د ننګرهار پر ملي راډيو ټلوېزيون بريد کې دوه کسان وژل شوي او ٦ ټپيان دي

nangarhar-province1

د ننګرهار پر ملي راډيو ټلوېزيون بريد کې دوه کسان وژل شوي او ٦ ټپيان دي

May 17, 2017 – 12:15

لومړی تعقيب- جلال اباد (پژواک، ٢٧ غويى ٩٦): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر ملي راډيو ټلوېزيون وسله وال بريد کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې شوى دى.

هغه زياته کړه چې بريدګر څلور تنه وو چې دوو يې ځانونو ته چاودنې ورکړې او دوو نورو له امنيتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه.

خوږياڼى وايي، په دې بريد کې تر اوسه دوه کسان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي او د راډيو ټلوېزيون ډېرى کارکوونکي ژغورل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ریيس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل چې روغتون ته ٦ ټپيان ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

ننګرهار: د ولایت پر مقام او دولتي ودانیو جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې وسلوالو د ولایت پر مقام، امنیه قومندانۍ او ملي ټلویزون پر ودانیو بریدونه کړي او اوس هم د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي، خو د ولايت مقام او شاوخوا لارې د خلکو پر مخ تړل شوي او امنيتي ځواکونه رسنيو ته اجازه نه ورکوي، چې سيمې ته ولاړ شي.

ځايي سرچينې وايي، چې د ملي راډيو ټلويزون پر مرکز لومړی موټربم بريد وشو او نورو بريدګر دفتر ته ننوتل او هلته اوس جګړه روانه ده.

تر اوسه د پيښې په اړه امنیتي ادارو او دولتي سرچینو له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي، او نه هم د بریدګرو هويت معلوم دی

رپوټونه وايي، د ملي ټلويزون په مرکز کې درې چاودنې اورېدل شوي، چې دوه سرتيري بلل کېږي. د ننګرهار ولايت وياند د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي

جګړه لا هم روانه ده.

د پېښې مسووليت تر دې دمه چا نه دی منلی

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news