امریکایانو د ۳ عسکرو وژنه تایید کړه، طالبانو د نفوذي عسکر انځور نشر کړ

bagram prisone

امریکایانو د ۳ عسکرو وژنه تایید کړه، طالبانو د نفوذي عسکر انځور نشر کړ

 

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار د پيښې تایید شوی او ویل شوي چې یوه افغان عسکر پر امریکایانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې ۳ تنه امریکايي عسکر مړه او یو تن ټپي شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پيښې تحقیقات روان دي، تفصیل به یې وروسته خپور شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال پنس په یوه غونډه کې وویل: پر لارې ماته وویل شول چې په افغانستان کې زمونږ ۳ عسکر وژل شوي او بل ټپي دی، نوموړي وویل چې تحقیقات به یې وروسته وشي، خو د عسکرو په وژل کېدو مونږ خفه کیږو، زمونږ دعاګاني او غمرازي به د وژل شویو عسکرو له کورنۍ سره وي.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه عاجل خبر کې ویلي وه چې نن د (شنبې په ورځ) ددوی نفوذي عسکر د ننګرهار په اچین کې پر امریکایي عسکرو ډزې وکړې او ۴ تنه یې ځای پر ځای ووژل.

نوموړي ویلي وه چې نفوذي عسکر وروسته د افغان عسکرو له لوري په ډزو سره ووژل شو.

د پيښې لږ وخت وروسته ذبیح الله مجاهد د نفوذي طالب انځور او د هغه تعارف پر خپل ټویټر نشر کړ چې په لاندي ډول دی:

:
اتل نفوذي مجاهد عبیدالله د کنړ ولایت اوسیدونکی چې نن د ننګرهار په اچین ولسوالۍ لته بند سیمه کې ۴ تنه امریکایي عسکر ووژل.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news