امریکايي کارپوه: د سعودي او امریکا تر منځ د ۱۱۰ بلیونه ډالرو سودا «درواغجن» خبر دی

cangrece

امریکايي کارپوه: د سعودي او امریکا تر منځ د ۱۱۰ بلیونه ډالرو سودا «درواغجن» خبر دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاعي چارو منل شوی کارپوه بروس رایډل  په خپل تازه انکشافاتو کې ویلي چې یوه میاشت تر مخه سعودي ته په سفر کې د ټرمپ له لوري د ۱۱۰ بلیونه ډالرو تړون اعلان وشو، چې خالصتا درواغ او هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړي ویلي چې د امریکا او سعودي تر منځ د ۱۱۰ بلیونه ډالرو هیڅ سودا وجود نه لری، بلکې د یو لړ پيشنهادونو اسناد دي چې دواړو هیوادونو سره تبادله کړي دي خو په حقیقت کې هیڅ «سودا» نسته.

نوموړي ویلي چې په دغه تبادله شویو اسنادو کې یو شمېر د امریکا د دفاعي کمپنیو له لوري د وسلو وړاندیزونه دي چې کیدای شي په آینده کې سعودي ورته اړتیا ولري، همداسي تر اوسه د امریکا سنا ته په دې اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي چې د ۱۱۰ بلیونه ډالرو تړون پر څه شي شوی، په پنټاګون کې د وسلو خرڅولو څانګه، او نورې اړوندې ادارې یوه میاشت وروسته هم په دې اړه هیڅ معلومات نه لري، بلکې هغوی وايي چې دا تړون پر احتمالي سودا شوی چې پر راتلونکي وخت پوري اړه لري.

نوموړي په یوه اوږده څیړنیزه مقاله کې لیکلي چې د ټرمپ ادارې له لوري چې د وسلو د سودا کوم معلومات خپاره شوي، او یا د نوموړي ادارې له لوري تر اوسه د رسنیو سره شریک شوي، د هغوی سودا او تفاهم ډېر مخکې د باراک اوباما په وخت کې شوي.

لیکوال ویلي د اوباما په وخت کې چې کله نوموړي د سعودي سره د وسلو لویه سودا لاسلیک کړه، په هغه وخت کې اسرائیل د امریکا څخه وغوښتل چې دوی باید تر سعودي کم نه سي او سمدستي امریکا د اسرائیل ټولې اړتیاوي ور پوره کړې تر څو په سیمه کې کوم هیواد تر اسرائیل قوي وسله ونه لري. او زیاتوي ددې لپاره چې پوهه سو چې رشتیا هم امریکا د سعودي سره د وسلو نوي سوداوي کړي دي، اسرائیل به څارو چې د تېر په څېر د وسلو غوښتنه کوي او کنه.

نوموړي ویلي په اوس وخت کې سعودي نورو بمونو ته اړتیا لري تر څو یې د عربي نړۍ تر ټولو فقیر هیواد «یمن» باندي استخدام کړي. او زیاته کړې چې د تیلو د قیمتونو را غورځېدو او د یمن دوه کلنې جګړې د سعودي اقتصاد دومره کمزوری کړی چې حتی تر اوسه یې د پخوانیو سوداو قرضه نه ده پوره کړې.

نوموړي ویلي چې د سعودي په غونډه کې نه یوازي د وسلو د تړون غږ ډېر اوچت و، بلکې د تروریزم او ایران پر ضد د عربي او اسلامي نړۍ اتحاد هم ډېره لویه لاسته راوړنه بلل کېده، خو دا دی دوه اونۍ وروسته سعودي او عربي هیوادونه ددې پر ځای چې پر اصل مقصد کار وکړي، د خپل اتحادي هیواد پر ضد سره را ټول او په خپلو کې سره اخته سول. او زیاتوي: په سعودي کې د مسلمان او عربي هیوادونو وروستی سرمشریزې غونډې په سیمه کې نور طایفي او سیاسي ستونزي را وزیږولې.

باید وویل شي چې ددې څېړنیزې لیکنې تر خپرېدو وروسته خبریالانو په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ د ویاند څخه پوښتنې وکړې چې نوموړی یې په اړه ناڅرګند غبرګون وښود.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news