احدي: د «کابل پروسې» کانفرانس د ګټې پر ځای تاوان وکړ

anwar alhaq ahadi

احدي: د «کابل پروسې» کانفرانس د ګټې پر ځای تاوان وکړ,

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نوي ملي جبهې ګوند مشر انوار الحق احدي د طلوع نیوز سره د کابل پروسې کانفرانس په اړه په مرکه کې وویل: دغه کانفرانس ددې پر ځای چې د افغانستان حکومت ته ګټه وکړي، تاوان یې وکړ.

نوموړي وویل چې د کانفرانس په لومړي پړاو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله ګډون نه وو کړی، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني حاضر نه وو چې له امله یې د ټولې نړۍ په وړاندي د افغانستان د حکومت دننه اختلافات نور هم را څرګند شول.

احدي همداراز وویل چې په کانفرانس کې ګډونوال هم اکثره په کابل کې مقیم سفیران وه، په پروسه کې د شریک هیوادونو ځانګړي استازي او لوړ رتبه هیئتونه نه وه راغلي چې د هغوی پر عدم دلچسپي دلالت کوي.

نوموړي همداراز وویل چې په کانفرانس کې اشرف غني او ګډحکومت د خپل کمزوري موقف پر اساس هیڅ داسي نوی او څرګند پيغام نه درلود چې نړیوالو ته یې وړاندي کړی وای. ځکه نو دا پروسه په بشپړه توګه ناکامه بلل کیدای شي. «حکومت د نني کانفرانس لپاره نه امادګې لرله او نه هم کومه نوې محتوا».

احدي وویل چې کوم حالت یوه میاشت او یا یو کال تر مخه وو، اوس هم هغه حالت دی او د دې پروسې د لومړۍ ناستې وروسته به هم همدا حالت وي.

باید وویل شي چې اشرف غني په کانفرانس کې د وینا پر مهال وویل چې وسلوال مخالفین اخیرنی فرصت لري تر څو د کابل پروسې سره یو ځای شي او د افغانستان حکومت سره سوله وکړي.

د شنونکو په نظر حکومت د سولې لپاره هیڅ اراده نه لري او نه هم په حکومت کې دننه پر یوه خبره باندي اجماع لري، ځکه نو یوازي د موقت وخت لپاره اجراءات کوي، چې لنډ مثال یې د سولې د عالي شورا لپاره یوه ورځ تر مخه «کریم خلیلي» د مشر په توګه ټاکل دی، صرف ددې لپاره چې د کابل پروسه په کانفرانس کې د سولې اړوند یوې جلسې مشري وکړلای شي او نړیوالو ته وښودل شي چې دوی اوس هم د سولې اراده لري او د سولې عالي شورا فعاله ده.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news