پر دموکراسۍ د امریکا ټینګار د څه لپاره ؟

NN

پر دموکراسۍ د امریکا ټینګار

د څه لپاره ؟

لیکوال نورالحق ن. څلی

CIA_tatour

 د امریکا متحده ایالات ځان د نړۍ تر ټولو پرمختللې دموکراسي ګڼي . د یوې قاعدې په توګه ، دغه هېواد خپل هر اشغال ته د دموکراسۍ د خپرولو پړونی ور په سر کړی دی ، او د دموکراسۍ په نوم یې سلامت اولسونه د وینو په ډنډونو کې ډوب کړي دي .

    دا ډېره عجیبه ده چې کله د امریکایي تېریو په اړه د امریکا رسمي اسناد تر څېړنې لاندې نیسو ، لمړی څه چې ور سره مخامخ کېږو ، هغه دا دي چې امریکایي تېري یواځې د آزادۍ او دموکراسۍ په نیت شوي دي . خو کله چې پایلو ته یې ګورو هر تېري د لاندي شوو اولسونوو مادي او فرهنګي شتمنۍ پو پناه کړي ؛ بشري ضد جنایتونه یې کړي او داسې چاپېریال یې رامنځ ته کړی دی چې له امریکایي دموکراسۍ سره تل پاتي حساسیت پیدا شي . پر دې برسېره ، د دغه هېواد ټولې تبلیغاتي شبکې تر بل هر څه د دموکراسۍ نغمې ډېرې خپروي او هڅه کوي چې د خلکو ماغزه پرېمینځي .

   که چېرې یواځې د شلمې پېړۍ د پیل راهیسې ، د آسیا په وچه کې د امریکا د متحده ایالاتو د دموکراسۍ د دودولو لپاره نظامي اشغالونه راوسپړو ، نو له دې مسلم حقیقت سره مخامخ کېږو چې د « امریکایي دموکراسۍ » د خپرېدو نظامي کمپاینونو په فلیپین ، کوریا ، اندونیزیا ، ویتنام ، لاوس ، کمبوچیا ، افغانستان ، عراق ، سوریې ، یمن ، لبنان او فلسطین کې د لسګونو ملیونو انسانانو ژوند اخیستی دی . د اولسونو مادي او فرهنګي شتمنیو ته  رسېدلي زیانونه له حسابه وتي دي .

   که چېرې هغو هېوادونو ته ځیر شو چې د امریکا د سپوږمکیو په کتار کې دي ، د هغوی وضعیت هم هیڅکله خوندور نه وو او نه دی . په دغو هېوادونو کې ، که یې نظام جمهوري وو ډېر ځله  نظامي دیکتاتورۍ واکمنې وې ، لکه : فلیپين ، جنوبي کوریا ، اندونیزیا ، پاکستان او ترکیه . د امریکا نور دوست هېوادونه لکه : سعودي عربستان ، اردن ، عمان ، قطر ، کویټ او عمارات داسې مستبد واکمن لري چې د دموکراسۍ له نوم سره حساسیت لري .

   دموکراسي خو په رښتیا چې ښه شی ده . دا به ډېره ګرانه وي ، چې په ګرده نړۍ کې دې داسې اولس وموندل شي چې هغه دې له دموکراسۍ سره دښمني ولري . کله چې سیاسي لږه کي ، ډېره کیو ته غاړه کېږدي او سیاسي ډېره کې د لږه کیو د حقوقو درناوی وکړي ، او قانون پر ټولو یو شان تطبیق شي نور نو سیاسي ستونزې ته ځای نه پاتې کېږي .

   پوښتنه پیدا کېږي چې ولې داسې پېښېږي ؟ ستونزه چېرې ده ، په دموکراسۍ کې ؟ یا داسې خو به نه وي چې امریکا دغه ښکلی نوم د خپلو استعماري موخو او بشري ضد کړنو د پټولو لپاره کاروي ؟ راځئ چې په ځغلنده توګه ، دغو پوښتنو ته په ګډه ځوابونه پیدا کړو .

  لکه څرنګه چې پوهېږو ، هر اولس ځانته سیکالوژي ، د فکر کولو او چال چلند ماډل لري چې ریښې یې د اولس د تاریخ او فرهنګ له تل نه خړوبه کېږي . همدا لامل دی چې نن ورځ په نړۍ کې د حکومتدارۍ ګڼ شمېر ماډلونه موجود دي .

   سره له دې چې نن ورځ ، په نړۍ کې د دموکراسۍ بازار هم رنګین دی ، خو بیا هم کولی شو د حکومتدارۍ دغه ماډل په دوو کټګوریو ووېشو : الف – امریکایي ( لیبرال ) دموکراسي ،

 ب – ملي دموکراسي .

ځینې هېوادونه د پورته یادو دواړو کټګوریو تر منځ خوځېږي ،  کله یوه او کله بل لوري ته نږدې کېږي .

   د دموکراسۍ د دواړو کټګوریو تر منځ لوی توپېر شته . دا چې ولې امریکا خپله دموکراسي خوښوي لامل یې یواځې ایدیالوژیکي نه دی ، بلکې لامل یې دا دی چې په دغې دموکراسۍ کې دا په آسانۍ سره شوني ده ، د داسې انتخاباتو له لارې چې د پایلو اټکل یې لا دمخه مالومېدای شي ، د رهبرۍ پر انتقال باندې پړاو په پړاو اغېزه وشیندل شي ، او د خپلې خوښې کاندید بري ته ورسوي .

   پر دې برسېره د امریکایۍ دموکراسۍ یوه بله ځانګړنه يواځې د ټولټاکنو مسئله نه ده چې باید په خپل وخت تر سره شي ، بلکې هلته په سیاست کې لابي کوونکي ، رسنۍ او پیسې ټاکونکی رول لري . پانګه وال ، بانکونه او کمپنۍ  د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونو ته بسپنې ورکوي ، وروسته یې ګټې رېبي . په بله وینا دا پانګه ده چې سیاسي بهیر کنترولوي .

  کله چې امریکایي سیاسي سیستم څېړو ، تر هر څه ړومبی باید د « پټ ځواک » ټکوونکي رول ته پام وکړو . دغه پټ ځواک ته  « د صحنې تر شا ځواک » یا « نه لیدونکی ځواک » هم وایي . ونستون چرچل دغه ځواک « د دسیسه ګرو ځواکمنه ډله » بللې  ده . د دسیسه ګرو ځواکمنه ډله – د ځمکې د کرې یو شمېر شتمنې کورنۍ دي ، چې له یو بل سره د وینې ، کار و باري ګټو او ګډو ودونو له لارې تړل شوې دي . دغو کورنیو ته نړیوال بانکران یا غوره شوي ( نخبګان ) هم وایي .

  په امریکا کې د سپينې ماڼۍ متصدي ، لمړی د « پټ ځواک » له خوا غوره کېږي ، ورپسې د والستریت بانکران ، نفتي او د بیمې شرکتونه ، د درملو او وسلو جوړولو صنعت کاران او . . .  یې لګښتونه پوره کوي . رسنۍ ور ته تبلیغاتي کمپاین کوي . همدا علت دی چې د امریکا سیاسي سیستم د والستریت ، او سیاستوال یې د پیسو د ګټو په چوپړ کې دي .

  د سپینې ماڼۍ متصدي چې اولسمشر یې بولي هغه کړنلاره پلې کوي چې « پټ ځواک » ټاکلې وي . اولسمشر په حقیقت کې د ځواک د هرم د بېلا بېلو ګروپونو تر منځ « منځګړی » ( دلال ) دی .

   د هر امریکایي اشغال او جګړې اصلي موخه ، په چل زور او ناروا توګه د پیسې بودونه ، لوټ او تالان دی . امریکایي جګړو ، هیڅکله هم د دغه هېواد مالیه ورکوونکو ، هغو عادي امریکایي سرتېرو لپاره چې په دغو جګړو کې جنګېږي او وژل کېږي ګټه نه ده رسولې . دغو جګړوهغو اولسونو ته هم ګټه نه ده رسولې چې پر ضد یې دغه جګړې شوي دي . د امریکایي جګړو یواځیني نا جایزه ګټه اخیستونکي د وسلو د صنعت کمپنۍ او د هغوی شریکان دي .

   په امریکایي سیاسي سیستم کې ، لابي کونه د سیستم یوه برخه ده . لابي کوونکي په حقیقت کې رسمي بډې ورکوونکي دي چې سیاسي سیستم او نافذو قوانینو منلي دي . د امریکا د وسلو جوړولو صنعت ، چې له دولتي سبسیدیو څخه برخمن دی او د نړۍ د وسلو د بازار پنځوس سلنه هم کنترلوي ، خپل لابي کوونکي لري . د دغه صنعت لابي کوونکي د جګړو خدایان دي او د جګړو په پیل کولو کې تر اولسمشره ډېرې اغېزې لري .

  په وروستیو درېوو لسیزو کې ، د امریکا د سنا جرګې د دفاعي چارو د کمېټې مشر سناتور جان مکین هغه امریکایی سیاستوال دی ، چې که د جګړې خدای یې وبولو ، نو سپينه او کره خبره به مو کړې وي . دغه سناتور د وسلو د تولید کمپلېکس ( مجتمع ) لابي کوونکی دی .

  که چېرې د ریګن ، بوش ( مشر ) ، کلینتن ، بوش ( کشر ) ، اوباما او اوسني اولسمشر ټرمپ د ادارې هره امریکایي جګړه را وسپړو ، نو له دې واقعیت سره مخامخ کېږو چې سناتور جان مکین تر بل هر امریکایي دولتي مشر او سیاستوال نه ډېر د جګړې پر اور باندې پطرول شیندلي دي .

   سناتور جان مکین هغه څوک دی چې د ټولو نړیوالو قوانینو او دیپلوماتیکي نورمونو  پر خلاف ، په غیر قانوني توګه د سوریې خاورې ته ننوت ، له بېلا بېلو ترهګرو ډلو سره یې مخامخ خبرې وکړې . کله چې اولسمشر اوباما ، له دې نه ډډه وکړه چې سوریې ته امریکایي ځواکونه واستوي ، سناتور مکین هغه کمزوی او بې وسه اولسمشر وباله .

   نوموتي فرانسوي څېړونکي  تي یري میسان ، چې نړیوال اعتبار لري ، له خپلې لیکنې سره د سناتور مکین ، یو عکس خپور کړ او ادعا یې وکړه چې په غونډه کې د داعش مشر البغدادي هم ګډون درلود . همدا شان سناتور مکین په لیبیا کې د القاعدې له ډلې سره مخامخ ولیدل او رسنیو ته یې په زغرده وویل چې دا بېخي د القاعده سازمان غړي نه دي ، بلکې د دموکراسۍ تږي زړور جنګیالي دي . همدا لامل دی چې په نړۍ کې د جګړې ضد غورځنګ فعالین ، سناتور مکین په نړیوالو چارو کې د القاعده سازمان سر سلا کار بولي .

   ښکاره خبره ده چې د جګړو له برکته ، د وسلو د تولید کمپنۍ د وسلو نوي بازارونه او د خپلې سوداګرۍ لپاره سیاسي ملاتړ پیدا کوي . کله چې د جګړې په لمړي پړاو کې یو هېواد لاندې شي ، ورپسې د مقاومت د ځپلو او د تپل شوي رژیم د پایښت مسئله رامنځته کېږي . د دې لپاره باید د لاندې شوي اولس یو شمېر لوېدلي او داسې کسان چې هیڅ ډول ملي ، آسماني او انساني اصولو ته ژمن نه وي ، په نوي قانوني وسله وال پوځ بدل شي . لکه چې وینو یې ،دلته نه یواځې د نغدو پیسو خبره ده ، بلکې د نظامي هډو ، استخباراتي جګړو ، رنګارنګ فساد ، نشه یي توکو ، تېلو ، ګازو ، کانونو ، سودا ګریزو بازارونو ، پایپلاینونو ، رنګارنګ قاچاقو ، د رنګارنګ ترهګرو او جنایتکارو ډلو د کنترول او . . . خبرې هم رامنځته کېږي ، چې هر یو يې په خپل ذات کې د پیسو نه وچېدونکې سر چینې دي . د ټولو منزل مقصود نړیوال بانکرانو ته رسېدل دي . په بله وینا ټول له « پټ ځواک » سره تړلي دي .

   په هر حال ، را به شو دې ته چې ولې امریکا خپلو د چور او تالان استعماري جګړو ته د دموکراسۍ  ښکلی پوړنی ور په سر کوي ؟ د دغه سیاست تر ټولو مهم لاملونه دا دي : لمړی دا چې هره جګړه په تېره بیا هر اشغال یوې پلمې ته اړتیا لري . پلمه باید داسې څه واوسي چې امریکایی اولس ته قناعت ورکړي چې د یوې ښې موخې لپاره ، مادي او ځاني تلفات ګالل د ځغم وړ دي ؛ د بشریت او لاندې شوي اولس تېراېستنه او د لاندې شوې ټولنې وېش .

   لکه څرنګه چې پوهېږو زوړ استعمار د آزادې سوداګرۍ او تمدن خپرولو په پلمه پیل شو . د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې استعمار ، لکه څرنګه چې یې تبلیغوي ، پای ته و نه رسېده بلکې بڼه یې بدله او پېچلی شوه .

  امریکا د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د یوه نوي نړیوال ځواک په توګه راڅرګند شو . دغه استعماري ځواک نشوای کولی د خپلو استعماري موخو د پټولو لپاره د تمدن خپرولو زوړ شعار غوره کړي ، ځکه چې بشریت د څه باندې پنځه پېړیو په اوږدو کې د تمدن خپرولو له تومنې سره ښه آشنا شوی وو . په دې توګه ویلی شو چې « امریکایي دموکراسي » او د زاړه استعمار « تمدن خپرول » د یوې سِکې دوه مخونه دي .

   د تاریخ په اوږدو کې چې امریکا هر هېواد لاندې کړی دی ، کټ مټ همدغسې دموکراسي یې تپلې ده ، لکه چې په افغانستان کې یې تپلې ده . د تومنې له پلوه ټولې تپل شوې امریکایي دموکراسۍ یو شان دي . همدغسې فساد ، نشه یې توکي ، نسل وژنې ، ورانۍ ، یو قوم له بل قوم او یو مذهب له بل مذهب سره په جنګ اچونې ، له خپلو نغریو نه د خلکو بې ځایه کونې ، په انتخاباتو کې ټګۍ برګۍ ، د فرهنګونو او چاپېریالونو ککړتیاوې او د لاندې شوي اولس ټولنیزې اوبدنې ته زیان رسول ، هغه څيزونه دي چې له هر امریکایي اشغال سره مل وي .

    ښه ، دا چې امریکا کوم ډول کسان د واک ګدۍ ته رسوي او یا د خپل ګوډاګي په ټاکلو کې کومو موازینو ته پاملرنه کوي  ، ښه به دا وي چې ځواب یې د تاریخ په پاڼو او د یوه امریکایي اولسمشر په خبره کې ولټوو .

   په نیکاراګوا کې آناستاسیو سوموزا هغه بې رحمه لوټمار و چې کله امریکا دغه هېواد اشغال کړ ، د واک ګدۍ ته یې پورته کړ . سوموزا او کورنۍ یې د امریکایي ځواکونو او څارګرو ادارو د هر اړخیز ملاتړ په زور ، ۴۴ کاله واکمني وکړه . امریکا د دغه دیکتاتور او جاني لپاره هم د کاذبو انتخاباتو ننداره جوړه کړه او همده انتخابات وګټل .

   د وخت په تېرېدو سره ، سوموزا داسې جنایتونه تر سره کړل چې آن واشنګتن ته دا اندېښنه پیدا شوه چې حالات له کنترول څخه وځي . د امریکا دولتي چارواکو مسئله له اولسمشر روزوېلت سره شریکه کړه . اولسمشر وویل : « کېدای شي چې هغه [ آناستاسیو سوموزا ] به د سپۍ زوی وي ، خو هغه زمونږ د سپۍ زوی دی » . هو ! پر دموکراسۍ باندې د امریکایي ټینګار موخه ، د واک ګدۍ ته « د امریکایۍ سپۍ  زوی » رسول دي ، نه بل څه .

پای

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news