کابل: امنیتي ځواکونه د معترضینو خیمې ړنګوي او دوستم ورته روژه ماتی لیږي

19 kigr

کابل: امنیتي ځواکونه د معترضینو خیمې ړنګوي او دوستم ورته روژه ماتی لیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د تیر جمعې د لاریون وروسته معترضینو د کابل په زنبق څلور لاري او ولسمشریزي ماڼۍ ارګ ته نیژدې د اعتراض په توګه خېمې وهلي او په وینا یې په سوله ییزه توګه تر هغو خپل اعتراض ته ادامه ورکوي تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي.

خو نن دوه ساعته تر مخه د ګارنیزون امنیتي ځواکونو د معترضینو پر وړاندي منظم شوي او غواړي چې د هغوی خیمې له بیخه وباسي او معترضین له دغه ځایه وشړي.

بلخوا د ولسمشر لومړي مرستیال چې اوس مهال په ترکیه کې د تداوي په بهانه د تبعیدی ژوند تېروي، د کابل معترضینو ته د روژه ماتې لپاره پسونه، وریجې، غواړي، اوبه او جوسان را لیږلي دي.

باید وویل شي چې جنرال دوستم د ګډحکومت پر خلاف د روانو اعتراضونو ملاتړ کړی او له مخکې لا یې د امنیتي ارګانونو مشران بې کفایته بللې وه او غوښته یې کړه وه چې باید له خپلو دندو څخه وشړل شي.

باید وویل شي چې نن ورځ د جمعیت ګوند هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امنیتي ادارو مشران بې کفایته وبلل او د هغوی پر بدلون یې ټینګار وکړ.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news