د پکتيا پر امنيه قومندانۍ موټر بم بريد لسګونو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

Paktika_districts-620x330

د پکتيا پر امنيه قومندانۍ موټر بم بريد لسګونو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د پکتيا د پوليسو پر امنيه قومندانۍ درانه موټر بم بريد د امنيې قومندانۍ د ودانۍ ډېرې برخې ونړولې او لسګونو پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، نن سهار شپږ بجې شاوخوا يوه بريد کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنيه قومندانۍ له ودانۍ سره وهلی او ورپسې څلور نورو بريدګرو قومندانۍ کې پر موجودو پوليسو ډزې پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد پړه منلې او وايي، چې لسګونو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې يوه بريدګر پر امنيه قومندانۍ موټر بم برید کړی، په دغه بريد کې د قومندانۍ پنځه بلاکه نړيدلي، په کې مېشت ډېری پوليسو وژل شوي او پاتې يې ټپيان دي.

د مجاهد په خبره له موټر بم وروسته يو شمېر نور طالب جنګيالي له سپکو او درنو وسلو سره قومندانۍ ته ننوتي او پر پاتې عسکرو د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړي دي.

د سيمې خلک وايي، چاودنه درنه وه، امبولانسونه او اضافي عسکر سيمې ته رسيدلي، خو تر اوسه هم د بريدګرو او پوليسو تر منځ ډزې روانې دي

حملۀ مهاجمان مسلح بالای فرماندهی زون ۳۰۳ سپین غر در پکتیا

حوالی ساعت ۶:۱۵ دقیقۀ صبح، گروهی از مهاجمان مسلح بالای فرماهندهی زون۳۰۳ سپین غر حمله ور شدند.

نجیب دانش، سخنگوی وزارت داخلۀ کشور میگوید، نخست حمله توسط موتر بم بالای قرول فرماندهی صورت گرفت و سپس سه حمله کننده بالای قرول فرماندهی امنیه حمله نمودند که دو تن آنها کشته و یک تن دیگر شان هنوز در ساحه مقاومت مینماید.

وی می افزاید، که تا کنون ۱ تن کشته و ۳ تن دیگر زخمی گزارش شده است.

.

Comments are closed.


Hit Counter provided by technology news