افغان تابعیت نه لري، په افغان امنیتي ادارو کې ېې دکار سابقهء نشته  او له اسلامي حزب سره اړیکې ېې هم څرګندې نه دي. دسولې عالي شورا یواځې دومره نه دي ویلي چې دا ټول هغه پردي داعشیان دي چې اوس دحزب اسلامي له لارې اردو او پولیسو ته ورننوزي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news