کابل: یو مزدورکار د پولیسو تر وهلو لاندې ساه ورکړه

polisokhta

کابل: یو مزدورکار د پولیسو تر وهلو لاندې ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۶ل): د هیواد په پلازمینې کابل ښار کې ملي پولیسو یو تن مزدورکار په وهلو-وهلو وژلی دی.

پېښه نن د روژې مبارکې میاشتې په یوویشتمه ورځ د کابل ښار په پل سوخته سیمه کې رامینځته شوې.

د راپورونو پر اساس مقتول یو لاسي ګاډی (کراچۍ) درلود او خوراکي توکي یې په کې خرڅول چې د پولیسو لخوا ترې د نغدو پیسو غوښتنه وشوه.

د پیښې عیني شاهدان وايي چې یاد مزدورکار پولیسو ته په ناقانونه توګه د پيسو له ورکولو ډډه وکړه او دا هغه څه و چې د ملي پولیسو غوصه یې راوپاروله.

راپورونه زیاتوي چې پولیسو د نوموړي په وهلو ډبولو لاس پورې کړ او تر هغو یې وواهه چې بالاخره د پیسو له ورکړې انکاري مزدورکار د پولیسو تر لغتو او سوکانو لاندې ساه ورکړه.

تر اوسه د هغو پیسو د دقیق مقدار په اړه معلومات نه شته چې نوموړي مزدورکار ته یې سپما د ژوند په بیه تمامه شوه، خو د روان کال په فبروري میاشت کې د هلمند – فراه په لویه لار افغان ملي پولیسو یو موټر چلوونکی د ۲۰ افغانیو له کبله وژلی و.

د کابل ښار د نن ورځې پیښه په ټولنیزو پاڼو کې په کلکه غندل شوې او هغه یې د دولتي ځواکونو د اخلاقي او رونیزې نیمګړتیا بېلګه بللې، د کومو د روزنې په پلمه چې لسګونه زره بهرني ځواکونه په هیواد کې میشت دي.

د کابل دولتی چارواکو تر اوسه د دې پېښې په تړاو خپل نظر نه دی خپور کړی.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news