هلمند کې د طالبانو دوو ډلو یو پر بل ځانمرګي بریدونه کړي

meidan-shar

هلمند کې د طالبانو دوو ډلو یو پر بل ځانمرګي بریدونه کړي

Image captionد ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې مرستیال ملا منان نيازي رسنیو ته منلې، چې د ملا هبت الله کسانو پر دوى ځانمرګى بريد کړى دى خو د سر زیان په اړه یې څه نه دي ویلي .

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو دوو ډلو یو پر بل ځانمرګي بريدونه کړي چې په ترڅ کې یې د دوو قومندانانو په ګډون نژدې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ددغه ولایت د پولیس ویاند سلام افغان وایي، چې لومړی برید نن (چهارشنبه د غبرګولي ۲۴ ) سهار شاوخوا اته بجې او دېرش دقیقې د ګرشک ولسوالۍ د سامینار سیمه کي مولوي محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې پر یوه مرکز شوی دی.

ښاغلی افغان وایې، په دغه برید کي ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه ځانمرګی برید چې د موټر په مرسته شوی د ملا هبت الله د کسانو له خوا د ملا رسول پر کسانو شوى دى.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بيا وايي چې دغه بريد پر يوې پوځي اډې شوی. د نوموړي په خبره، په دې بريد کې د ملي امنيت ٢٦ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

خو ځینې راپورونه بیا په دغه بريد کې د ١١ طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبره کوي .

طالبان
Image captionوسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ملا محمد رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې مرستیال ملا منان نيازي رسنیو ته منلې چې د ملا هبت الله کسانو پر دوى ځانمرګى بريد کړى دى خو د سر زیان په اړه یې څه نه دي ویلي .

ددغه برید څخه یوازي درې ساعته وروسته د ملا محمد رسول ډلې پورې اړوند یو ځانمرګي بریدګر د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کي د مولوي هبت الله د ډلي یو سیمه ییز قومندان باندې برید کړی دی.

د هلمند د پولیسو ویاند سلام افغان وایې، چي په دغه برید کي د طالبانو د یوه قومندان حمیدالله په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په هلمند کي د خپل ډول دوهمه پېښه ده. څو میاشتي وړانډي د هلمند لپاره د مولوي محمد رسول د ډلې له خوا نومول شوی والي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې مسولیت یې د مولوي هبت الله ډلي منلی و .

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news