د لږه کیو پر حقوقو د اشغالګرو ټینګار د څه لپاره ؟

نورالحق

د لږه کیو پر حقوقو د اشغالګرو ټینګار د څه لپاره ؟

په اروپا کې د ۱۶۱۸ – ۱۶۴۸ کلونو تر منځ یوه ډېره خونړۍ او تباکوونکې جګړه روانه وه ، چې تاریخ یې د « دېرش کلنې جګړې » په نوم یادوي . دېرش کلنه جګړه – د اعلان شوو او نا اعلان شوو جګړو یوه لړۍ وه چې د بېلا بېلو اروپایي هېوادونو له خوا په ټوله مرکزي اروپا کې روانه وه .
دېرش کلنه جګړه په حقیقت کې د کاتولیکانو او پروتستانیانو تر منځ جګړه وه . د روم امپراتورۍ ( هابسبورګ ټولواکمنې کورنۍ ) پر ضد پاڅون ، د دغې جګړې سیاسي لامل و . د دېرش کلنې جګړې اصلي ډګر د المان خاوره وه . په دغې جګړې کې د اروپا ټول مهم لوبغاړي ( سویدن ، فرانسه ، هسپانیه او اتریش ) په مستقیمه توګه ، عثماني امپراتوري ، انګلیس او روسیه په غیر مستقیمه توګه ښکېل وو .
دېرش کلنه جګړه د « وېستفالیا د سولې تړون » په لاسلیکېدو سره پای ته ورسېده . د وېستفالیا تړون د ۱۶۴۸ – م کال د اکتوبر په میاشت کې لاسلیک شو . دغه تړون نه یواځې د اروپا دېرش کلنه جګړه پای ته ورسوله ، د دې تر څنګ یې د هسپانیې او هالندیانو تر منځ ، اتیا کلنه جګړه هم پای ته ورسوله او هالند د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو .
د وېستفالیا د سولې تړون ، په نړۍ کې د یوه نوي سیاسي نظم او د نړیوال قانون د رامنځته کېدو اصلي سر چینه ده . په بله وینا نړیوال قانون چې له برکته یې لمړی « د ملتونو ټولنه » او بیا د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شو ، د وېستفالیا تړون محصولات دي . همدا شان دا منل شوي موازین چې ټول خپلواک هېوادونه یو شان او برابر حقوق لري او هیڅ هېواد د بل هېواد په چارو کې د لاسوهنې حق نلري ، لمړی ځل په پورته یاد تړون کې ثبت شوي دي .
په هر حال ، په نړیوالو اړیکو کې د لږه کیو د حقوقو نظریه هم د اوولسمې پېړۍ په نیمایې ، د دېرش کلنې جګړې نه وروسته را وټوکېده ، هغه هم یواځې په مذهبي حقوقو پورې محدوده وه . نور حقوق نه چا پېږندل او نه یې یادونه کېده . اصلي موخه دا وه چې په یوه ټاکلي هېواد کې مذهبي لږه کي ، دا شونتیاوې ولري چې پرته له حد ټاکنې نه ، خپلې مذهبي چارې سر ته ورسوي .
په دودیزه توګه ، هغه محال د مذهبي لږه کیو دغه حقوق یوه داسې بهرني ځواک تضمینول چې ډېر اوسېدونکي یې د عین مذهب پیروان وای . همدا وجه وه چې د روسیې په امپراتورۍ او نورو اروپایي هېوادونو کې د مسلمانانو د مذهبي حقوقو تضمین کوونکې د عثماني امپراتوري وه ، او په عثماني امپراتورۍ کې د عیسوي مذهبو د مذهبي حقوقو تضمین کوونکي روسیه او نور اروپایي هېوادونه وو .
تر لمړۍ نړیوالې جګړې دمخه ، د مذهبي لږه کیو د حقوقو د خوندي توب په اړه تر ټولو مهم لاسلیک شوي تړونونه دا دي :
۱ – د ۱۶۶۰۰ کال د « اولیوا تړون » چې د سویدن ، هابسبورګانو ، د پولند – لیتوانیا مشترک المنافع او د پروس اړوند« برندنبرګ » ترمنځ لاسلیک شو ؛
۲ – د ۱۸۱۴ کال د ویانا ( وین ) کانګرس ؛
۳ – د ۱۸۵۶ کال د پاریس کانګرس ؛
۴ – د ۱۸۷۸ کال د برلین کانګرس .
د پورته یادو کانګرسونو د خبرو اترو منځپانګې د دې ښودنه کوي چې د لږه کیو د مذهبې حقوق تر څنګ ورو ورو نور حقوق هم مطرح کېږي .
دې ته هم باید پام وکړو چې پورته یاد تړونونه او کانګرسونه په ټاکلې توګه په اروپا کې د کاتولیک او غیر کاتولیک ، یهودانو ، روما ( غجر ، جپسي یا جټانو ) او نورو لږه کیو په اړه دي . دا سمه ده چې په اروپا کې دېرش کلنه جګړه ، د کاتولیک او غیر کاتولیک مذهبونو تر منځ وروستۍ ستره جګړه وه ، خو هغه څه چې د دوهمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې له یهودانو سره وسول ، یا هغه څه چې تر همدا اوسه پورې د روما له اتینیکي لږه کیو سره کېږي ، او یا دا چې ځینې ښي لاسه سخت دریځه کړۍ هڅې کوي چې په  اروپا کې مېشت مسلمان وګړي په نښه کړي ، له اروپایي ایدیالونو سره هډو برابر ندي .
له مذهبي تربګنیو او جګړو سره پرېکون او د لږه کیو د حقوقو په اړه هڅې د ستاینې وړ دي . خو دردونکی واقعیت دا دی ، استعماري ځواکونو چې یو مخ اروپایان وو ، مذهبي ، قومي او اتینیکي جګړې يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسولې . هغه هم یواځې د دې لپاره چې شیطاني حرص یې یو لږ څه ارضا شي .
د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست اصلي تومنه ، همدا د مذهبي ، توکمیزو ، فرهنګي او اتینیکي جګړو هڅونې جوړوي . استعماري ځواکونو بشریت څو پېړۍ د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » ، شیطاني سیاست په لومو کې ایسار وساته او دغه ناولی سیاست ، تر نن ورځې پورې دوام لري . سره له دې چې اوس استعمار ګر ځواکونه له خپلو مستعمرو څخه په ظاهره وتلي دي او ډېر اولسونه ځانونه خپلواک ګڼي ، خو د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » خپسکه یې لا هم سا ایستلو ته نه پرېږدي .
ښایي له چا سره دا پوښتنه پیدا شي چې استعمار ځپلي اولسونه ولې نشي کولی له استعماري میراث څخه ځان خلاص کړي ؟ د دغې بد مرغۍ لاملونه ډېر دي خو تر ټولو مهم لامل یې فکري مرییتوب دی . هو ! فکري مرییتوب د استعمار تر ټولو خطرناکه میراث دی . فکري مرییتوب د بشپړ کنترول وسیله ده . دا داسې بې آوازه قاتل دی چې هیڅوک یې نه ویني .
استعمار خپل قربانیان داسې پروګرام کوي چې یواځې هغسې فکر وکړي ، چې د همغه استعمارګر ارباب په ګټه واوسي . استعمار ګر چې وځي ، د فکري مرییتوب نه لیدونکی جال په خپل ځای پرېږدي . دا یو پوخ سیستم دی ، او د سیستم ړنګول د ډېرو استعمار ځپلو اولسونو له توان څخه وتلی کار دی .
فکري مرییتوب د ښوونځیو زده کوونکي ، د پوهنتونونو محصلین ، ښوونکي ، پوهان ، روښنفکران او د ټولنې پوه قشر په نښه کوي . دا چې وایي – استعمار د اولسونو د طبعي انکشاف لوری بدلوي ، هدف یې همدا فکري مرییتوب دی .
په هر حال ، راځئ چې د لږه کیو حقوقو ته ور وګرځو . د لمړۍ نړیوالې جګړې پایلو ، د لږه کیو او ډېره کیو محرکې قوې ته نوې سا ورکړه . لکه څرنګه چې پوهېږو ، له لمړۍ نړیوالې جګړې نه دمخه د اروپا ډېره لویه برخه د انګلیس ، المان ، اتریش – هنګري ، عثماني او روس امپراتوریو تر واکمنۍ لاندې وه . دغو ټولو پورته یادو پنځو امپراتوریو شاهي نظامونه لرل .
پرته له انګلیس نه ، د اروپا دا نورې څلور واړه امپراتورۍ ، چې ګڼ اتینیکي او ګڼ مذهبي وې ، د لمړۍ نړیوالې جګړې په پای کې له منځه لاړي . د دغو امپراتوریو پر کنډوالو باندې نوی هېوادونه او یا نوي ملي هویتونه جوړ شول .
په دغه وخت کې د لږه کیو د خپلواکۍ ( خود ارادیت ) حقوق نه یواځې مطرح ، بلکې یو شمېر اروپایي اولسونو ته ورکړل شول . خو د عثماني امپراتورۍ هغه اولسونه چې په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې پراته وو ، نه یواځې له خپلو حقوقو څخه محروم شول ، بلکې استعماري ځواکونو د دغو اولسونو د برخلیک ټاکلو حق خپل انحصار وګرځاوه .
لکه څرنګه چې پوهېږو ، انګلیس د بالفور اعلامیې ( ۱۹۱۷ ) پر بنسټ اسرائیلي دولت جوړ کړ ؛ پرته له دې چې عرب اولسونه وپوښتي یا یې د ګټو خیال وساتي ، د خپل جاسوس لارنس ، ګوډاګیانو لپاره یې مصنوعي هېوادونه جوړ او دوی یې ورباندې وتپل . له هغه وخت راهیسې چې انګلیس د عربي نړۍ ارباب شو ، دا ده پوره یوه پېړۍ تېره شوه ، آیا څوک به داسې کال ، میاشت ، اوونۍ او یا ورځ پیدا کړي چې د انګلیسي « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست له امله ، په منځني ختیځ کې وینه نه وي تویه شوې ؟ ځواب حتمأ نه دی .
د منځني ختیځ د عرب او عجم اولسونو غمجن برخلیک د دې واقعیت ښودنه کوي چې استعماري او امپرالیستي ځواکونه ، د لږه کیو او ډېره کیو له غمه مړه نه دي . هغه څه چې د دوی لپاره مهم دي ، یواځې د دوی خپلې ګټې دي . عراق او سوریه هغه عربي هېوادونه وو چې د انګلیس له خوا تپل شوي ګوډاګي یې و نه منل ، لیبیا هغه هېواد و چې سپېره ډاګونه یې په باغ عدن بدل شوي وو . درېواړه هېوادونه په سیمه کې له هر اړخه د نورو اولسونو لپاره د الهام سرچینې وې . آیا د لږه کیو ، دموکراسۍ او د بشر د حقوقو دغو شیطاني مدافعینو ، دغه درېواړه هېوادونه په دوزخ بدل نکړل ؟ آیا د دغو هېوادونو لږه کي او ډېره کي یو شان د اشغال په اور کې نه کبابېږي ؟
په هر حال ، د لږه کیو د حقوقو په تړاو بله مهمه نړیواله پېښه ، د ۱۹۱۹ کال د پاریس ( ورسای ) کنفرانس دی . لکه څرنګه چې پوهېږو د « ملتونو ټولنه » د پاریس په کنفرانس کې جوړه شوه . ټول هغه نوي دولتونه چې د جګړې په پای کې جوړ شول ، اړ ایستل شول چې د لږه کیو د حقوقو « تړونونه » لاسلیک کړي . د نوو دولتونو د په رسمیت پېږندنې لپاره د لږه کیو د حقوقو تړون لاسلیکونه مهم شرط و . دا لمړی ځل وو چې ډېرو هېوادونو د لږه کیو لپاره پراخ او هر اړخیز حقوق ومنل .
د بشریت په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د لمړۍ نړیوالې جګړې په پای کې یو دم ډېر خپلواک هېوادونه جوړ شول . په اروپا کې دغه لاندې هېوادونه نوي جوړ شول : فنلند ، اتریش ، چکسلواکیا ، پولند ، یوګوسلاویا ،هنګري ، لاتویا ، لېتوانیا ، ایستونیا . د ورسای تړون په پایله کې د المان ۱۳٬۵ سلنه خاوره فرانسې ، بلجیم ، دنمارک ، پولند او چکسلواکیا ته ورکړل شوه .
په آسیا کې یواځې د ترکیې جمهوریت جوړ شو . د عثماني امپراتورۍ آسیایي برخه ، پرته له سوریې نه چې د فرانسې برخه ګرځېدلي وه د انګلیس تر ولکې لاندې راغله . دلته په ښکاره وینو چې پرته له اروپا نه ، په بل ځای کې د لږه کیو او ډېره کیو حقوق ، نه یواځې مطرح ندي ، بلکې ټول یو ځای د مرییتوب کندې ته ور ټېل وهل کېږي .
واقعیت دا دی چې د روس ، المان ، اتریش – هنګري او عثماني ټولواکمنو واکمنیو له ړنګېدو سره پخوانی نړیوال نظم له منځه لاړ ؛ اروپایي او آسیایي اولسونه تش لاسي شول ؛ اقتصادي رکود او مادي ورانیو اولسونو د ناهیلۍ تر کچې ورسول . ډېر داسې اولسونه هم وو چې د څو هېوادونو تر منځ ووېشل شول ، لکه المانان ، پولندیان ، ارمنیان او داسې نور . یو شمېر داسې لږه کي هم وو چې د خپلواکۍ غوښتونکي وو . د دې لپاره چې په اروپا کې یو ډول نظم ټینګ او د ډېرو ګډوډیو مخه ونیول شي ، دا یوه اړتیا وه چې د ځینو اولسونو « خود ارادیت » او د ځینو نورو لږه کیو حقوق ومنل شي .
ډېر وخت لا تېر نه وه چې حکومتونو د لږه کیو حقوق له پامه وغورځول او د شلمې پېړۍ په دریمه لسیزه کې دغه سیستم ، آن بېخي ړنګ شو . په بله وینا سره له دې چې د لږه کیو حقوقو سیاسي ماته وخوړه ، خو بیا هم د نړیوال قانون د بنسټ په توګه پاتې شول .
د دوهمې نړیوالې جګړې په پای او د ملګرو ملتونو د سازمان په جوړېدو سره ، د بشر حقوق نه دا چې مطرح شول ، بلکې د دغه نوي نړیوال سازمان د منشور یوه نه بېلېدونکې برخه شوه . د بشرحقوق یا وګړنیز حقوق هغو حقوقو ته وايي چې انسانانو ته د درناوي په موخه ، پرته د انسانانو د توکم، آر، ملت، سپین او تور پوستکي ، ژبې او نورو مشخصاتو ته په کتنې سره ورپه برخه شوي . بشري حقوق د نړۍ د انسانانو د درنښت او له هغوی سره د انصاف او یو شان چلند کولوپه موخه تدوین شوي دي . دغه حقوق د طبعي حقوقو په توگه يادېږي او عالم شمول دي . په نړېواله کچه ، دغه حقوق بايد په نړېوال قانون کې منعکس او پلي شي. همدا رنگه په ملي قانونونو کې ، د حکومتي پاليسيو په قانوني چوکاټونو کې ، د سیاسي او دولتي ټولنو په فعاليتونو کې ، د وگړو د بنسټيزوحقوقود ساتنې په موخه باید دغه حقوق په پام کې ونيول شي.
دا باید هېر نکړو – حقوق باید تل موجود واوسي او هر څوک یې باید ولري . که چېرې داسې نه وي ، نو هغه بیا امتیاز دی . امتیاز کېدای شي ، چا ته ورکړل شي او یا ورڅخه واخیستل شي .
د ملګرو ملتونو سازمان له جوړېدو سره په ګرده نړۍ کې بشري حقوق ومنل شول . د بشري حقوقو نړیواله اعلامیه د نړۍ ډېرو ژبو ته وژباړل شوه . په نړیوالو غونډو ، د دولتي مشرانو په ویناوو ، د رسنیو په تنویري پروګرامونو کې د بشري حقوقو په هکله عام پوهاوي ته ډېره پاملرنه وشوه . د نړیوالو سازمانونو تر څنګ ، په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو د دفاع سازمانونو هم جوړ شول .
د لږه کیو د حقوقو د ساتنې په اړه ، د ملتونو ټولنې ( جامعه ملل ) او د ملګرو ملتونو سازمان دریځونه له ریښې توپیر درلود . د ملتونو ټولنې ، بېلتون پالنې او دې ته لمن ووهله چې یو هيواد د هغې برخې بياترلاسه كولواو له خپلې خاورې سره يوځاى كولو ته ګروهن ( مايل) کېدای شو ، چې په پخوا وختونوكې ګاونډي هيواد په زوره نيولې وه. لکه هغه څه چې د ۱۹۳۸ کال د « مونشن کنفرانس » وکړل . د مونشن په کنفرانس کې د اروپا ځواکمنو هېوادونو د هیتلر دا غوښتنه ومنله چې د چکسلواکیا د خاورې هغه سیمې چې اوسېدونکي یې جرمنان وو باید په المان پورې وتړل شي .
دا چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د « امنیت شورا » را منځ ته شوه او پراخ واکونه ورکړل شول ، یو لامل یې همدا وو ، تر څو د ۱۹۳۸ کال د مونشن کنفرانس په شان یو ځل بیا کوم هېواد د لږه کیو د حقوقو په پلمه تجزیه نشي . په حقیقت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا ذمه وهونکي دي . ښه دا چې د امنیت شورا ډېری دایمي غړي په خپله هېوادونه اشغالوي او ټوټه ټوټه کوي یې ، جلا بحث دی . که په لنډه توګه ووایو ، د دوهمې نړیوالې جګړې نه راورسته ، آن د سړې جګړې تر پایه پورې ، ډېر تینګار د هېوادونو پر ځمکنۍ بشپړتیا باندې وو .
د دوهمې نړیوالې جګړې نه را په دې خوا ، پرته له اسرائیل څخه نور چې څه دولتونه جوړ شوي دي ، یا د مستعمرې له حالت نه راوتلي دي او خپلواکۍ ورکړل شوې ده یا دا چې د شوروي اتحاد ، یوګوسلاویا او چکسلواکیا د ټوټه ټوټه کېدو په پایله کې رامنځ ته شوي دي. مانا دا چې د سړې جګړې تر پایه پورې نړیوال ځبر ځواکونه د کوچنیو او کمزورو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن پاتې شوي دي . په نړیوالو اړیکو کې یو ډول انډول ساتل کېده .
د سړې جګړې د پای ته رسېدو نه را په دیخوا ، په نړیوالو اړیکو کې کوم تمایل لیدل کېږي ؟
دلته په ښکاره وینو چې د « لږه کیو حقوق » د سترو جیوپولیتکي لوبو مرکزي ټکی جوړوي . په بله وینا نړۍ یو ځل بیا د لمړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې تر منځ لسیزو ته ورګرځي . د لږه کیو د حقوقو په تړاو د نړۍ ځواکمن هېوادونه دوه مخی سیاست لري . په همدې پلمه ځیني هېوادونه تجزیه شول ، د ځینو نور د تجزیې لپاره ښکاره هڅې روانې دي . اشغالګر خپلواک هېوادونه د ملګرو ملتونو د سازمان له پرېکړو پرته لاندې کوي . د ملګرو ملتو سازمان همغه شان بې وسه دی لکه چې د « مونشن کنفرانس » ( ۱۹۳۸ ) په وخت کې د « ملتونو ټولنه » بې وسه وه .
څو بېلګې : د خلیج له لمړۍ جګړې نه وروسته د عراق تر اشغال پورې ، امریکا او انګلیس د خپلو جنایتونو د پوښښ لپاره د کردي لږه کیو د حقوقو خبرې کولې . کوسوو د صربستان یو ولایت و ، کله چې دغه ولایت د پردو په اشاره خپله خپلواکي اعلان کړه ، امریکا د خود ارادیت د اصولو د ملاتړ په پلمه د کوسوو تر شا ودرېده . په ګرجستان کې ورته پېښه وشوه . د دغه هېواد د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا سیمو ځانونه خپلواک هېوادونه اعلان کړل . دلته امریکا د ګرجستان د ځمکنۍ بشپړتیا په پلمه د ګرجستان ملاتړ وکړ . روسیې په بالکان کې د صربستان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ وکړ ، خو په خپل چم ګاونډ کې یې د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا خپلواکي په رسمیت وپېږندله . ترکیه له یوې خوا ، د خپل کور دننه کردان د بېلتونپالنې په پلمه ځپي ، له بلې خوا یې د قبرص ټاپو شمالي برخه په زور نیولې ده . سودان یې د دې لپاره ووېشه چې د جنوبي سودان د تېلو څاګانې په وړیا توګه د تېلو سترې کمپنیو لاس ته ورشي .
د ځینو دولتونو په کورني سیاست کې هم دوه مخي لیدل کېږي . دلته کېدای شي چین د یوې بېلګې په توګه یاد کړو . د چین حکومت تایوان ته کورواکي ( خودمختاري ) مني خو د ایغور او تبت لږه کیو ته دغه حق نه مني .
له هغه وخت راهیسې چې نړۍ یو قطبي شوه ، په نړیوالو اړیکو کې د ځواکمنو هېوادونو دغه شان دوه ګونی چلند ، دا جوته وي چې د « وېستفالیا تړون » ، د ملتونو ټولنې او د ملګرو ملتونو له خوا ټول منل شوي پرنسیبونه او نړیوال قانون د تطبیق وړ ندي . په نړۍ کې همدا اوس ، د بېلتون پالنې لسګونه داسې غورځنګونه شته چې کېدای شي فعال ، کنګل او یا با القوه یې وبولو . د نړۍ اوسني وضعیت ته په کتو سره آیا د سوله ییزې راتلونکې تمه کول ، بې ځایه او ساده توب ندي ؟ له دې سره که د ځواکمنو هېوادونو او سترو نړیوالو کمپنیو اقتصادي ، سیاسي او نظامي ګټي هم وتړو ، وضعیت لا ډېر خړېږي .
لکه څرنګه چې مو د همدغې لیکنې په بهیر کې ولیدل ، په اروپا کې د دېرش کلنې جګړي په پای کې د « وېستفالیا » تاریخي تړون لاسلیک شو . ټول هېوادونه د یو شان حقوقو خاوندان شول . د لږه کیو یوازې مذهبي حقوق ومنل شول . د لمړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د لږه کیو پر « خود ارادیت » ټینګار وشو ، پایله یې دوهمه نړیواله جګړه شوه . د ملګرو ملتونو سازمان په جوړېدو سره ، د هېوادونو پر ځمکنۍ بشپړتیا ډډه ولګول شوه . د نړۍ په یو قطبي کېدو سره ، د ګلوبالیزم شیطاني سیاست یو ځل بیا بشریت له نا مالوم برخلیک سره مخامخ کړ . په نړیوالو اړیکو کې تعادل له منځه لاړ ، ته وا د ځنګله قانون چلېږي .
که لږ ځیر شو او د وروستیو درې لسیزو ټولو مهمو نړیوالو پېښو ته انتقادي نظر واچوو ، نو له دې تریخ واقعیت سره مخامخ کېږو چې د تومنې له پلوه ، دغه وروستۍ درې لسیزې ، له هغې زمانې سره ډېر ورتوالی لري چې زوړ استعمار پیل شو . د زاړه استعمار تخنیکي او علمي شونتیاوې دومره ځواکمنې نه وې چې د څو کلونو په تېرېدو سره لاندې شوي اولسونه له فرهنګي پلوه تش لاسي کړي . د دغې اوسنۍ زماني والا یې لري . زاړه استعمار په پیل کې د آزادې سوداګرۍ خبرې کولې ، چې ناولې منګولې یې ټینګې شوې بیا یې د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » په موخه ، د لږه کیو د حقوقو او تمدن خپرولو ډول وهلو ته زور ورکړ . د دغې اوسنۍ زمانې استعمارګر د خپل نیواک له هماغه پیل څخه د بشري ، ښځو ، ماشومانو ، همجنس بازانو ، لږه کیو ، مدني او . . . حقوقو ؛ د مدني خوځښتونو ، د آزادو رسنیو ، رنګ رنګ آزادیو او دموکراسۍ نغارې ډنګوي ، او همدغه ښکلي نومونه او ارزښتونه ، د اشغالګرو د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » ، ناولي سیاست کارنده وسلې دي .
فکر کوم چې اوس به مو د دې پوښتنې : د لږه کیو پر حقوقو د اشغالګرو ټینګار د څه لپاره ؟ ځواب موندلی وي . اصلي لامل هماغه د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » ، ښه پېږندل شوی استعماري سیاست دی . بشریت په تېره بیا استعمار ځپلي اولسونه دغه سیاست ښه پېږني . سره له دې چې د دغه شیطاني سیاست اصلي پنځوونکی انګلیس دی ، خو ټولو استعماري ځواکونو له دغه سیاست څخه کار اخیستی دی . اوس چې د ګلوبالیزم زمانه ده د دغه شیطاني سیاست وسلتون په نویو وسلو بډای شوی دی ، لکه د بشر ، ښځو ، همجنس بازانو ، مدني او . . . حقوق ؛ مدني ټولنې ، رنګارنګ انجیوګانې او داسې نور .
د وروستۍ خبرې په توګه باید یادونه وشي چې روان اشغال د افغانستان د ټولو ورونو او باتورو قومونو له لیکو نه لویدلي اجیران ګمارلي دي . نو ځکه د اشغال کورني اردلیان یواځې اجیران دي او د هیڅ قوم استازي ندي . له دې امله د اشغال د ملاتړي یا نازولي په توګه د خپل هېواد یو توکم او یا ټبر ، په نښه کول له ټول افغان ملت سره جفا او خیانت دی . دا باید هېر نکړو چې اجیر ، اجیر دی ، هغه د پيسو مریی او اړ دی چې ورسپارل شوې دندې سر ته ورسوي .
دا سمه ده چې اشغالګرو خپل هغه اجیران ډېر نازوي چې د لږه کیو له لیکو څخه یې استخدام کړي دي . لامل هماغه د « بېل یې کړه ، اېل یې کړه » سیاست دی . همدا شان اشغالګرو خپل دغه اجیران په دومره ډېرو جنایتونو کې ښکېل کړل ، چې خپل اولس ته د بېرته ورګرځېدو ټولې لارې یې بندې او پلونه یې ونړېږي . اوس چې اشغال په لوېدو دی ، اشغالګر د خپلې ماتې د پټولو او له افغانانو نه د کسات اخیستلو په موخه ، غواړي د خپلو همدغو اجیرانو په لاس د قوم او مذهب په نوم وینه تویه کړي . مونږ ټولو افغانانو ته پکار ده چې ځير واوسو ، هره هغه خبره او لیکنه چې زمونږ د ورونو قومو یوالي ته زیان رسوي نه یواځې وغندو بلکې فاعل یې باید ورټو .
دغه تلونکی اشغال ، شا ته میراث خور نه پرېږدي .
ژوندي دې وي زمونږ ټول قومونه !

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news