د چابهار بندر په خطر کې دی

Chabahar-sd-

د چابهار بندر په خطر کې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): پر ایران باندي د احتمالي بندیزونو له ویري د هندوستان په ملاتړ د افغانستان لپاره د چابهار بندر په خطر کې واقع شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي ته د سفر پر مهال ایران د تروریزم ملاتړی هیواد وباله او په وړاندي یې د جدي اقداماتو ګواښ وکړ.

بلخوا د امریکا په کانګریس کې یو ځل بیا پر ایران باندي د نویو بندیزونو بحثونو لړۍ پیل شوې، چې له امله یې په ایران او د ایران سره تعامل کوونکې هیوادونه محتاط شوي دي.

د راپورونو سره سم په چابهار بندر کې دهندوستاني او نړیوالو شرکتونو دلچسپي کمه شوې او هغوی وېره لري چې د بندیزونو له امله ددوی پانګې بندي پاته نه شي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news