راځۍ دخپل هیوادځمکنیوواقعیتونوته وګورو

asif khawaty

محمدآصف خواتی

 

په ۲۰۰۱ کې دبن کنفران

                 راځۍ دخپل هیوادځمکنیوواقعیتونوته وګورو

 په ۲۰۰۱ کې دبن کنفرانس په افغانستان کې دداسې یوې کږې او ملي ضدواکمنۍ بنسټ کیښودچې تردې مهاله په هیوادکې ټولې چارې کږې روانې دي اوخبره دې ته رارسیدلې ده چې پدې هیوادکې دپښتون اوغیرپښتون ترمنځ شخړو اوناندریوته لاره هواره کړي  چې یقینآ پایلې یې ګواښمنې اونه جبرانیدونکې دي. دبن کنفرانس ځکه ملي ضد ونومول شو چې هغه دقومونواوتوکمونوپربنسټ حکومت  جوړکړ. سربیره پردې ددې کنفرانس ګډون کونکي په سلوکې ۸۰  جنګي جنایتکاران او دبشردحقوقوسرغړونکي وو. خوسره لدې وینوچې یوشمیر دقلم اونظرخاوندان اولیکوالان مولاتر اوسه دبن دناولي کنفرانس وروسته بهیراو په پایله کې رامنځته شوي فاسدو حکومتونو څخه چې لوبغاړي یې د۳۰۰ تنوشاوخوا کیږي ملاتړکوي اوهغه ډله افغانان چې دروانوستونزو اصلي لامل چې پردی پاله بیواکه واکمني اوپه هیوادکې پرتې پردۍ لښکرې دي  ګوته ونیسي طالب پلوی ګڼي اودهغوی په پته دسپکوسپوروڅخه هم ډډه نه کوي. ددې ډله لیکوالو اودنظرخاوندانوداډول دریځ که له یوې خوا دهغوی له لوري د هیواددروان کړکیچ اصلي لامل یاعامل دپوهیدوددرک بیوسي ښيي اوپرمعلول نښتي دي له بله پلوه چمتونه دي چې داختلاف وړپدیدوپه اړه جوړونکي هدفمن بحث اومشاجروته دوام ورکړي. زموږ ډیری دخپل هیواد واقعیتونو ته دلویدیځ دمعیارونو له دریځه ګوري ملا او طالب  ترقي ضد موجودتبلیغوي . خوددې دوستانوپدې سرنه خلاصیږي چې دهیواد په تیاره کې ساتل شوی دودیز مسلمان ولس ملاددین ستنې ګڼي اوهره ورځ پنځه ځله په هغوی پسې نیت تړي اودلمانځه وروسته په دعاکې هغه څه وایي چې ملاصاحب یې دمذهبي لارښودپه توګه اداکوي یعنې داچې « دکفاروشکست غواړي» هغه کفارچې ددوی هیوادیې نیولی دۍ.

ګرانه په لویدیځ  یا دهیوادپه ستروښارونوکې میشت روڼ اندی ! کله چې دلمانځه نه وروسته ملاصاحب دکفارو دشکست دعاوې کوي اومقتدیان یې هغه دزړه له اخلاصه دهغه وروسته په لوړغږ اداکوي آیا دکفاروپرضددا دعاوې اوآرزوګانې په هغوی کې په نه ماتیدونکي مادي قوت نه اوړي ؟ اوددې نابلل شوو کفاروخلاف به جهادونکړي چې داسې ځواک کوم چې داجهادپرمخ وړي په هیوادکې شتون لري اوپه همدې جومات کې ددوی ترڅنګ په یوه صف کې ولاړاوخپله فریضه یعني لمونځ اداکوي. ته  اوزه خویا په امریکا، اروپا یا دهیوادپه ښارونوکې میشت یو اوهغو جوماتونو ته چې له هغونه جنګیالي سر راپورته کوي نه ورځو ځکه ډاریږوچې په کفري نړۍ کې ژوندکوواو دحکومت څخه ملاتړکوو.  داچې د ښارونوڅخه دلیرې پرتوکلیوپه جوماتونوکې نورڅه تیريږي ، ملایان اوطالبان خلکوته کوم وعظونه کوي اودنني حکومت اوبهرنیو حامیانوکوم انځورورته کاږي زه اوته ترې خبرنه یو. داددې معنی ورکوي چې موږدآسمان څخه ځمکه ګزووچې داګزونه موپه بشپړډول ناسمه ده. ماپه تیره لیکنه کې دطالب دځواکمنیدو په اړه څوکرښې لیکلې وي اوکه هغه یوځل په غورسره ولوستل شي  په هغې کې  دننۍ واکمنۍ دمخالفینوغښتلتیا لاملونه ترسترګوکیږي. داچې ملااوطالب ترقي ضد دی  زه څه نه وایم اوځانته پدې اړه ځکه اجازه نه ورکوم چې زماولس داسلام دیوه رکن اوفریضې ( لمانځه ) داداکولوپه موخه په همدې طالب اوملاپسې نیت تړي اوداددې معنی ورکوي چې ملااوطالب ته دزړه له کومې درناوی لري. که زه خپل ولس خپل ګڼم ، دهغه سرلوړي غواړم اوهغه ته درناوی لرم بایدچې ددې ولس اعتقاداتو ، غوښتنو اوټولنیزروان ته درناوی وکړم. پدې اړه دمهاتما ګاندي په اړه دیوې کیسې یادونه اړینه ګنم. وایي چې ګاندي له یوه بهرني سفرڅخه هیوادته راستون شواومخامخ یوه سترمعبدته ولاړ اوپه معبدکې بت ته په سجده شو. ددې پیښې وروسته یې یوه ملګري ترې پوښتلي وچې ګاندي صاحب! تاسې خوبت ته عقیده نلرۍ نوولې موورته سجده وکړه. ګاندي په ځواب کې ورته ویلي و مابت ته سجده نده کړې بلکه ماخپل ولس ته درناوی ترسره کړ.

افغان ولس دخپلورواني ځانګړتیاوو له کبله پخپل ټاټوبي کې پردۍ لښکرې اودپردیوپرمټ واک ته رسول شوې واکمنۍ نه مني لدې امله دهغه چاسره خواخوږي ښيي ،مرسته اوملاتړیې کوي چې ددې لښکروخلاف جنګیږي اودا نوښت نن طالب ترلاسه کړی دی.  که چیرې دافغان ولس داځانګړتیا چې دپردیولښکروخلاف په میړانه جنګیدلي دي نو دانګریزي ښکیلاکګرواوشوروي نیواکګرو په وړاندې دولسونوسرشندنې هم بایدوغندل شي.  داچې دطالب ترشا څوک ولاړدي اودچاله لوري یې ملاتړ کیږي ننی حکومت هم بهرنی ملاتړ لري. پردې بنسټ دواړه اړخونه دخپلوبهرنیوحامیانو دپیسواووسلوپرمټ دپردیونیابتي جګړې پرمخ وړونکي دي اویوبل وژني. کله چې په جګړه کې ښکیل دواړه اړخونه خارجی ملاتړ لري اوپه جګړه کې افغانان وژل کیږي نومعقوله لاره داده اوویښ وجدان داحکم کوي چې دجګړې ددوام اصلي لامل اودجګړې دختمولو چاره په ګوته شي چې هغه دمخالفینوسره بیله قیداوشرطه دخبرواترو پیلول  اوجګړې ته دپای دټکی ایښودل دي. نه داچې هغه کسان چې دجګړې ،زورزیاتۍ اوغچ اخیستنې پرځای دوسلوالو مخالفانو سره په سوله ئیزو خبروټینګارکوي ورټل شي اوپه پته یې سپکې سپورې ووهل شي یاداچې له خپلوجیبونوڅخه دمخکې نه جوړشوي مهرونه اوټاپې راوباسواوپرهغوی مختلفې ټاپې ولګوو.

 

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news