پنټاګون: چين په پاکستان کې ستره پوځي اډه جوړوي

map-1

پنټاګون: چين په پاکستان کې ستره پوځي اډه جوړوي

 

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د امريکا دفاع وزارت پنټاګون وايي، چين د خپل پوځي ځواک په زياتولو کار کوي او په دې لړ کې هڅه کوي، چې پاکستان کې ستره پوځي اډه جوړه کړي.

په رپوټ کې راغلي، چې بيجينګ په بې ساري توګه خپل پوځي ځواک زياتوي او فکر کوي، چې سيمه کې د امريکا د پراختيايي فکر او ګټو مخنیوی وکړي.

د امريکا دفاع وزارت وايي، چين په تېر کال کې اووه سلنه پوځي بوديجه زياته کړې او په خپل پوځ يې ۱۸۰ ميليارده ډالر لګولي دي.

رپوټ کې دا هم راغلي، چې چين له خپل همېشني ګاونډي پاکستان سره هر ډول ملکي او پوځي اړيکې لري او په دې لړ کې يې پرېکړه کړې، چې پاکستان کې يوه ستره پوځي اډه جوړه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د چين پوځ د نړۍ تر ټولو ستر او غښتلی ځواک دی، تېر کال کې د افريقايي بر اعظم په جيبوتي هېواد کې پوځي اډه جوړه کړې په داسې حال، چې تر چين وړاندې امريکا په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره پوځي اډه جوړه کړې وه.

د پنټاګون په رپوټ کې راغلي، چې له جيبوتي وروسته چين په پاکستان کې ستره پوځي اډه جوړوي، په داسې حال کې، چې دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو اډې هم شته او پاکستان خپله پوځي سوداګري تر ټولو زياته له چين څخه کوي.

پنټاګون دا هم وايي، چې بحر الکاهل سمندر کې د چين سمندري بېړۍ ولاړې دي، چې شاوخوا درې سوه جنګي الوتکې په کې دي.

د بحر الکاهل سربېره د چين په سويلي سمندرګي کې هم چين له ماليزيا، بوټان، فليپين او ويټنام سره په اختلافاتو اخته دی او امريکا هم ادعا کوي، چې د چين سويلي سمندرګي کې خپله برخه لري.

وړمه ورځ د امريکا دفاع وزير جيمز مټیس سينګاپور کې يوه امنيتي کنفرانس ته د وينا پر مهال پر چين نيوکې کړې وې، چې سويلي سمندرګي کې د نورو هېوادونو په ګډون د امريکا پر وړاندې خنډونه راپورته کوي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news