د کابل پر الزهرا جومات په تروریستي برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي

kabul-alzahra-blast-1

د کابل پر الزهرا جومات په تروریستي برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي

تاند- د وروستي راپور له مخې، د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې د شیعه ګانو پر الزهرا جومات په تروریستی برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

امنیتي چارواکو تایید کړه چې په دې برید کې دوو انتحاري حمله کوونکو برخه لرله.

لومړني حمله کوونکي د جومات په خوله کې ځان الوزولی، دوهم د جومات پخلنځي ته ننوتی او همالته یې ځان الوزولی دی.

پولیسو د جومات اصلي ودانۍ ته د دوهم انتحاري مخه نیولې ده.

د حملې په وخت په جومات کې ګڼ شمېر لمونځ کوونکي د لمانځه لپاره راټول شوي ول.

د کابل پر یوه جومات په انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي

تاند- په پلازمېنه کابل کې نن /پنجشنبه/ ناوخته پر یوه جومات په انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، انتحاري هڅه کوله چې په دشت برچي کې یوه جومات ته ننوځي خو پولیسو یې مخه ونیوله، په دې مهال ځانمرګي ځان والوزاوه او ورسره په یو وخت وسله واله نښته پیل شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وویل، پولیسو حمله کوونکی پرې نښود چې د جومات اصلي ودانۍ ته ننوځي، ځانمرګی د جومات پخلنځي ته ننوت او همالته یې ځان والوزاوه.

په نورو راپورونو کې ویل شوي چې حمله کوونکي دوه تنه ول، لومړني د جومات په دروازه کې او دوهم د جومات په پخلنځي کې ځان الوزولی دی.

برید په داسې وخت کې وشو چې خلک په الزهرا جومات کې د لمانځه لپاره راټول شوي ول.

پر دغه جومات پخوا هم بمي برید شوی و.

د تېر کال په نوومبر میاشت کې پر دغه جومات د حملې په ترڅ کې ۳۰ تنه وژل شوي ول.

تراوسه پورې د افغانستان د دولت کومې وسله والې ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو پر شیعه ګانو عموماً د داعش سختدریځه دله برید کوي.

طالبان له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پر شیعه ګانو له بریده ډده کړې ده.

د سږ کال د روژې میاشت په ځانګړي ډول د کابل د ښاریانو لپاره تراوسه پورې په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت ده.

حمله انتحارى درمسجد الزهرا چهارکشته وهشت زخمى برجا گذاشته است

Jun 15, 2017 – 23:17

تعقيب اول – کابل (پژواک ٢٥جوزا٩٦): در حملۀ انتحاری به مسجد “الزهرا” در غرب شهرکابل دست کم چهارنفر کشته و هشت نفر دیگر زخمی شده‌اند.

مل پاسوال محمد سالم الماس رئیس تحقیقات جنایی قوماندانی امنیه کابل می گوید؛  که حمله حوالى ساعت ٨:٤٥ شب به وقوع پيوسته است .

اين مقام امنيتى افزوده است که  در این رویداد چهار تن کشته و هشت تن دیگر زخمی شدند
به گفته وی، حاجی رمضان حسین زاده از بزرگان قوم و یکی از تاجران ملی و یک مسئول پولیس در جمع کشته شده های رویداد اند‌.

 بگفته اين مقام پوليس ،،مهاجم انتحاری در جریان ادای نماز به مسجد الزهرا حمله کرد و مسجد در زمان حمله پر از نمازگزاران بوده است.

منبع افزوده است که حمله کننده انتحاری قصد داخل شدن به داخل مسجد را داشت که از جانب پولیس شناسایی شد و در نتیجه درگیری، پولیس مانع داخل شدن او به مسجد شد.

به گفته او مهاجم به داخل آشپزخانه مسجد پناه می‌گیرد و بعد از چند دقیقه مقاومت خود را منفجر می‌کند.

بربنياد معلومات جنرال الماس ، مهاجمان دو تن بودند و پس از برخورد با پولیس به آشپزخانه مسجد پناه بردند و اولی خود را بلافاصله منفجر کرده و دومی پس از ده دقیقه مقاومت خود را منفجر کرده است.

هنوز مسئولیت این حادثه را هيچ گروهى به عهده نگرفته است.

مسجد الزهرا در منطقه دشت برچی در غرب کابل واقع است و یکی از مهمترین مساجد شیعیان در شهرکابل است.

کابل: د شیعه ګانو پر جومات چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزې اړوند د دشت ارچي په سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ځینو امنیتي سرچینو تر اوسه د یوه پولیس په ګډون د ۶ کسانو د وژل کېدو او تر لس زیاتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په وژل شویو کسانو کې یو هم د کابل ملي تاجر حاجي رمضان حسین زاده دی، ویل کیږي چې نوموړی سخت ټپي شوی وو خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې الزهراء پر جومات باندي یو شمېر سرتیرو بریدګرو ډله ییز برید وکړ خو د بریدګرو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کابل پولیسو د دوه بریدګرو خبر ورکړی. چې په وینا یې یوه ځانته چاودنه ورکړه او دوهم د جومات د چوکیدار په ډزو ووژل شو.

ویل کیږي چې د چاودنې وروسته د ډزو غږ هم اوریدل شوی دی. ځینو عیني شاهدانو د دریم بریدګر شک هم څرګند کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې سمدستي وروسته نن ټکی اسیا ته په رالیږلي پيغام کې وویل چې په کابل کې د شیعه ګانو پر جومات چاودنه او برید کې طالبان لاس نه لري.

:
دکابل په غرب کې نن ماښام په مسجد باندې برید داسلامي امارت پورې اړه نلري، زموږ مجاهدین هيڅ کله په مسجد برید نه کوي.

 

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news