سوله يیزې خبرې یا سوله يیز پاڅون؟

asif khawaty
آصف خواتي

سوله يیزې خبرې یا سوله يیز پاڅون؟

شپاړلس کاله دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه په افغانستان کې دجګړې اوربل دۍ. حکومت هره ورځ خلکوته دلسګونوتنو وسلوالومخالفینو دمرګ اوژوبلې زیری ورکوي خو دا وسلوال ددې پرځای چې کمزوري شي لا ځواکمن کیږي ، دفعالیت، نفوذ اواغیز ساحه یې پراخیږي چې پراخیږي. پدې اړه داګومان په واقعیت بدلیږي چې یا د مخالفینو دمرګ اوژوبلې داارقام په بشپړډول ناسم دي اویا داچې وسلوال مخالفین ولسي ملاتړ لري اوله ولس څخه تغذیه اواکمالیږي. سربیره پردې پدې وروستۍ اونۍ کې په رسنیو کې دپام اوغوروړ لاندې مسئلې خپرې شوې چې هغه دنني شړیدلې حکومت بې کفایتي او دترهګرۍ سره دروانې مبارزې ناکامي ښيي.
۱– دمی په ۲۴۴ دکابل دامنیې قوماندان وویل « طالب وسلوال دشپې په مهال کابل ته څیرمه موسهي ولسوالۍ ، سروبي ، ده سبزاوچوک ارغندې ته ځان رارسوي اودلته ترځای پرځای کیدووروسته دکابل ښارپه دننه کې خپل بریدونه ترسره کوي.» ۲- دمی په ۲۶ دکابل دولایتي شورارئیس دآزادۍ رادیوسره په مرکه کې وایي « مخالفین دقره باغ ، سروبي ، پغمان اوموسهي په څلوروولسوالیو کې دخلکواووسایطو په تلاشۍ لاس پورې کوي.»
دکابل ولایت ددوولوړپوړو ملکي اوامنیتي چارواکوڅرګندونې دداسې یوه ګواښ ښکارندوی دي چې وسلوال مخالفان که هغوی ته طالب ویل کیږي یا داعش اویا ترهګر دکابل دروازوته را رسیدلي دي.
۳ – دمی په ۲۸ دغزني دولایتي شورا غړو اوددې ولایت مدنی فعالانودې واقعیت ته ګوته ونیوله چې دنوموړي ولایت په عدلي اوقضایي بنستونوکې دفسادله کبله خلک د خپلوستونزودحل لپاره قومي شوراګانو او جرګوته مراجعه کوي . ۴ – دمی ۲۹ ملګري ملتووویل چې دروان میلادي کال له پیله تراوسه پورې دجګړې له کبله تریو لک زیات افغانان په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي اودایې هم پرې اضافه کړل چې ځینو ښاري سیمو ته هم ناامني خپره شوې ده. په همدې نیټه دغزني دولایتي شورایوه غړي آریانیوز ته ویلي چې ناپیژندل شوې چورلکي ددښمن دولکې لاندې سیمو( واعظ اوخوګیانی) ولسوالیو کې کښته کیږي. څه موده مخکې ورته ادعاوې دسرپل اوبلخ په ولایت کې هم شوې وې. دناپیژندل شوو چورلکودکښته کیدو پوښتنې ته بایدهغه څوک ځواب ووایي چې دافغانستان هوایي حریم کنټرولوي چې هغه امریکایان دي نه افغان حکومت. ۵ – دکابل ښاردوزیراکبرخان مینې زورورې چاودنې چې د۵۰۰ شاوخواکورنۍ یې په ویرکې کینولې.
په رسنیوکې خپرې شوې پورتني ترخه واقعیتونه ددې ښکارندوی دي چې ننی دولت یوفاسد دولت اودولسي ملاتړڅخه بې برخې دی .همدالامل دی چې وسلوال مخالفین دولس ملاتړترلاسه کوي او ځواکمن کیږي اوخبره دې ته رسیدلې ده چې مخالفین د کابل دروازو ته راورسیږي. بل څرګندواقعیت چې دوسلوالومخالفینوپه پیاوړتیا کې بې اغیزې نه دی هغه په اصطلاح دترهګرۍ سره شپاړلس کاله مخکې پیل شوې مبارزه نړیوال ملاتړله لاسه ورکوي اوپه تیره ګاونډیان په افغانستان کې دناټو ماموریت اود امریکا تګلارې ته دشک په سترګه ګوري اوپدې کې شک نشته چې ګاونډیان وسلوالو مخالفینوته مالي ، استخباراتي اوپوځي مرستې هم ورکوي.
کله چې دولت فاسد ، حکومت په کورنیوشخړو کې ښکیل وي ، دوسلوالومخالفینوسره دولس یوه برخه او ګاونډیان خواخوږي ولري منطقي پایله یې داکیږي چې وسلوال مخالفین ځواکمن شي . پداسې یوه حالت کې سلیم عقل داحکم کوي چې دافغانستان دروانې جګړې دپای ته رسولو په موخه دحل سوله ئیزې لارې چارې ولټول شي چې هغه بیله قیداوشرطه دطالبانوسره دسولې دخبروپیلول دي. خوداسې بریښي چې سپینه ماڼۍ اوارګ لاتراوسه دوسلوالومخالفینو په ځپلوټینګارکوي. کله چې خبره داسې ده ولس ته په کاردي چې ننی واکمن حکومت دسوله ئیزومظاهرو له لارې استعفا ته اړ باسي ترڅودافغان ولس روانې قصابۍ ته دپای دټکې د ایښودلو په موخه لومړی ګام اوچت شي. که چیرې حکومت یا دهغه نړیوال حامي دوسلوالومخالفینو سره سوله ئیزې خبرې پیل نکړي اویا ولس سوله ئیزپاڅون ونکړي افغان ولس به دوزیراکبرخان مینې، د۴۰۰ بستریزروغتون، د۲۰۹ قول اردو په شان نورو خونړیوپیښوشاهدان اوقربانیان وي اوجګړه به همداسې روانه وي چې په هغې کې بیاهم افغان بچی دطالب ، داعش ،ترهګر، سیکولر اودصلیبیانو دهمکارپه نامه وژل کیږي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news