اشرف غني د کابل پېښې په غچ کې بندیان اعداموي

pancy

اشرف غني د کابل پېښې په غچ کې بندیان اعداموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۶۶): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د تېرې ورځې چاودنې په غچ کې د ۱۱ طالب بندیان د اعدامولو حکم وکړ.

تېره ورځ د کابل ښار زنبق څلور لارې ته څېرمه یوه درنه خونړۍ چاودنه رامینځته شوه چې تر اوسه یې هیچا مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د ملي امنیت اداره ادعا لري چې برید د پاکستان لخوا ترسره شوی، خو ارګ تصمیم نیولی چې غچ به یې له هغو افغان بندیانو اخلي چې د طالب په تور نیول شوي او له کلونو راهیسې په بګرام او پلچرخي کې د اعدام په تمه ساتل کیږي.

تر اوسه اعدام ته د نومول شوو بندیانو هویت او دوسیې نه دي په ډاګه شوي، خو د تېر کال په می میاشت کې د ګډ حکومت ولسمشر د بګرام او پلچرخي له زندانونو څخه شپږ تنه طالب بندیان د اعدام لپاره غوره کړي او په دار ځړولي وو، چې وروسته معلومه شوه چې یو تن اعدام شوی کس «عثمان» شپونکی و او امریکایانو په پکتیکا ولایت کې په داسې حال کې نیولی و چې میږې يې پوولې. د هغه د زندان د ملګرو په وینا نوموړی د خپل شپانه طبعیت له مخې تر وروستۍ شیبې پورې د اعدام د حکم په معنی نه پوهیده.

وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د اعدام شوو بندیانو د محاکمې په شفافیت شک څرګند کړی و او ویلي یې و چې پر ضد یې هېڅ پرېکنده ارزښتمن شواهد نشته او نه یې هم اعدام د خلکو له امنیت سره مرسته کوي

طالبانو د خپلو بندیانو د اعدام په غبرګون کې د «عبرتناکو بریدونو» خبرداری وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۶۶): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د کابل ښار د زنبق څلور لارې د پرونۍ پیښې په غچ کې د ۱۱ تنه طالب بندیانو د اعدام حکم ورکړ، طالبانو د سخت عکس العمل ګوتڅنډنه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله په یوې تونده اعلامیه کې ویلي چې که د دوی بندیانو ته زیان ورسیږي نو د «کابل ادارې ټول اړوند ارګانونه، ذیدخله ادارې او عدلي دستګاه به يې د مجاهدینو تر سختو او عبرتناکو بریدونو لاندې نیول کیږي او د راتلونکو پيښو او هر ډول زیانونو مسئوليت به د کابل ادارې په غاړه وي».

د اعلامیې په وینا، د بندیانو د اعدام په وړاندې غبرګون به یوازې افغان دولت پورې محدود نه وي بلکې د هغو خارجي بندیانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي چې له طالبانو سره بندیان دي. اعلامیه زیاتوي:

«دا چي دکابل اداره خپل واک نه لري او فیصلې یې د خارجي بادارانو په اشاره عملي کیږي نو که له اسلامي امارت سره موجودو خارجي بندیانو ته د کابل ادارې د دغه جنایت په انتقام کې زیان ورسید هم مسئولیت به یې دمتبوع هیوادونو په غاړه وي».

که څه هم په اعلامیه کې د خارجي بندیانو د هویت په اړه وضاحت نه دی راغلی، خو د مخکنیو راپورونو پر اساس څو تنه امریکايي او کاناډايي اتباع له کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې شپې سبا کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې چې د کابل ښار د تېرې ورځې په برید کې یې خپل لاس لرل رد کړي او پیښه یې غندلې، زیاته کړې چې د «کابل اداره» د تېرې ورځې له «غمیزې» څخه تبلیغاتي استفاده کوي او په وینا یې خپله بې کفایتي او ناتوانايي په بې ځایه تورونو باندې توجیه کوي.

نوموړي د دې اعلامیې په ترڅ کې په نړیوالو بشري او حقوقي بنسټونو هم غږ کړی چې د دغه عمل په وړاندې خپل رول ادا کړي.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news