لندن برید کې ۶ کسان وژل شوي او۴۸ ټپیان دي BBC

بریتانیا

لندن برید کې ۶ کسان وژل شوي او۴۸ ټپیان 

رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionبرید مرګ ژوبله اړولې.

د برتانیا پولیس وايي د پلازمېنې لندن په زړه کې د بریدګرو له لورې په موټر او چاکو د کړیو بریدونو له امله لږ تر لږه شږ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپيان شوي دي.

پولیسو ته د خلکو له لورې خبر ورکړل شوی و چې یو موټر د لندن بریج په سیمه کې پر پلیو خلکو ورغلی دی.

دا برید د لندن پر وخت د ماخوستن پر ۱۰ بجې شوی و.

پولیسو ته ویل شوي چې دغلته بریدګرو په چاکوانو پر خلکو ګوزارونه کول.

عیني شاهدانو ویلي، دریو بریدګرو له ګوزارونو وروسته د بورو مارکېټ په لور منډې وهلې.

ویل کېږي پولیسو دغه درې بریدګر هم وژلي دي.

په دې سره د وژل شویو شمېر نهو ته رسېږي.

پولیس دا هم وايي، چې یوه بریدګرو د ځانمرګي د واسکټ په څېر یو څه اغوستي و، خو وروسته معلومه شوه چې دا کار یې د خلکو د تېر باسلو لپاره کړی و.

ترهګریز بریدونه

رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionد برید له امله ترهېدلي خلک

په لومړیو کې د لندن روغتیايي چارواکو ویل لږ تر لږه ۲۰ کسه روغتونونو ته د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

خو اوس وايي، چې له دې بریدونو ۳۰ ټپیان مختلفو روغتونونو ته وړل شوي دي.

په بریدونو کې یو پولیس هم ټپي شوی، خو امنیتي سرچینې وايي، ټپونه یې خطرناک نه دي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تریزا مۍ دا پيښې ٫٫ خورا بدمرغې٬٬ وبللې.

نوموړې ویلي، له پولیسو تر لاسه شوي معلومات ښيي، چې دا پېښې “ممکنه ترهګریز”بریدونه وو.

د لندن ښاروال صادق خان وویل ٫٫ دا یو خورا کرغېړن ترهګر برید و.

ښاغلي صادق خان زیاته کړه ٫٫ د لندن له ټولو اوسېدونکو او سیلانیانو څخه هیله کوم چې ارام واوسي او پام وکړي. موږ لا د پيښې له پوره جزییاتو نه یوو خبر. خو دا د لندن پر بې ګناه خلکو قصدي برید و.

د برید غندل

رد انځور حقوقREUTERS
Image captionامنیتي ځواکونه د سیمې ځای ته روان دي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټر پیغام په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغو حساسو شیبو کې امریکا له برتانیا سره د هر ډول مرستې لپاره تیاره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

دوی په یوه اعلامیه کې وايي، که برتانوي چارواکي ترې کوم ډول مرسته وغواړي، نو همکارۍ ته ور سره چمتو دي.

د فرانسې ولسمشر هم په یوه پیغام کې د برید له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې هېواد یې له برتاینا سره ولاړ دی.

د جرمني لومړۍ وزیرې هم دې بریدونو ته په غبرګونو کې ویلي: “موږ پولو ته له پام پرته په خپګان او غوسه کې یو، خو په کلک هوډ له یو بل سره ولاړ یو”.

د اروپايي جرګه ګۍ مشر ډونلډ ټوسک هم ویلي، چې اروپا د ترهګرۍ پرضد له برتانیا سره په ګډه مبارزه کوي.

د برتانیا د مسلمانانو ټولنې مشر هارون خان هم د یوه بیان په خپرولو سره دا بریدونه غندلي دي.

“هغه لیکلي دي د هر ځای مسلمانان له هغو بریدونو کرکه کوي او پرې غوسه دي، چې دغو ډارونو کړي او زموږ د برتانوي هېوادوالو ژوند یې اخیستي”.

د نوموړي په خبره، په روژه مبارکه میاشت کې – چې ډېری مسلمانان روژتي دي او عبادت کوي – دا ډول بریدونه ښيي چې بریدګر رښتوني ژوند او باورونو ته ژمن نه دي.

له مارچ راهیسې دریم برید

رد انځور حقوقGABRIELE SCIOTTO
Image captionهغه بریدګر چې د ځانمرګي واسکټ په څېر یې یو څه اغوستي و.

د روان کال له مارچ میاشت راهیسې دا په برتانیا کې دریم ترهګریز برید دی.

د مۍ پر ۲۲ په مانچسټر کې پر کنسرټ برید وشو، چې ۲۲ کسان یې ووژل او ۱۱۶ یې ټپیان کړل.

دغه بریدګر ۲۲ کلن سلمان عبیدي ښودل شوی، چې کور جوړ باروتو سره یې د امریکايی سندرغاړې اریانا ګراندې د مینوالو منځ کې چاودنه وکړه.

د مارچ پر ۲۲ یوه بریدګر د برتانیا له پارلمان سره نږدې برید وکړ، د ده په ګډون شپږ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

دغه بریدګر خالد مسود اول پر خلکو موټر وخېږاوه وروسته یې چاکو په لاس د پارلمان لور ته منډه کړل، خو پولیسو وواژه.

رد انځور حقوقGETTY IMAGES
Image captionد وضعیت په کنټرولولو کې د پولیسو رول ستایل شوی دی.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news