طالبانو په فاریاب ولایت کې ستراتیژیک پرمختګ کړی

dostum-1

طالبانو په فاریاب ولایت کې ستراتیژیک پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایت سیمه ییز مسؤولین وايي چې طالبانو د خواجه سبزپوش په سیمه کې ستراتیژیکه سیمه «شیخي کلی» نیولې ده.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي رسنیو ته ویلي چې په یاده ستراتیژیکه سیمه کې دطالبانو پرلپسې بریدونه ددې لامل شوي چې دغه سیمه سقوط وکړي. او زیاته یې کړه چې د یادې سیمې اربکیان وروسته تر هغه تیښتې ته اړ شوه چې د کومک لپاره یې دولتي ځواکونه پر وخت نه ور ورسیدل.

د ۲۰۹ شاهین قول قومندان جنت ګل کړوخېل هم منلي دي چې د یادي سیمې د سقوط اساسي عامل د اربکیانو تښته ده او زیاته کړې چې دوی د دولت څخه د زیات امتیاز تر لاسه کولو په خاطر تښتېدلي دي.

یو شمېر نورو دولتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې طالبانو اوس د سبزخوش ولسوالۍ په لور په حرکت کې دي.

بلخوا طالبانو نن د فاریاب ولایت په قورغان ولسوالۍ کې د ۲ قومندانانو په شمول د ۵ تنو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د خبر سره سم تېره شپه د ایماق خانه په سیمه کې قومندان چاري خان او قومندان اسلام د ۳ تنه ساتونکو په شمول په ووژل شول.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news