هلمند کې امريکايي الوتکو پر سرحدي عسکرو بمبار کړی

Drone1111-620x330

هلمند کې امريکايي الوتکو پر سرحدي عسکرو بمبار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت ناد علي ولسوالۍ کې امريکايي الوتکو پر سرحدي عسکرو بمبار کې لږ تر لږه لس کسان وژلي او شپاړس نور يې ټپيان کړي دي.

د رپوټونو له مخې تېره شپه د ناد علي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې هغه مهال امريکايي الوتکو پر سرحدي عسکرو بمبار وکړ، چې عسکر پر تراويحو ولاړ وو.

د هلمند اوسېدونکو او امنيتي سرچينو ياد خبر تاييد کړی، خو بهرنيو ځواکونو او د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news