په هلمند کې ۱۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي

هلمند

په هلمند کې ۱۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي

استقلال:کوم خبر سم دی؟

تاند- د هلمند والي ادعا کوي چې د دغه ولایت په مارجه ولسوالي کې ۱۷۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

حیات الله حیات نن /شنبه/ وویل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پراخو عملیاتو کې، چې ۶ ورځې پخوا پیل شوي ول، د طالبانو ۳۶ نور غړي ټپیان شوي دي.

والي وايي چې په وژل شویو او ټپیانو کې د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.

ده، چې د میوند قول اردو له قوماندان سره یو ځای په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، دغه راز وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو په سلګونو ماینونه او وسایط ویجاړ کړي دي.

د میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ولي محمد احمدزي وویل چې د مارجې په عملیاتو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک هم برخه واخیسته چې په نتیجه کې یې د طالبانو اکثره مورچې یو مخ ویجاړې شوي دي.

قوماندان احمدزي زیاته کړه چې د عملیاتي پلان پر اساس مارجې ته د یو کال په موده کې اکمالات وشول، تازه دمه ځواکونه ورولېږل شول او وروسته عملیات پیل شول.

دهمدې خبر اړوند دالاماره ویب پاڼه لیکي چې دمارجې ولسوالۍ دزقوم او ډرآب چارراهي په سیموکې ۱۷ شوبلې ویجاړې ، ۴۲ تنه افغان پوځیان وژل شوي او ګڼ شمیر ټپیان دي. دډرآب چارراهی یوه لویه قرار ګاه او ۲۵ پوستې فتح شوی او ګڼ شمیر وسلې تر لاسه شویدي.ویب پاڼې دتاند په شان خبر بیړنی ګڼلی او ژمنه ېې کړې چې بشپړ خبر به وروسته ورکړي.دورګړل شوي خبر له مخې افغان ځواکونه دولسوالۍ په مرکزاو کمپ ته نږدې تر سختې محاصرې لاندې دي.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news