ننګرهار: د طالبانو نفوذي عسکر ۴ امریکایان وژلي دي

usa fashism

ننګرهار: د طالبانو نفوذي عسکر ۴ امریکایان وژلي دي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي عاجل خبر کې ادعا وکړه چې ددوی یوه نفوذي عسکر په ننګرهار ولایت کې پر امریکایانو مخامخ ډزې وکړې چې له امله یې ۴ امریکايي عسکر ووژل شول.

نوموړي وویل چې پېښه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په «لته بند» سیمه کې هغه مهال را منځته شوه کله چې امریکايي عسکر د افغان عسکرو د کومک لپاره سیمې ته راغلل او غوښتل یې چې د طالبانو پر ضد په جګړه کې د افغان عسکرو مرسته وکړي.

مجاهد وویل چې دغه نفوذي عسکر وروسته د نورو افغان عسکرو له لوري په نښه او ووژل شو، او زیاته یې کړه: «ورته ډېر نور نفوذي عسکر لرو چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بهرنیو عسکرو راتګ او مناسب فرصت ته شیبې شماري».

تر اوسه د ننګرهار محلي چارواکو او نه هم په کابل کې د بشپړ ملاتړ (ناټو) ماموریت رسنیز دفتر په دې اړه معلومات ورکړي دي.

باید وویل شي چې ناټو او امریکا په دې وروستیو کې په پام کې لري چې افغانستان ته شاوخوا پنځه زره اضافي عسکر را ولیږي تر څو افغان ځواکونو ته د جګړې په ډګر کې روزنه او مشورې ورکړې او همداسي د اړتیا په وخت کې په جګړه کې برخه واخلي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news